
په کابل کې د امریکا سفارت او د سولې هڅې! (د قطر د سولې بهیر لړۍ)
ډاکټر ځلاند
موږ د ډسمبر په درېیمه نېټه له دوحې، قطر څخه کابل ته راغلو. کابل ته له راتگ سره سم، گڼو رسنیو، لوړ پوړو چارواکو، د حکومت گڼو ادارو، بهرنیو سفارتونو او د سیاسي گوندونو استازو د لیدو کتو غوښتنې پیل کړي، په دې لړ کې، د ډسمبر په پنځمه، د امریکا له سفارت، کابل څخه تیلفون راته وشو، زموږ له ټولو (شپږ کسیزې ډلې چې له قطر څخه لیدنه کړي وه) د لیدنې غوښتنه وکړه، موږ په گډه د لیدنې بلنه ومنله، خو په وروستۍ شېبه کې شاپور بختیار د امریکا سفارت ته تگ بې مانا وگاڼه، او له تگ څخه یې ډډه وکړه. د امریکا سفارت نن د پنجشنبې ورځ، د غرمنۍ میلمستیا تیاره کړې وه، زموږ ناسته له۱۱:۳۰ بجو نه تر ۱:۳۰ بجې د امریکا په سفارت کې د دې سفارت د سیاسي چارو د استازي، ټولنیزو اړیکو د استازي، د رسنیو د فتر د استازي سره ترسره شوه.
موږ نن پنجشنبې په ټاکلې وخت د سفارت مخې ته ورسیدو، د سفارت افغان کارکوونکي د سفارت دروازې ته راغلي وو، زموږ تر منځ د یو ملگري په نوم کې غلطې شوي وه، سفارت کار کوونکو غوښتنه وکړه چې پاتې کسان دې سفارت ته ننوځي، تر څو چې د وروستی ملگري د نوم ستونزه حل کیږي، خو ملگرو مشوره وکړه او دا یې ښه وگڼله چې ټول یو ځای سفارت ته ننوځو، هغه و چې د ستونزې په حل سره موږ پنځه تنه سفارت ته گډ ننوتو. عبدالطیف نظري صیب، میرویس ستانیکزی صیب، اسد الله وحیدي صیب، نظر محمد مطمین صیب او ما ځلاند په دې غونډه کې برخه درلوده.
د سفارت په درېیمه دروازه کې، زموږ امریکایي کوربانه (Kevin O Connor and Terry R. Davidson) هم موږ ته ښه راغلاست ووایه.
کیوین کونر د لنډې پیژندگلوۍ وروسته موږ ته وویل چې په کابل کې د امریکا سفارت، د نړۍ تر ټولو ستر سفارت دی. امریکا یو وخت په لندن، د مکسیکو، په مکسیکو سټي کې د نړۍ ستر سفارتونه درلودل، د عراق سفارت یې هم ستر و، خو اوس، د نړۍ په مخ، د امریکا تر ټولو ستر سفارت په کابل کې دی. کونر وویل افغانستان امریکا ته ستر ستراتیژیک ارزښت لري، ځکه یې دومره لوی سفارت په کابل کې خلاص کړی دی. موږ ټولو ورته په حیرانتیا وکتل، نظر محمد مطمین ور غبرگه کړه چې ډیره حیرانوونکي ده، یو وخت د شوروي (روسیي ) سفارت په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستر سفارت و، اوس د امریکا.
په همدې خبرو کې، موږ د امریکا د سفارت، خوړنځای ته لاړو، په خوړنځای کې هر میلمه د خپلې خوښې خواړه ور واخیستل، ما د سلمان کب یوه خوندوره ټوټه را واخیسته، ماهۍ زما د خوښې خوراک دی.
د خوړنځای په دویم پوړ کې موږ ته د ناستې میز برابر شوی و، د میز په سر د هرکس نوم لیکل شوی و، زموږ مخامخ کوربانه ناست ول. د پورته ذکر شویو دوو امریکایانو پرته دوه نور ځوان امریکایي دیپلماتانو هم زموږ سره ناسته کې گډون درلود، د دوی تر څنگ څلور افغان کارکوونکو هم شتون درلود.
له ښه راغلاست ویلو وروسته، زموږ غونډه په لږ څه ځنډ پیل شوه، له موږ څخه د سفر د لنډیز په اړه پوښتنه وشوه، چې سفر ته بلنه څنگه درکړل شوه، چا سره مو خبرې وکړي؟ او د بحث اجنډا مو څه وه؟
د ملگرو په اجازه، لومړی ما (ځلاند) له طالبانو سره زموږ د لیدنې لنډیز وړاندې کړ، په لنډه توگه مو د طالبانو د سولې شرایط، د ملکي کسانو د وژنو د کمښت په اړه د ملاتړ، د غونډې په ارزښت او د ورته ناستو د دوام په ټینگښت خبره وکړه، دارنگه مو له خپلو کوربنو څخه مننه وکړه چې موږ ته یې د لیدنې زمینه برابره کړه، او دا ناسته مو یو ښه پرمختگ وباله.
