شعـــــرونه

غزل/ نصيب رحماني

نصيب رحماني

دا غزل ته مې الهام راوړم له کومه؟
ده دي کلي ښاپیرۍ لیونۍ شوې

هلته څوک ده چې په سر کې خاورې باد کړي؟
هلته ګوره یوه جنۍ لیونۍ شوې

چې حیا ته به یې درست جهان حیران وُ
نن هم هغه کابلۍ لیونۍ شوې

پښتنه وه د ښارونو جنۍ نه وه
یوه رڼا لکه سپوږمۍ لیونۍ شوې

لوپټه یې لکه مات، مات اندامونه
اه غربته یو *مورکۍ* لیونۍ شوې

ما لیدلي د یو چا بنګړي په وینو
ما لیده چې ناوکۍ لیونۍ شوې

رحمانی یې په ژړا ،ژړا کې یاد کړ
اوس یې ستوني کې سلګۍ لیونۍ شوې
ــــــــــــ
نصیب رحمانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x