fbpx

د روسیې سره د طالبانو اړیکو «افغان او امریکايي چارواکي» وارخطا کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): په دې وروستیو کې د طالبانو او روسیې تر منځ د اړیکو خبرونو په کابل کې امریکايي او افغان چارواکي له سختي وارخطايي سره مخ کړي دي.
د طالبان په وینا دوی په کابل کې د امریکا په هڅو جوړ شوی حکومت نړول غواړي او پر ځای یې د افغانانو په لاس جوړ شوی داسي حکومت راوستل غواړي چې د اسلام مبین دین او افغانانو د کلتور او عنعناتو نمایندګي وکړای شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم روسانو په وار وار د طالبانو سره په نظامي ډګر کې د مرستو کولو څخه انکار کړی او ویلي چې د طالبانو سره یې اړیکي یوازي د سولي د هڅو لپاره دي تر څو هغوی قانع کړي چې د مذاکراتو میز ته حاضر شي.
طالبان په افغانستان کې تر دریمي برخي زیاتي ځمکي تر خپل کنټرول لاندي لري.

په کابل کې چارواکي وايي چې تر اوسه د طالبانو او روسیې تر منځ اړیکي سیاسي دي، خو زیاتوي چې ددواړو لوریو تر منځ په موسکو او تاجکستان کې پرلپسې ناستو د افغانستان حکومت استخباراتي اداره په وېره کې اچولې چې دغه سیاسي اړیکې په مالي او نظامي کومک بدلې نه شي.
یوه جګپوړي امنیتي چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي چې د طالبانو او روسیې تر منځ اړیکې «خطرناک حد» ته رسیدلي. همدا خبره مخکې د امریکايي ځواکونو مشر قومندان جنرال نیکولسن هم کړې وه.
نوموړي په واشنګټن کې رسنیو سره په ناسته کې ویلي وه چې د ایران او پاکستان تر څنګ اوس روسیه هم په افغانستان کې «مضر تاثیر» لري، او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې موسکو طالبانو ته تر بل هر چا زیات احترام لري.

په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتېتسکي د تیري پنجشنبې په ورځ وویل چې د وسلوالو سره د روسیې اړیکې یوازي د روسي اتباعو د خوندیتوب او د سولي لپاره د هغوی تشویقول دي.

نوموړي وویل: «مونږ د طالبانو سره ډیري قوي اړیکي نه لرو»، روسیه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، ددې لپاره اړینه ده چې روسیه په افغانستان کې د ټولو لوبغاړو سره اړیکې ولري، چې طالبان هم دي.

نوموړي وویل افغان او امریکايي چارواکي قصدا د روسیې او طالبانو تر منځ اړیکو ته بل رنګ ورکوي، تر څو په افغانستان کې ورځ تر بلي خرابېدونکي حالت څخه توجه واړوي، «دوی غواړي چې خپل د ماتي پړه زمونږ پر غاړه را واچوي».

بل خوا رویټرز خبري اژانس ته د طالبانو یوې سرچیني ویلي چې د کال ۲۰۰۷ راهیسي د روسیې سره اړیکي لري، دغه اړیکې یوازي سیاسي بڼه لري.

نوموړي ویلي: «مونږ مشترک دښمن لرو، مونږ کومک غواړو تر څو په افغانستان کې امریکا او د هغوی په لاس جوړ شوی حکومت له منځه یوسو، روسیه هم غواړي چې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ژر تر ژره ووزي».

که څه هم روسیه په افغانستان کې د ناټو او امریکا د وجود او جګړې اداره کولو څخه خوښه نه برېښي خو د افغان حکومت سره یې په لوړه کچه نظامي همکاري کړې او هغوی ته یې د طالبانو سره د جګړې لپاره چورلکي ورکړي او همداسي يې د ناټو او امریکايي ځواکونو د اکمالاتو لپاره په منځني ختیځ کې لاره ورکړې.

سرچینه: رویټرز او رسنۍ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د