افغانستان

د کورنیو چارو پخواني وزیر ملا عبدالرزاق د طالبانو د نوي مشر سره بیعت کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو د حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق اخوند د طالبانو د نوي مشر مولوي هبة الله اخوندزاده سره بیعت وکړ.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکی اسیا ته په رسیدلي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بیعت مراسم په یوه غونډه کې تر سره شول او په دغه غونډه کې ملا عبدالرزاق او د هغه مشر ملګري ملا عبدالستار اخوند د طالبانو سره د خپل هر راز همکاري وعده وکړه.

مجاهد ویلي چې دنوموړي دغه اقدام د طالبانو د جګپوړو چارواکو او علماوو له خوا وستایل شو.

باید وویل شي چې د مشر په توګه د شیخ هبة الله اخوندزاده د ټاکل کېدو وروسته نوموړی توانېدلی چې د طالبانو خفه شوي پخواني چارواکي یو ځل بیا خوشحاله او د طالبانو د صف سره یو ځای کړي.

نن ټکی اسیا ته د ملا عبدالرزاق د بیعت لیکل شوی متن هم رسیدلی چې کټ مټ یې د خپلو لیدونکو په وړاندي نشروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي محمدسليم انقياد ى

دکورنيو چارو پخواني وزير الحاج ملا عبدالرزاق آخند چه داسلامي امارت دنوي زعيم سره ئې بيعت وکړ په وياړو په نژدې ورځو کي موږ خصوصاً او نورو ملګرو کوشش وکړ چه په نتيجه كي ئي نوموړي دبيعت ژمنه وکړه الله ج دي دصف د وحدت او نوموړو ته دلا ښه خدمت زمينه نوره هم برابره کړي او داسلامي امارت ټولو ملګرو ته په وياړ سره مباركي وايو والسلام
ورور مو مولوي محمد سليم انقيادي

الجاج استاذ بیانزی

مونږ یی حتی له جلا والی خبر نه وو ، دا ډول کسان چه د محوری رهبری حیثیت ، اهلیت او تقوی لری ذهین او سیاست پوه کسان دی دوی باید د حالاتو ارزونه تر نورو دمخه وکړی او ژر تر ژره عمل وکړی د دوی به یوه ګړی وروسته عمل کولو دغه کاروان څو میاشتی او کلونه له منزله وروسته پاتی کیږی ، که په دی حساسو شیبو کی دغه ډول شخصیتونه مړه شی د الله ج له محاسبی سره به څرنګه حساب کوی . دا له مرګه مخکی یی خپلو غلطیو او شاته پاتی کیدو ته خیال شوی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x