
اشتون کارتر په ارګ کې د اشرف غني سره ولیدل
نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر په یوه ناڅاپي سفر افغانستان راغلی او په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني سره لیدلي.
اشتون کارتر د ولسمشر اشرف غني سره په مطبوعاتي کانفرانس کې وویل چې دا د ده څلورم سفر دی چی افغانستان ته یې کړی.
نوموړي وویل چې مونږ د افغانستان د حکومت سره خپل همکاري ته ادامه ورکوو.
نوموړي وویل چې په افغانستان کې به امریکا وي او د افغان ولس تر څنګ به ولاړ وی. تر ۲۰۲۰ کال پوري به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

اشرف غني د نوموړي څخه مننه وکړه او په ځانګړي ډول یې د اشتون کارتر څخه مننه وکړه چې د جګړې پنځلس کاله وروسته یې په وارسا کانفرانس کې یو ځل بیا د نړیوالي ټولني توجه افغانستان ته واړوله او په پراخه کچه یې مرستي را جلب کړي.
نوموړي وویل چې امریکا زمونږ دوست هیواد دی، زمونږ سره یې عسکر اوږه پر اوږه دریدلي دي او قرباني یې ورکړې.
نوموړي د اشتون کارتر څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي عسکرو کورنیو ته د نوموړي مننه ورسوي.
دا د کارتر د وزارت اخری شیبی دی ، د دی وخت خبری دروغنی او ناسمی خبری دی ، د دموکراتانو اته کلنه دوره تیره ، نوی کال کی د جمهوریت غوښتونکی پاچاهی پیل کیږی ، دا چه د هغوی وخت کی به نالیدلی یهودی قدرت د افغانستان د پاره څه په خورچین کی لری چه ټرمب ته یی دیکته کړی او هغه به یی عملی کوی تر اوسه لا د خورچینه نړیوالو او هیوادوالو ته نه ده علنی شوی . دوهم کارتر کولای شو چه دا یی په تلیفون یا سکایپ کی هم ورته ویلی وی او یا یی… نور لوستل »