نظــر

بابه قُوي مستان د امنیتي تړون په رڼا کښې!

د کابل د ښکلي، غني او تاریخي فولکلوریکو ادبیاتو سبک خورا ډېر په زړه پورې او منلی ځکه دی چې په هغه کښې کلیوالي ژوند، ښېګڼه، مینه، همدردي، ورورګلوي، د عزت او نفس د ساتنې مسؤولیتونه نغښتي ول، او د کابل د عیارانو کیسې خو لا بیخي پر زړه داسې لګیږي لکه ملهم! د کابل عیارانو په ځوانمردۍ او د خپل کلي کور په حفاظت او ساتنه کښې نوم درلوده. د ښوونځیو انجونو او نورو ښځو به په ډاده زړه خپله لاره طی کوله او ددې وېره نه وه چې کوم اوباش به مو شا ونیسي او له زهرو لړلې ژبه به پر موږ راتاووي.

د سیمې مظلوم وګړي د هغوی په امان کښې وه او چا ورته څه بد نشوای رسولای.  د کابل د کاکه ګانو په اړه غلام محمد غبار پخپل کتاب (افغانستان در مسیر تاریخ) کښې هم یادونه کړېده او د نولسمې او شلمې پېړۍ له هغو مشهورو کاکه ګانو یې یادونه کړې چې نومونه یې پدې ډول دي:  (دوست بچۀ آ ذر، بچه بهایی، پیرو بچۀ ادی، کا که طلا، کا که نقره، کا که شکور ، میرزا عبد العزیزلنگرزمین ، صوفی غنی چې په غني نسواري هم مشهور وه، کاکه شیردل، کاکه زاغ، کاکه شلوار، عبدل نعلبند، او نور مشاهیر چې پخپل وخت کښې یې له انګلیسانو سره هم ډېرې غزاوې کړي دي.
د بابه قوی مستان زیارت اوس په بلخ کښې دی او د هغه فولکلوریکه کیسه هم ډېره خوندوره ده او په زوړ کابل کښې اوس هم د ډېرو د خولو ورد ده. زوړ کابل یعنې، کوچه بارانه، هندوګذر، کوچه خرابات، کوچه آهنګري، شوربازار، چار چته، د چشمه خضر شاوخوا کوڅې او همداسې نور… په کابل کښې د حضرت تمیم انصاري رضی الله عنه مرقد مطهر له بالاحصار سره د غره په بیخ کښې  پروت دی چې د هغه رضی الله تعالی عنه د جهادي شخصیت او د اسلام د دین د خپرولو ډیره غوره نمایندګي کوي. د حضرت تمیم انصاري رضی الله عنه د مرقدشاوخوا کابو 70 تنه اصحاب کرام رضوان الله تعالی علیهم اجمعین نور هم ښخ دي خو دا چې تاریخ یې ځآیونه ندي ثبت کړي قبرونه یې هم بې نومه او بې نښانه پاتې دي. په هغه سیمه کښې د الله تعالی د دوستانو نور زیارتونه هم شته چې هر یو یې د خلکو د ډیرې ګڼې ګوڼې دیره ځای ګرځېدلی دی، لکه عاشقان او عارفان، شاه طاووس، پنجه شاه او داسې نور…
ددغو زیارتونو ملنګان د مني په شپو کښې بېل حال او احوال لري، د زیارت  شاوخوا ناست وي، د دود کشانو بزم یې جوړ وي، او د اور له کوټې یې د چرسو موجونه هوا څیروي! یو یې له منځه کوپ کوپ روان شي، چرس په لاس کښې پورته ونیسي، غاړه ورسره کږه کړي، او نارې کړي؛
هو هو هو
پره ده پره
جوانای سره
هر کی بد ببره سر نبره
بابه قُوی مستان
دورِ قبرت ګلستان
هم بهار و زمستان
دود به دود بچه نمروت  (د)
بابه قُوی مستان
هو هو هو
او نور پسې بیا لومړۍ کړۍ تکرار کړي،
هو هو هو
بابه قُوی مستان
اوس به راشو د یویشتمې پیړۍ بابه قُوی مستان  ته چې څه وایي، او تاریخ ته یې کوم رنګ پرېښود؟
حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په خاطر مشورتي لویه جرګه راوبلله چې کابو ۲۵۰۰ کسو عُملاؤ، ضمیر پلورو، ایمان پلورو،  تش په نوم عالمانو او قومي مشرانو پکښې ګډون کړی وه.  ددوی د راغوښتلو موخه همدا وه چې له امریکا سره د تړون پړه سبا پر کرزي نه مګر په همدغو ضمیر پلورو باندې وي. کرزي ته ددوی مشورې او ددوی یوه خوله کېدل  ددغه تړون په خاطر د هغه لپاره ډیر ښه ثبوت کیدای شي چې سبا ورځ یې خلکو او اولس ته د لاسوند په توګه وښیي چې دی یو عمیل نه بلکه یو هوښیار او زیرک ولسمشر وه چې د ولس د خیر او فلاح لپاره یې نوموړی تړون نه لاسلیک کاوه خو اولس یې پر ده په زوره ومنله چې د نه امضاء په صورت کښې به هېواد یو ځل بیا د ۹۰ مې لسیزې داخلي جنګونو خوا ته کش کړل شي. هغه څه چې د پردې تر شا دي وروسته به مالومه شي خو ظاهرا ځینې غربي پالیسي پوهان هم دا وایي چې کرزی ددغه فشار له امله غواړي چې په غرب باندې دا ومني چې دی به له راروانو ټاکنو وروسته همداسې په نفوذ او قدرت کښې وي، خو چې دا نفوذ او قدرت به یې څه او څه ډول وي؟ ښایي لدې لارې وي چې په امریکا د خپلې خوښې نوماند ومني چې هغه دده د ټیم یو غړی دی یا یې ورور او یا زلمی رسول.
