نظــر

افغانستان پټ (پوټېنشل) قدرت دی، نه ريښتنی (اکچول) « دوهمه برخه»

شمس رحمانزی 

شننه او انګېرنه

– طبيعي سرچينې: دغه سرچينې د يو هيواد په ملي قدرت کې د ټاکلي او ثابت عنصر په ډول رول لوبوي. کرنه، ځنګلونه، منرالونه، د خاورې ښيرازوالی او نور طبيعي سرچينې دي. د نړۍ د ډېرو هيوادونو په پرتله افغانستان ښې طبيعي سرچينې لري. د بيلګې په ډول: تازه او وچه ميوه چې د افغانستان په بيلا بيلو برخو کې د کرنې او طبيعي ځنګلونو څخه په لاس راځي، د هيواد لويه صادرتي قوه جوړوي.

د منرالونو او معدن په برخه کې تر سره شوي ساروې په ګوته کوي چې افغانستان کابو ۱۴۰۰ ډوله د معدن ډبرې لري. لاندې ولايتونه له منرالونو او معدن پر بنسټ غني دي.

» لوګر، پنجشير، سرپل، ميدان وردګ، کندهار، باميان……د مسو سرچينې لري.

» د ۱۰۰ په شاوخوا کې د اوسپنې شتمن ځایونه تر اوسه په افغانستان کې موندل شوي دي، چې ډېر غني ورڅخه دغه ولايتونه دي.

باميان، حاجي ګګ

کندهار ، ارغنداب

پنجشير، لوګر، هرات، بدخشان……

» د سپينو زو (نقره) مهم کانونه په کندهار، پنجشير، بدخشان، هرات او څيني نورو ولايتونو کې.

» د طبيعي ګاز زيرمې په پکتيکا، بلخ او جوجان کې تر نورو په ډېره برخه شتون لري.

په لويه کې افغانستان د کرنې، معدن، فلزاتو، نفت او ګاز او نورو طبيعي ذخايرو څځه شتمن دی. خو غټه ستونزه
دا ده چې، يادې زيرمې له یو ې تر اوسه پوره ډول موندل شوي نه دي او له بل خوا يې له موندل شويو په لاس کې سرچينو څخه د ټېکنالوژۍ او امکاناتو او پروسس په نشتون افغانستان د نړۍ داسې غریب هيواد دی چې خپل شته يې پردي شوي او خپل خام مواد په کمه بيه ليږي او په لوړه بيه يې بېرته رانيسي. که چېرې د افغانستان له کرهڼې او د ځمکې لاندې له ذخايرو وړ ګټه واخېستل شي نو دغه د هيواد به د نړۍ په روانه ډرامه کې به د يو واقعي قدرت په توګه ځان ته ځای خپل کړي.

– وګړي (نفوس) : وايي چې ډير نفوس د يو هيواد لپاره ملي پانګه ده. خو دا خبره په حقيقت کې هر وخت سم ځاي نه نيسي. ډير وګړي ملي پانګه او هم ملي ستونزه کيدای شی. که په نړيواله کچه نظر وکړو نو چين او انډيا د نړۍ د وګړو ترټولو دوه ستر هيوادونه دی. خو ډواړه دومره ندي پرمختللي لکه امريکا متحده ايالات، جاپان او اسرائيل چې د وګړو شمېر يې د چين او انډيا په پرتله کم دی. د ارسطو په قول د هيواد لپاره دومره زيات نفوس اړين دی، ترڅو له خپل هيواد دفاع وکړای شي او هم يې د سرچينو څخه د ګتې اخېستنې لپاره بس وي. او دومره زيات هم نه چې د يو هيواد وګړي د هيواد لپاره د اوږو بار او مصيبت شي. د کنټرول، زده کړو، روغتيا، پرمختګ…. او نورې د سهولت لارې يې له دولت ورک يې شي. نو په لنډ ډول ويلی شوو چې، د نفوس کيفيت دومره اړين دی څومره چې کميت دی. د افغانستان پرخوالي ته په کتو سره نفوس برابر څه چې لا کم هم دی.

خو په افغانستان کې د نفوس کيفيت ډېر بد او ضعيف دی. د نفوس له کيفيت څخه مو موخه او مانا د وګړو ملي روحيه، زده کړې، روغتيا، هيواد ته وفاداري، ترمنځ يې يووالی، خاورې ته صادقانه چوپړ، د دندو او حقوقو پېژندنه او نور دي. په افغاانستان کې د راوانو بدبختيو يو لوی لامل د نفوس ټيټ او ضعيف کيفيت دی

نور بيا…………

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x