افغانستان

د ګډحکومت په دوه کلنۍ دوره کې فساد ۵۰ سلنه زیات شوی – د روڼتیا څار اداره

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): که څه هم د جان کیري په ابتکار را منځته شوی ګډحکومت شعار پورته کوي چې د فساد پر ضد مبارزه کوي، خو د روڼتیا د څار اداره وايي چې خپله د ګډحکومت د دواړو مشرانو دفترونه په لویه کچه په فساد کې ښکېل دي.

د روڼتیا ادارې په خپل دوه کلني راپور کې محکمې او څارنوالۍ تر ټولو فاسدې ادارې بللي دي او زیاته کړې چې ددوی تر څنګ ارګ، د ولسمشر ماڼۍ، د اجرائیه رئیس دفتر او نور وزارتونه هم په لویه کچه په فساد کې ښکېل دي.

دغه ادارې ویلي چې د جګړو او بې کارۍ وروسته فساد د افغانستان تر ټولو لويه ستونزه ده چې په دې وروستیو کې تر پنځوس سلني هم زیاته شوې.

د یادي ادارې اجرائيوی رئیس سید اکرام افضلي تېره ورځ د ۲۰۱۶ سروې راپور نشر کړ او وې ویل چې دا ددوی پنځمه سروې ده چې هر دوه کاله وروسته یې خپروي.

نوموړي وویل چې په دغه سروې کې د ۷۸۰۰ کسانو سره یې مرکې کړي چې د هغو څخه ۵۱ سلنه نارینه او پاتي ښځې وي. دغه مرکې د هیواد په مرکز او ټولو ولایتونو کې تر سره شوي.
نوموړي وویل چې ۸۰ سلنه خلکو ورته ویلي چې فساد مخ پر زیاتېدو دی، او داچي په وروستیو دوه کلونو کې تر حد زیات شوی دی.

په راپور کې راغلي چې په کال ۲۰۱۴ کې افغانانو ۲ ملیارده ډالر رشوت ورکړی وو خو دا شمېره سږ کال ۳ ملیارده ډالرو ته پورته شوه.

افضلي وویل چې شاوخوا اتیا سلنه افغانان په هیواد کې فساد ډیره جدي ستونزه بولي او وايي چې فساد مخ پر زیاتېدو دی.
دوی وايي چې تر فساد په وروستیو دوه کلونو کې زیات شوی دی.

په تر سره شوې سروې کې اکثریت خلکو ویلي چې فساد پر امنیت منفي اغیز لري، تر نیمی زیاتو کسانو ویلي چې د فساد له وجي په وسلوال مقاومت کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان روڼتیا څار ادارې بشپړ راپور په انګریزي ژبه له دې ځایه کښته کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

ګرانو مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! فساد ځانله غصب او رشوت نه دی، ټولو بدو کړنو چه سر کی یی کفر قرار لری ویل کیږی کفر او شرک حق پټونه ده ، حق پټونه تر ټولو لوی فساد دی د کابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره چه د کفر ( فساد ) له خواد فسا د د پاره کینول شوی بیا مونږ له دغه فاسدی اداری دا هیله لرو چه فساد سلو کی ۵۱ برخی تر تیر کال زیات شوی دی؟ داسی معنی لری خره د خرګرۍ د کمولو د پاره هلی ځلی پیل کړی وی خو خرګری یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x