ددغې جرګې مشري یې بابه قُوی مستان (صبغت الله مجددي) ته سپارلې وه چې هغه یو ملي پیژندل شوی شخصیت دی او همیشه ددغسې جرګو مشري ځکه کوي چې یو خو د مذهبې کورنۍ غړی دی او ټول دده کورنۍ ته په احترام سره دده عزت او احترام کوي او بل څوک له ده سره ځآن د تنافس وړ نه بولي، او له بله پلوه دی د مجاهدینو د عبوري دولت مشر هم پآتې شوی دی چې نام خدا ډېره ښه مشري یې وکړه او خپل منشور یې په احسنه طریقه پلی کړ.  مجددي د تصوف او عرفان په لاره کښې ستره کورنۍ ده چې متقدمینو یې له انګریزانو او متآخرینو یې له روسانو سره په جهاد کښې لوی لاس لاره او همدارنګه د خلکو په تربیه او روزنه کښې یې ستر خدمات  ترسره کړي دي چې هېڅکله د هېرېدو ندي. خو انسانان پخپله ذُریّة کښې داسې کسان نړۍ ته راوړي چې سبا ورځ هغه ټولنې ته او هغې کورنۍ ته پرته له  یو عار بل څه نه وي. د صبغت الله مجددي رول په دغه جرګه کښې ډېر شرموونکی، ذلیل او رسوا کوونکی وه. د جرګې آخرۍ ورځ یې پر کرزي همدا فشار راوړ چې تړون امضاء کړه او که نه یې امضاء کوې نو زه هجرت کوم. دومره ماشومانه خبرې او د یوه لوی تاریخي مسؤولیت پر غاړه اخستل ده ته د ماشومانو انډلچو ښکاري.  نه د تحلیل قوه لري چې ظاهر د موضوع وڅیړي او نه هم معنی لري چې د موضوع باطن وڅیړي. معنویت یې دومره ځپل شوی دی چې اوس د هجرت ځمکه، شرایط، اصول او مقررات هم نه پېژني.
د صبغت الله مجددي عقل تورو پیسو، شهرت، او ماشومانه خصم دومره منهزم کړی دی دی چې هره ملي مسئله ده ته یوه لاابالي لوبه ښکاري حال دا چې د امنیتي تړون دیني اړخ یې بیخي هېر کړی دی او پدې نه پوهیږي چې د الله تعالی په وړاندې ددغه سند لاسلیکول څه معنی او کوم جرم لري. دده شاوخوا چې کوم خلک د ملایانو او عالمانو په نامه راټول دي هغوی هم دده له فکر څخه متاثره شوي دي او دین یې هیر او دنیوي ګټې یې د خپل ژوندانه د لوړو ارمانونو په رأس کښې ځای پر ځای کړي دي. الله تعالی په قران کریم کښې په صراحت سره فرمایلي دي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ. سورة انفال ۲۷ آیت
ژباړه: اې هغو خلکو چې ایمان مو راوړ دی له الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره (د هغوی د دښمنانو په دوستۍ نیولو، د اسلامي دولت د اسرارو په خپرولو، د الله تعالی د حدودو په تعطیل او د اسلام د حاکمیت په مخنیوۍ کولو) خیانت مه کوئ، او په خپلو امانتونو (دین او د مؤمنانو او مسلمانانو د هېواد) په اړه هم برالا خیانت مه کوئ، حال دا چې تاسو پوهیږئ.
وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا: نساء سورة 141 آیة
الله تعالی کفر ته په مسلمانانو باندې د حاکمیت او آمریت هېڅ لاره نده پرې ایښې.
خو حال دا چې علمای سوء د صبغت الله مجددي صاحب په مشرۍ ټول صلیبیان ددغه هیواد او ددې خطې په ټولو مسلمانانو باندې حاکمان ګرځوي، امر او دستور د هغوی په لاس ورکوي. د هغوی د حاکمیت پر مهال به د الله تعالی حدود څنګه قایم کړای شي، دا هغه سوال دی چې ددغو علماء البلاط په سر او مغز او فکر کښې بیخي خطور نه کوي.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لاَ يَأْلُونَكُمْ خَبَالاً وَدُّواْ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ. آل عمران 118 سورة
ژباړه: اې هغو خلکو چې ایمان مو راوړی دی، غیر له خپلو بل هېڅ څوک د خپلو رازونو د محرم په توګه ونه ګومارۍ! هغوی ستاسو په حق کښې د هر ډول شر او فساد څخه دریغه نه کوي، هغوی په زړونو کښې تاسو ته د درد او عذاب رسولو ارمان لري (او همېشه د همدې فرصت په لټه کښې دي)، د هغوی د دښمنۍ نښې نښآنې د هغوی له خولو څخه ښې ښکاري او هغه څه (کینه او دښمني ستاسو په حق کښې)  چې هغوی یې په سینو کښې لري ډېر لوی دی . که چېرې د عقل او درایت څښتنان یاستۍ نو موږ تاسو ته هغه نښې نښانې وښودلې چې کولای شۍ په هغو سره خپل دوست او دښمن وپېژنئ.
مولوي صاحب عزیزي په خپل تفسیر عزیزي کښې ددغه آیت او بطن په اړه داسې شرح وړاندې کړې ده: (بطانة) او (باطن) کلمې د یوه مصدر (بطن) څخه اخستلې شویدي. په عربي ژبه کښې هر پټ شي ته (بطن) وایي او هر ښکاره شي ته (ظهر) وایي، نو (بطانة) د هغه چا نوم دی چې سړی یې په پټو رازونو باندې خبروي او هېڅ ترې نه پټوي. نو ځکه الله تعالی فرمایلي دي چې له کافرانو څخه ځانونو ته بطانه مو جوړوۍ چې هغوی تاسو ته په فساد او شر رسولو کښې هېڅ دریغه نه کوي.
الله تعالی مؤمنانو ته په بالمثل عمل باندې امر ونکړ او هغوی ته یې داسې ونه ویل چې تاسو هم د کفارو په منځ کښې اور بل کړۍ او له هغوی سره له منافقت نه کار واخلئ مګر مسلمانانو ته یې په دوه شیانو باندې د عمل کولو امر او توصیه وکړه چې:
اول: هغوی د ځآنونو لپاره راز دار مه جوړوۍ چې ټولې اسلامي نړۍ ته یې ضرر دی
دوهم: خپل صبر او استقامت قوي کړۍ، اتفاق او اتحاد پیاوړی کړئ، د الله تعالی څخه وډار شۍ او په همده باندې توکل او اعتماد وکړئ چې هر څه یې په واک او اختیار کښې دي. (تفسیر عزیزي، دوهم جلد ۴۵۴ مخ)
له همدغه ځآیه هغو ټګانو ته چې وایي ددې معظل بدیل څه دی، ښه ښکاري او موږ ته راپه ګوته کیږي چې بدیل یې، اتحاد، اتفاق، صبر او استقامت دی، په الله تعالی باندې توکل کول دي او د هغه عزوجل د رحمتونو غېږې ته د ځآن غورځول دي نه دا چې د پنجاب او ایران د کفر او ستم له ویرې د یهودي او نصراني غیږې ته ځآن وغورځوې، نه دا چې ووایې که له امریکا سره تړون امضاء نشي نو موږ هجرت کوو، نه دا چې دومره ایماني کمزوری شې چې د امریکا یوې خولې خندا ته خپل هر څه وغورځوې.
لا یتخذ المؤمنون الکفرین اولیاء من دون المؤمنین، و من یفعل ذلک فلیس من الله في شیء الا ان تتقوا منهم تقـة و یحذرکم الله نفسه، والی الله المصیر.
