خبرتیاوی او پیغامونه

د افغانستان لپاره سويډن کميټې ۱۶ تنه معلولينو ته د کسبونو زده کړه ورکړه

د افغانستان لپاره سويډن کميټې معلولينو پروګرام له لورې ۱۶  تنه ښځينه او نارينه معلولينو ته د بيلابيلو کسبونو زده کړه ورکړل شوه او اړين کاري وسايل په واک کې ورکړل شول.

د معلولينو پروګرام د معلولينو د اقتصادي پرمختګ او د هغوی لپاره د اوږدمهاله عايداتي سرچينو د برابرولو په موخه لغمان ولايت کې يوولس ښځينه او پنځه تنه نارينه معلوليت لرونکو وګړو ته د کاليو ګنډلو، پر کاليو د شيشو ګنډلو کسب زده کړې ورکړې.  فارغ شوو معلولينو ته د زده کړي کسب اړونده وسايل هم وسپارل شول.

د لغمان کار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو ريس عبدلبصير هاشمي د کسبونو د زده کړې څخه د فراغت په مراسمو کې د افغانستان لپاره سويډن کميټې معلولينو پروګرام څخه له دې امله مننهوکړه چې د معلولينو د فزيکي او ټولنيزې بيارغونې ترڅنګ د هغوی د اقتصادي پياوړتيا لپاره هم اغېزناک پروګرامونه ترسره کوي.

هغه زياته کړه: ((د کسبونو زده کړه معلولين په ټولنه کې شاملوي او هغوی په اقتصادي توګه پر خپل ځان بسيا کوي.دغه شان اغيزناک پروګرامونه بايد دوام ومومي او ټولو معلولينو ته د هغوی لهوړتيا سره سم د کسبونو زده کړه ورکړل شي.))

د لغمان والي د دفتر ريس پوردل عرفان د والي په استاځيتوب ژمنتيا څرګنده کړه چې د معلولينو د ژوند د هوساينې په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. هغه همداراز معلولين وهڅول چې دخپلې روښانه او پر ځان بسيا راتلونکې په خاطر زده کړو کسبونو ته ادامه ورکړي او د خپلې کورنۍ لپاره حلاله نفقه پيدا کړي.

اقتصاد ريس محمد اغا مبارز د افغانستان لپاره سويډن کميټې د هڅو ستاينه وکړه: ((معلولين حق لري چې د غيرمعلول وګړو په څير د ټولنې په هره برخه کې د خپلې وړتيا سره سم رول ولوبوي.که چيرې دوی ته د زده کړې، کار، او نورو ټولنيزو چارو د ترسره کولو وړتيا ورکړل شي نو هغوی بيا کولی شي چې خپلې ستونزې پخپله هوارې کړي او بل چا ته به اړ نه وي.))

په ختيځو ولايتونو کې د افغانستان لپاره سويډن کميټې د معلولينو پروګرام مسوول فريدالله مشفق د هغه پروګرامونو يادونه وکړه چې د معلولينو د فزيکي اقتصادي، پوهنيزې او ټولنيزې بيارغونې پهموخه پرمخ وړل کيږي.

هغه وويل: ((د ذهني وروسته پاتې والي، د نه ليدلو، او نه اوريدلو ستونزه لرونکو کوچنيانو لپاره د ځانګړې زده کړې ورکول کيږي. هغه معلولين چې فزيکي ستونزې لري او له کورونو نشيوتلی هغوی ته په کور کې د زده کړې او فزيکي درملنې پروسه پر مخ وړل کيږي. د دې تر څنګ د معلولينو لپاره د کاروبارونو د برابرولو په موخه تر څو دوامداره عايداتي سرچينې ولري بې لهسوده پورونه، کسب زده کړې او د بازار موندنې روزنې ورکول کيږي. زمونږ پروګرامونه د معلولينو په هر اړخيزه توګه بيارغونې باندې تمرکز کوي.))

۱۸ کلن عبدالعزيز چې په يو لاس معلول دی او د کاليو ګنډلو کسب زده کړې پروګرام کې له ګډون وروسته فارغيدو وروسته يې کاري وسايل ترلاسه کړل وويل چې له دې وروسته به پر خپل مټتکيه کوي او د کورنۍ مالي ملاتړ به کوي. هغه وويل: ((اته مياشتنې روزنې په ترڅ کې ماته د مياشتې اتلس سوه افغانۍ د ډوډۍ او کرايې لپاره راکول کيدلې. همداشان د سواد زده کړې روزنه همراکړل شوه.))

هغه زياته کړه: ((پخوا به مې له کورنۍ څخه د خپلو لګښتونو لپاره پيسې اخيستې خو له دې وروسته به انشاءالله خپل لګښت پخپله پوره کوم او کورنۍ سره به هم مالي مرسته کوم.))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x