د خبرو په مڼځ کې مو د طالبانو دا غوښتنه چې ایا امریکا د خپلو ځواکونو د ویستلو د مهالویش د ټاکلو د پاره تیاره ده او کنه؟ امریکا د سولې په اړه کوم پلان یا ستراتیژې لري او کنه؟ ورته پوښتنې هم مطرح کړي.
زما د لنډو خبرو وروسته، قدرمن میرویس ستانیکزي صیب خبرې وکړي، هغه د طالبانو د سولې د پاره د تیاري خبره وکړه، طالبانو یواځي د امریکا د نظامي حضور خلاف د جگړې بحث کړی دی. هغوی تاکید کوي چې که امریکا د پوځیانو د وتلو مهالویش اعلان کړي، طالبان به هم له جگړې لاس واخلي او د بین الافغاني بحث ته به زمینه برابره کړي. ستانیکزي صیب وویل چې موږ نه پوهیږو امریکا په دې اړه څه پریکړه کړي یا کوي؟
ډیوډسن زموږ په ځواب کې وویل چې موږ دیپلماتان یو، ستا سو نظر له خپلو مشرانو سره شریکولی شو، موږ پالیسۍ یا تگلاره جوړوونکي نه یو، خو د تگلارې په جوړولو کې د نظر ورکولو توان لرو، له دې امله، ستاسو پوښتنو ته کیدی شي موږ ځواب ونه لرو. ډیوډسن وویل چې طالبانو کوم ځانگړی پیغام درلود؟ افغان ولس ته، امریکا ته، افغان حکومت ته؟
د پیغام په اړه، قدرمن نظرمحمد مطمین صیب وینا وکړه، هغه وویل چې هو، طالبانو د سولې پیغام درلود، د جگړې د دریدا پیغام خو دا ټول یې د امریکا تر نظامي حضور پورې مشروط وگڼل. هغه وویل چې د سولې د هر ډول خبرو د پاره د طالبانو شرط د امریکایي پوځیانو د وتلو د مهالویش برابرول و، چې د نړیوال ضمانت لاندې به ترسره کیږي، دارنگه طالبانو هم ژمنه وکړه چې که امریکا د مهالویش ضمانت وړاندې کړي، طالبان به هم د اوربند ضمانت وړاندې کړي، له هغه وروسته به د سولې خبرې، بین الافغاني جوړښت ته زمینه برابره شي چې پاتې ټولې ستونزې به په ارمه فضا کې حل شي.
مطمین صیب وویل چې طالبانو په ښکاره وویل چې موږ د امریکا یا کوم بل هیواد دښمنان نه یو، موږ له ټولي نړۍ سره ښې اړیکې غواړو، غواړو نړۍ له موږ سره په بیارغونه، پرمختگ او انکشاف کې مرسته وکړي، د میرمنو د حقونو په اړه د اسلام د سپیڅلي دین په رڼا او د افغان کلتور سره سم د پرمختگ، ښوونې او روزنې ملاتړي یو.
مطمین صیب وویل چې له طالبانو سره زموږ ناسته، په معاصر تاریخ کې بې سارې وه، طالبانو کله هم په دومره تفصیل له چا سره خبرې نه دې کړي، او نه یې هم کله د چا یا کومې ډلې د لیدنې وروسته رسمي دریځ او د لیدني راپور خپور کړی دی. تیره ورځ طالبانو پخپل رسمي ویب سایټ (الاماره) کې زموږ سره د لیدنې تفصیلي راپور خپور کړ، چې دا زموږ د لیدنې په ارزښت دلالت کوي.
مطمین صیب تاکید وکړ چې زموږ ډله له رښتیني افغانانو جوړه ده، چې نه له حکومت او نه هم له طالب سره اړیکې لري، بلکې غواړي د جگړې ټغر په گران هیواد کې ټول کړي او سولې ته په رښتیني توگه کار وکړي.
کونر د بیان د ازدۍ په اړه پوښتنه وکړه؟ طالبان د رسنیو په خپلواکۍ باور لري؟ له طلوع سره چې طالبانو څه وکړل، په علت یې خبرې وکړي؟
د کونر په ځواب کې ما (ځلاند) د طالبانو د بحث نچوړ وړاندې کړ. طالبانو موږ ته وویل چې دوی د بیان له ازادۍ، د رسنیو له خپلواکۍ سره هیڅ ستونزه نلري، خو رسنۍ باید اسلامي، افغاني ارزښتونه په پام کې ونیسي، له تهمت، تور او یو طرفه خبرونو څخه ډډه وکړي، د طلوع په اړه طالبانو شاپور بختیار ته په تفصیل خبرې وکړي، له بده مرغه هغه نن نشته، خو طالبانو د طلوع سره د نیک چلند او مشروط عمل په توگه د لنډ وخت د پاره بندیز پورته کړ، که طلوع پخپلو خپرونو کې اسلامي، افغاني ارزښتونو ته پام وکړي، دوی به یې په وړاندې له هر ډول نظامي عمل څخه لاس واخلي.