مؤمنان دې بدون د مؤمنانو څخه کافران دوستان نه نیسي، او هر چا چې دغه فعل وکړ نو هغه د الله تعالی د دوستۍ څخه په هیڅ شي کښې ندی ( دوستي یې چندان دوستي نده)، مګر هله چې تاسو د هغوی څخه ځان ساتنه کوئ، ځآن ساتنه. او الله تعالی تاسو د خپله ځانه څخه ډاروي ( نه د بل چا څخه) او خاص الله تعالی خوا ته رجوع ده.
مولوي صاحب سلطان عزیز ددغه آیت تر لاندې لیکي: ددغه آیت د شان نزول په اړه ډیرو مفسرینو کرامو لیکل کړي دي چې له هغې جملې څخه دلته د ابن عباس رضی الله تعالی عنه روایت رانقلوو:
ځینو یهودانو لکه الحجاج بن عمرو او نورو د ځینو مسلمانانو سر پټه انډیوالي وه ( البته چې دا انډیوالي د جاهلیت د زمانې څخه راپآتې وه)، نو دوی ته ځینو نورو مسلمانانو دا توصیه وکړه چې د کفارو سره دا دوستي وشلوئ هسې نه چې ددین متعلق تاسو په کومه فتنه کښې واچوي خو څرنګه چې لا تر هغه وخته پورې په دې باره کښې کوم صریح حکم نه وه نازل شوی نو دوی توصیه ونه منله، نو ذکر شوي آیتونه نازل شول او په صراحت سره یې د قیامت  ورځې پورې ټول مسلماناو ته توصیه وکړه. (تفسیر البغوي، اول جلد، ۲۹۱ مخ)
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې لا تستضيئوا بنار المشركين،  د کفارو او مشرکینو له رایې څخه استفاده مه کوۍ او مه هغوی ته نژدې کیږئ.
پدې اړه ډېر زیات کتابونه ډک دي چې ددې مسئلې ډیره ښه روښنایي کوي چې له کفارو سره دوستي په کومو شرایطو او حالاتو کښې وشي خو دا جعلي بابه قُوی مستان یې په صریحو الفاظو له امریکایانو او د اسلام او مسلمانانو له بدترینه دښمنانو په زاریو زاریو غواړي. دوی په زوره ددغه ملت په غاړه د غلامۍ کړۍ وراچوي! دوی په زوره د اسلامي امت برخلیک د کفارو او بدترینه دښمنانو په لاسو کښې ورکوي! دوی په لوی لاس اسلامي کلتور او فرهنګ مسخ کوي! دوی په زوره د اسلامي امت تاریخ په امریکایي او غربي تورو پاکوي! دوی په زوره ددغه امت وینې د صلیبي بادارنو په مشکونو کښې تویوي! دوی په زوره ددغه امت د ماشومانو فکر او فرهنګ یهودو ته په لاس ورکوي! دوی په لوی لاس ددغه امت آبرو، عزت، کرامت، اخلاق او ناموس د صلیبي یرغلګرو په پښو کښې انباروي! مګر دوی ولې د یهودو او نصاراؤ له تاریخ نه ناخبره دي؟ مګر دوی ولې ددوی له وحشیانه اعمالو ناخبره دي؟ آیا دوی غوږونه نلري؟ آیا دوی زړونه نلري؟ آیا دوی سترګې نلري؟
دوی دا هر څه لري خو ددوی حقیقي درک ورڅخه الله تعالی اخستی دی او دوی یې پخپل کفر او طغیان کښې دومره غرق کړي دي چې ددوی باطن او ددوی معنا مسخ شوې ده چې اوس د ایمان او کفر تفکیک نشي کولای، ددوی ظاهر او باطن مسخ شوی دی، مسخ، مسخ او بیا هم مسخ شوی دی!!!
زموږ ددغې لویې او وسیعې ځمکې دا ټوټه امت باید په خلاصو سترګو دا غداران وپیژني، ددوی ماضي، حال او آینده وپیژني، دوی نور د ریاست او امریت له دغې منصې څخه راښکته کړي، ذلیل یې کړي، دومره یې ذلیل کړي چې د آخرت د ورځې ذلت ورته هیڅ ښکاره شي، دوی پخپلو سپینو عباء او قباؤ باندې امت غولولی دی خو دوی یهود او نصارا پدغه امت باندې آمرین او سلاطین مقرر کړل، آیا اوس هم دویته مسلمان او مؤمن ویل کیدی شي؟ آیا اوس هم دویته خواخوږي او دوستان ویل کیدی شي؟ نه او په هېڅ صورت نه ویل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x