شعـــــرونه

مسجدونه/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني

شعائر د پاك سبحان دي مسجدونه
پر مونږ ډېر بې حده ګران دي مسجدونه

رحمتونه تل مدام پرې راورېږي
د خوږمنو زړو درمان دي مسجدونه

سكينه او آرام شته پكې مؤمن ته
تندرونه پر شيطان دي مسجدونه

په ورتګ باندې الله پاك خوشحالېږي
ستايل شوي په قرآن دي مسجدونه

تازه كېږي پكې روح د مؤمنانو
منافقو ته زندان دي مسجدونه

مشركين او كافران ترېنه په ډار دي
آرام ګاه د مسلمان دي مسجدونه

پكې كېږي عبادت سپېڅلي رب ته
په حمدونو يې ودان دي مسجدونه

( فيضاني ) رب ته هر وخت پكې سجدې كړه
مكانونه د غفران دي مسجدونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x