شعـــــرونه

غزل/ حمزه حسیني

حمزه حسیني

زه له قلم صاف سوتــره لیکل غواړم
تورو نه جهاد کې شرنګېـــدل غواړم

زه د غــلامــۍ له ژونــد نفــرت لــرم
مست په میدانو کې جنګېدل غواړم

یا به تور لحـد ته سور په وینـو ځــم
یا د هتکـــــړیـو شرنګېــــدل غواړم

ما تـه د دنـیا د ښـایسـت مـه وایـــه
زه د رب په لار قــربانېـــدل غـواړم

میــنه مې نـور اوج تـه رسېدلـې ده
حورو نه اوربل کې لــږېدل غــواړم

زه په جهــادي مســیر کې یـون لرم
ځکه په تندي زخمــي کـېدل غواړم

ژونـد بې وفا شوی نور بخشش کوئ
بیا مو په محشر یوځای کېدل غواړم

تاسو حق ګــــفتار نه یو طـرف نشئ
زه دربـــاندې غاړه خلاصــېدل غواړم

زه(حمــزه)هـمېـش دغه دعـا کــــوم
ستا په رضا ځان ټوټې کــېدل غواړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x