داسلامي نړۍ وتلي فلک پوهان

قاري احسان 

ابو یوسف یعقوب بن اسحاق الکندي  (185هـ – 256هـ)  دژوند په ابتدايي وخت کي په بصره او یا کوفه کي اوسېدی، دده پلار اسحاق بن الصباح دمهدي او رشید دخلافت په زمانه کي دکوفي والي وو، له هغه وروسته کندي بغداد ته ولاړ، هلته يي زیات شهرت تر لاسه کړ، له خلیفه مامونه بیا تر متوکله پوري دوخت امرا و ته ډیر منلی شخصیت وو، په تیره بیا مامون او معتصم ته، مامون دبیت الحمکة نګران (مشرف) هم مقرر کړ.

كندي په لمریز نظام کي دبطلیموس نه متاثر وو، دهغه نظریه داوه چي زمکه دلمریز نظام مرکز دی، لمر، سپږمۍ، عطارد، زهره، مریخ، مشتري او نور ستوري دزمکي شاوخوا حرکت کوي.
 
کندي دارسطو، بطلیموس او افلاطون له فلسفي سره مسلمانان اشنا کړل، داسلامي فلسفي بنیاد يي کېښود، دڅیړني او تحقیق ښه زمینه هم ورته برابره وه، ځکه ده په فلسفه، علم حساب، منطق، لحن، هندسه، طبائع الاعداد، ریاضي، طب او فلک کې زیات مهارت درلود، په عربي، سریاني، یوناني او فارسي ژبو باندي ښه وارد وو، له یوناني ژبي نه يي عربي ته ډیری کتابونه وژباړل.
 
ابو معشر البلخي وايي: دترجمي ماهرین څلور دي، په هغو کي يي کندي هم شمار کړی دی، دکندي دور، ددور الترجمه په نامه سره یاديږي، ابن النباته دفیلسوف الاسلام لقب ورکړی دی.
 
الکندي دوخت مشهور لیکوال، مصنف او ښه خطاط هم وو، تر 265 پوري يي کتابونه ولیکل، خو ډیری يي ضایع سول، داغریق او ارسطو له نظريي نه متاثر وو، په اسلامي نړۍ کي بل داسي ماهر نه وو، چي دارسطاطالیس پر طرز او طریقه کتابونه ولیکي.
 
له ماشومتوب نه يي دامام ابو حنیفه رحمه الله سره ناسته ولاړه درلوده، په فیلسوف العرب سره يي شهرت  تر لاسه کړ، مشهور فرانسوي مستشرق کاردي فو وایي: کندي یو له هغو دولسو مشهور څیرونه وو، چي دنړۍ په سطحه يي شهرت درلود.
 
2016-12-07
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د