fbpx

د قرآن کریم د تلاوت پرمهال د خطاګانو ځان وژغورئ!«دوهمه برخه»

ژباړه: سعیدالرحمن

یو اعرابي د جمې په لمونځ کې له امام نه وارویدل چې دا ایت یې لوستلو: (و لاتُنحکوا المشرکین حتی یؤمنوا).

امام وویل: [تَنْکِحُوْا] په تاء باندې یې د پیش پر ځای زور وویلو، اعرابي په مانځه کې وویل: قسم د الله په ذات که ایمان هم راوړي موږ ورسره نکاح نه کوو، دا کار د اسلام د راتګ نه مخکي ناروا عمل ؤ او د اسلام د راتګ نه خو وروسته به څرنګه ناروا نه وي..!!

اعرابي ته چا وویل چې دا یې ناسم تلفظ کړ، او سم داسې دی ولاتُنحکوا … )

اعرابي وویل: الله دې تباه کړي دا بیا امامت ته مه مخکې کوئ دا خو حرام شیان حلال ګرځوي.

او هغه داسې [تَنْکِحُوْا]د ت په زور سره تاسو ورسره نکاح مه کوئ، او په پیش سره [تُنْکِحُوْا] تاسو مشرک ته یو مسلمانه میرمن په نکاح مه ورکوي تر څو چې اسلام دین قبول کړي.

حسن رضي الله عنه نه چا وپوښتل: زموږ امام د کلماتو په حرکاتو کې چې په مانځه کې یې لولي خطا کیږي، هغه ورته وویل: دا له مانځه وروسته کړئ.

(کیف نحیا بالقرآن – نبیه زکریا عبد ربه -ص /۵۵)

نن ورځ د پخوا په پرتله ډیر خلک د حرکاتو په لوستنه کې خطا کیږي، او په ځانګړې ډول د علم زده کړیالان چې د تلاوت پر مهال، د دویو ته زښت زیات ضرورت دی چې له داسې خطاګانو نه ځان خبر کړي او خپل ترې وژغوري.

د داسې خطاګانو ډیر زیات مثالونه شته چې د طلابو په ژبو باندې کیږي، او استاذان د حفظ د کلاسونو او په مساجدو کې د تعلیم په مختلفو مرحلو کې د نظر لاندې راولي، لکه څرنګه چې د عامو خلکو په ژبو باندې هم تکرایږي.

ستاسو وړاندې به ځینې څرګندې خطاګانې وړاندې کړم، او د هغې اسباب چې ولې په بار بار ډول سره په کې خطایې واقع کیږي.
په راتلونکي برخه کې…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د