د اوباما په اعتراف کې پراته واقعیتونه

لیکوال

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

بالاخره د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما د طالبانو په مقابل کې پر خپلې ناکامۍ اعتراف وکړ او د هغې وروستۍ وینا په ترڅ کې چې د امريکا د هوايي ځواکونو په يوې پوځي اډې کې یې د ولسمشر په توګه وکړه وويل: ((امريکا نه شي کولى په افغانستان کې وسله وال طالبان له منځه يوسي))

د افغانستان د تاریخ په دې حساس پړاو کې د نړۍ د یوه ستر پوځي او اقتصادي ځواک د مشر په توګه د بارک اوباما په دې اعتراف کې ډیر واقعیتونه او د لالات پراته دي.

اوباما د افغاني مقاومت په مقابل کې تر خپل اعتراف وړاندې دا هم وویل چې د ی د امریکا هغه یواځینی ولسمشر دی چې د ولسمشرې ټوله اته کلنه یې دوره یې په جګړه کې تیره شوه .

دا جګړه چې د امریکا په تاریخ کې ترټولو اوږده ، پیچلې او له پوځي او اقتصادي پلوه ملاماتوونکې جګړه بلل شوې ۱۵ کاله وړاندې د پرمختللیو امریکایانو لخوا د افغان بیوزله او جګړه ځپلې ولس پر خلاف پیل شوه.

امریکایانو دا جګړه د غلطو استدلالاتو پر اساس د خپلو هغو محسنو افغانانو په خلاف پیل کړه کومو چې د کمونیستي زبرځواکئ په ماتولو سره یې هغوي(امریکایان) د یوې قطبي نړۍ بي سیاله واکمني ته ورسول.

دا جګړه سر ټمبه امریکایانو پر افغانانو تحمیل کړه ، پر هیواد یې یرغل ور وکړ، هغوي يي په خپلوکورونو کې په بیرحمۍ سره ووژل، ونیول ، وځورول او ډیر یې له خپلو جونګړیو او کلیوڅخه هجرت ته اړیستل.

په دې یرغلیزې جګړې کې په اصطلاح متمدنو امریکایانو د انسانیت ټول اصول تر پښو لاندې کړل او په وحشت او بربریت سره یې پوره پنځلس کاله د هغې د ګټلو لپاره ټول جګړه ییز تکتیکونه او ټولې وژونکې وسلې وکارولې خو د دوی په مقابل کې پیل شوي دفاعي مقاومت یې نه نابود کړای شو او نه هم تضعیف.

که د خپلې ناکامۍ په اړه د اوباما پورتني اعتراف ته ځیر شو په هغه کې نوموړي ډیر دقیق تعبیرکارولی ((امريکا نه شي کولى چې په افغانستان کې وسله وال طالبان له منځه يوسي))

سره له دې چې امریکايي میډیا په افغانستان کې د امریکایانو خلاف روان مقاومت له افغانانو(طالبانو) پرته نورو بهرنیو جهتونو ته منسوبوي خو اوباما په خپل اعتراف کې پر هغه واقعیت صراحت وکړ کوم چې د دوي تبلیغاتي او پوځي ځواک تري انکار درلود.

او دا خو یو عیني واقعیت دي چې امریکايي ځواکونو په تیرپنځلس کلن مقاومت کې له افغانانو پرته بل څوک نه دي لیدلي چې د هغوي مقابله یې کړې وي ، که یې امریکایان وژلي هغه هم افغانان دي او که امریکایانو وژلې ، ژوبل کړي او نیولي هغه هم ټول افغانان دي.

د اوباما اعتراف دوه واقعیتونو ښه څرګند کړل:

لومړی د مقاومت افغاني والی.

دوهم د یاد مقاومت په وړاندې د اجنبیانو ناکامي.

که دهیواد روانې لانجې ته وکتل شي نو د دغو دواړو واقعیتونو منل خپله د هغې حل هم دی.

ځکه افغانان د دې لپاره له امریکایانو او د هغوي له پلویانو سره جنګیږي چې هیواد یې اشغال شوي او په دې جګړه کې د اشغالګرو ناکامي ځکه حتمي ده چې هغوي د دې یرغل د مشروعیت لپاره نه مجوز لري او نه کومه موجه انګیزه .

د اشغالګرو امریکایانو په مقابل کې روان مقاومت یو ملي مقاومت دی چې د ولس ټولې پرګنې ورکي سهیمې دي ، امریکایانو تر اوسه پوري د افغاني مقاومت په شمولیت او ملي توب باندې له اعتراف کولو څخه انکار کاوه ، خو د مقاومت حقانیت بالآخره هغوي د دې واقعیت منلو ته اړیستل.

د افغاني مقاومت په وړاندې د اوباما د ناکامي اعتراف یواځې د هغه شخصي اعتراف نه ؛ بلکې د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د امریکا د ټولو وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان ، پنټاګان او کانګریس اعتراف دي چې د امریکا نوي منتخب ولس مشر ډونالډ ټرمپ اداره باید د ا اعتراف جدي ونیسي او په اړه یې مشخصه تګلاره غوره کړي.

زه د افغاني مشروع مقاومت د یوه پلوي لیکوال په توګه خپل غیرتي او مسلمان ولس ته د دوئ د تاریخي سرښندنو په وړاندې د امریکايي استکبار د ناکامي له امله مبارکۍ وایم او هغوی ته په دې ویاړلي اسلامي مقاومت کې نورهم د بریالیتوب غوښتنه کوم.

دلته مه راځه غلیمه دا جونګړه د افغان ده … د فرنګ او روس په وینو سره خپړه د افغان ده