افغانستان

ذبیح الله مجاهد په پلخمري کې د خپلو کسانو د نیول کېدا خبر رد کړ

نن ټکی آسیا: د افغانستان د طالبانو رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپور رد کړ،چې ځايي چارواکو پکې په دغه ولایت کې د اتلسو وسله والو طالبانو د نیونې ادعا کړې وه.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او مربوطاتو کې یې د هېڅ یوه ملګري او یا هم د دوی د مهماتو د نیولو خبر نه دی کره کړی،بلکې د ده په خبره دا تش یو مطبوعاتي پروپاګند دی.

نوموړی د حکومتي ځواکونو له لورې په یاد ولایت کې پیل شوي تصفیوي عملیات تائیدوي، خو وايي عملیات د دوی پر ضد نه بلکي د غیر مسؤلو وسله والو او اربکیانو پر ضد پيل شوي وو او په ترڅ کې یې یوازې د همدې ډلو-ټپلو پورې اړوند کسان د حکومتي ځواکونو منګولو ته ورغلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x