افغانستان

د هلمند په نادعلي کې د پولیسو قومندان له دوو ساتونکو سره وژل شوی

نن ټکی آسیا: نن پنجشنه له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوې چاودنې د دې ولسوالۍ د پولیسو قومندان قلمیار له درو ساتونکو سره ځای پر ځای وژلی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، دغه چاودنه نن له غرمې وړاندې د نادعلي ولسوالۍ په چناجیر سېمه کې رامنځته شوې. د نوموړي په خبره په چاودنه کې ملکي وګړو ته هم مرګ-ژوبله اوښتې.

بل خوا د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي، د چاودنې پړه پر غاړه واخېسته او زیاتوي چې قومندان قلمیار له خپلو درو ساتونکیو سره په کرولا موټر کې د تګ په حال کې وو،چې د چناجیر په سېمه کې پرې د دوی سرتېرود سړک غاړي ته درول شوي موټرسایکل په مټ چاودنه کړې چې په پایله کې يې په موټر کې سپاره پولیس او قلمیار وژل شوي او موټر هم په بشپړه توګه له منځه تللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x