د اردوګان له غوښتنې وروسته ترکانو د خپل پولي واحد ملا وتړله

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې د ترکیې ولسمشر رجب اردوګان له ترکي ولس څخه وغوښتل چې خپلې ډالري سرمایې په ترکي لیرې بدلې کړي، په دې هیواد کې د ډالرو بیه رالوېدلې ده.

تېره ورځ په ترکیه کې یو ډالر په ۳.۴۵ ترکي لیرې بدلیده، حال دا چې د دوشنبې په ورځ د یو ډالر قیمت ۳.۶ ترکي لیره و.

د ترکیې ولسمشر رجب اردوګان د تېرې سه شنبې په ورځ له خپل ولس څخه رسما غوښتنه وکړه چې د ترکیې اقتصاد د پیاوړي کولو په خاطر خپلې ټولې ډالري پانګې او طلا (سره زره) په ترکي لیره بدل کړي.

د ښاغلي اردوګان غوښتنې ته په ترکیه کې په پراخه کچه مثبت غبرګون وښودل شو، له تېرو درې ورځو راهیسې د صرافۍ په دوکانونو کې د خلکو سخته ګڼه ګوڼه ده، خلک د ترکي لیرې پیرودلو ته په کتارونو کې ولاړ دي او له کبله یې په ډیره لنډه موده کې د ډالرو بیه راټیټه شوه.

د اردوګان له غوښتنې وروسته د ترکیې دفاع وزارت ۲۶۲.۷ ملیون ډالر او ۳۱.۱ ملیون یورو په ترکي لیرې بدل کړي او اعلان یې کړی چې له دې وروسته به یې په ټولو مالي چارو کې ترکي اسعار چلیږي.

د دې ترڅنګ ګڼو موسسو او سازمانونو کمپاینونه پیل کړي ترڅو خلک د ترکي لیرې اخیستلو ته وهڅوي. د «میټرو» ریل ګاډو شرکت ویلي دي چې هر څوک لږ تر لږه پنځه سوه امریکايي ډالر د خپل هیواد په پیسو بدل کړي، په وړیا ډول به د سفر یو ټکټ ورکول کیږي.

په استانبول کې ځینو سوداګریزو مرکزونو او مارکیټونو اعلان کړی چې هر څوک د سلو ډالرو د بدلولو رسید له ځان سره ولري، د موټرو د تمځای کرایه یې معاف کیږي.

همدا راز یو شمېر دوکانونو هیښوونکي او جلبوونکي وړاندیزونه کړي، د بېلګې په ډول که څوک امریکايي ډالر په ترکي لیره بدل کړي ریستورانت د یو وخت ډوډۍ وړیا ورکوي او په سلماني کې د سر ویښتان مفت ورجوړوي. خو د دې پکیجونو څخه د استفادې لپاره ضرور ده چې دوکاندار ته د صرافۍ رسید وروښودل شي.

له بلې خوا د ترکیې ځینو مخالفو سیاسي ګوندونو په دې اقدام نیوکې کړي. د خلکو جمهوري ګوند مشر «کمال کلیچدار اوغلو» ویلي چې ولسمشر اروګان په خپل بانکي حساب کې دوه لکه امریکايي ډالره لري خو له خلکو غواړي چې ډالر په ترکي لیره بدل کړي. اما د ترکیې د عدلیې وزیر «بکیر بوزداغ» پارلمان ته یو بانکي رسید ښودلی او ثابته کړې يې ده ولسمشر اردوګان دغه ډالر په ترکي لیره بدل کړي دي.

د ترکیې د «ستا» اقتصادي مرکز غړی «اردال کاراګل» د ولسمشر اردوګان دغه پرېکړه پرځای ګڼلې او ویلي يې دي چې په دې سره به ترکي لیره او د هیواد اقتصاد پیاوړي شي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د ډالرو په مقابل کې به د ترکي لیرې قیمت نور هم لوړ شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

زما په اند،
دا ښه کړنه مګر موثره ګټوره ګړنه یی نه ګڼم ، دا کار باید له اوله شوی وی ، که اوس وشو هم ناوخته نه دی مګر موثریت کم وینم ، تر دی ډیر مهم او وزین کارونه دی چه اردګان یی تر سره کړی هغه د ترکی سکولر قانون او حکومتی تشکل دی