ډیوډسن د طالب او داعش په اړه پوښتنه وکړه؟ چې طالبان د داعش په اړه څه نظر لري؟
عبد الطیف نظري صیب په دې اړه تفصیلي بحث وړاندې کړ. هغه وویل چې طالبان په دې باور دي چې داعش افغاني پدیده نه ده، بلکې له بهر څخه یې ملاتړ کیږي، نظري صیب وویل چې عام افغانان په دې باور دي چې امریکا داعش او نورې ترهگرې ډلې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو د پاره پالي، له دوی څخه ملاتړ کوي. په منځنې ختیځ کې د النصر له ډلې ملاتړ کوي، دارنگه د خپلواکۍ غوښتونکو ډلو څخه په لبیا، عراق، سوریه کې ملاتړ کوي. ورځ تر بلې له طالبانو د ولس ملاتړ زیاتیږي، ځکه طالبان له ترهگرو ډلو سره په رښتینولۍ جگړه کوي، نه پریږدي افغانستان بلواک شي. دارنگه نظري صیب وویل چې طالبان د نړیوال اشغال او امریکا د نظامي حضور په خلاف جگړه کوي، چې په دې برخه کې هم له طالبانو د ولس ملاتړ مخ په زیاتیدو دی. د امریکا نظامي حضور هیڅوک نه شي زغملی.
ډیوډسن په ځغرده د نظري صیب د نظر سره مخالفت وکړ. ډیوډسن وویل چې امریکا نه په افغانستان کې او نه هم په نوره نړۍ کې له ترهگرۍ څخه ملاتړ کوي، ځینې خلک د درواغو پروپاگند کوي چې گواکي امریکا د داعش ملاتړي ده، دارنگه یې نظري صیب ته وویل چې کیدی شي ستاسو معلومات نیمگړي وي، هغه وویل چې موږ دا منو چې امریکایانو ته په افغانستان کې په ښه سترگه نه کتل کیږي، خو هر څنگه چې ده، افغانانو ته امریکایان له طالبانو ښه ښکاري. طالبانو په نویمه لسیزه کې گڼې خطاوې کړي چې افغانان یې نه شي هیرولی، دارنگه یې په جگړه کې گڼ افغانان وژلي چې دا هم د طالبانو په وړاندې د کرکې لوی لامل دی.
کونر وویل چې موږ په افغانستان کې ډیر پرمختیایي کارونه کړي، د کجکي بند مو رغولی، پوهنتونونه، ښوونځي، سرکونه مو جوړ کړي، د بشري حقونو د ساتني د پاره مو کوښښونه کړي. دارنگه یې وویل چې امریکا په ټوله نړۍ کې د انساني ارزښتونو، ثبات، ټیکاو او امنیت ملاتړی هیواد دی، همدا یې کوردننه او بهر ارزښتونه دي چې پالي يې.
د نن ورځې بحث له ټاکلې وخت وغځیده، د خبرو په منځ کې کونر وویل چې خواږه، ایس کریم، قهوه او چای هم لرو، که لږه دمه وکړو او له دمې وروسته بیا بحث ته ادامه ورکړو.
همدا وو چې موږ هم دمې ته پورته شو. د بحث وروستې برخه به سبا له قدرمنو سوله خوښو ځوانانو سره شریک کړو. نننی بحث په دې مهم دی چې په لومړې ځل د ځوان کهول استازو نیغ په نیغه د امریکا د سفارت له لوړ پوړو استازو سره د سولې د خبرو په اړه رڼې، کره او کوټلې خبرې وکړي، د دې لړۍ د غځیدو ژمنه وشوه، دواړو لوریو د معلوماتو د شریکولو خوښۍ څرگنده کړه او په دې توگه د سولې په اړه د بحثونو د عملي کولو لور ته یو گام مخ وړاندې شو.
د سوکاله، بسیا، لوی افغانستان په هیله!
یا رب توفیق !
امریا باید دے افغانستان دی پرمختگ دی ڈپ کولو تاوان دی افغانستان خلکوتہ ورکڑی امریا دی افغانستان خلکو تہ دازواب ھم ووای چی پہ افغانستان ولی نظامی یرغل راوڑ ولی یی ھ غہ کسان ھمای ہ کڑل چی دی افغانستان خلکو نہ غوشتل
هو دا جواب خامخا ځینی وغواړه چې درڅخه ولاړ نشي …!
په پورتني راپور کې یو ټکی ماته ډېر مهم وبرېښېد تر څو زمونږ هغه خلک چې ویل به یې د طالبانو سیاسي دفتر واک نلري.
سیاسي نمایندګي محض یو ادرس دی او د تصمیم نیولو هیڅ واک باید ونلري.
د مخلوع طیب اغا هغه شرط هم غلط وو چې د سیاسي دفتر لپاره یې د واک او صلاحیت ِغوښتنه کړې وه،
خام خلک تاثیر پذیر وي
خو پاخه بیا تاثیر ګذار