داسلامي نړۍ وتلي فلک پوهان « دوهمه برخه»

قاري احسان

ابو ريحان البيروني

ابو ریحان محمد بن احمد البیروني الخوارزمي دڅلورمي او پنځمي هجري پیړۍ له مشهورو او نامتو علماو نه شمیرل کیږي، د 362 هـ کال دذي الحجي په دوهمه نیټه، په خوارزم (اوسني ازبکستان) کې نړۍ ته سترګي غړولې.

دوخت دوتلي فلکي عالم ابو نصر المنصور بن علي بن العراق نه يي له (970م) بیا تر (1036م) ریاضي ولوستل، له ابو نصر سره يې ښه دوستي هم درلوده.

دمشهور فیلسوف ابن سینا سره له (923م) نه بیا تر (1030م) معاصر وو، له هغه سره يې دخط لیږد رالیږد نه علاوه دفلک دعلم پر ډیرو مسایلو بحث هم سوی، ابن سینا دعلم حکمت متعلق له بیروني نه دډیرو مسلو په اړه داسي پوښتني كړي، چي ځوابونه يې دعلم حکمت لپاره ډیر مفیدي ثابتي سول.

محمود غزنوي په 408 هـ کې دخپلي پاچاهۍ دار الحکومت غزني (اوسنی افغانستان) بوتلی، دخپل عمر يې زیات وخت هلته ورسره تیر کړل، دفلک دعلم په برخه کې هلته ډیر کار وکړ، بلا کتابونه ورباندي ولیکل، لیکني يې ډیري ښې او هر اړخیزي وي، ځکه بيروني په زیاتو علومو کي مهارت درلود، کله: جغرافیه، سیاحت، ریاضي، فیزیا، صیدله، حسن خط، تاریخ او فلک.

په فلسفي، فلکي، جغرافي، ریاضي، صیدلي، تاریخ دان او هندي ثقافت په ترجمان سره يې زیات شهرت وموند، په اسلامي ثقافت کې تر ټولو دلوړ عقل خاوند بلل سوی، البیروني په خوارزمي، فارسي، عربي، سنسنکرتي، یوناني عبري او سریاني ژبو کې ښه خبرې کولای سوای.

ده تر ټولو اول دا خبره ثابته کړه چي زمکه پر خپل محور راګرزي، ابو ریحان نومیالی لیکوال او مصنیف وو، له سلو 100 نه يې زیات کتابونه لیکلي ول.

دطول البلد، عرض البلد او دښارونو په مابین کې دمسافي دپیژندني په اړه يې تر لس زیات کتابونه ویلکل، دعلم فلک، جغرافیه او هندسې په اړه یې دموسوعة القانون المسعودي په نامه مشهور کتاب ولیکی.

مشهور تاريخ پوه او د(تاریخ العلوم) لیکوال سارطون وايي: مناسبه بوې، چي دیولسمي پیړۍ اوله نیمايي، په عصر بیروني سره ونوموو، ځکه دا زمانه په هر میدان کي بیروني په علم او عرفان ډکه کړه.

غربي نړۍ، وتلي مستشرق (نیکولاس دې)، دبیروني له علومو سره اشنا کړه، مشهور الماني محقق (ساخاو) دبیروني (الآثار الباقية عن القورن الخالية) په 1879م، او (تاریخ الهندسة) په 1888م کې الماني او انګلیسي ته وژباړل، مستشرقین يې په بطلیموس العرب سره پېږني.

ساخاو وايي: چي بیروني دنړۍ په سطحه تر ټولو دلوی عقل خاوند وو، دبیروني دزیات شهرت له امله هر چا دا کوشش کړی، چي بیرون خپل ځان او وطن ته منسوب کړي، روسانو په، هندوستانیان، ایرانیان او افغانان يي ډیر احترام لري. دازبکستان په طاشکند کي دالبیروني به نامه سره لوی پوهنتون نومول سوی دی.

خپله دبطلیموس له نظريي نه متاثر وو، خو سجزي، ابن سینا، عمر خیام، خازني، زکریا قزویني بیا له دنه زیات متاثر ول.

لکه څنګه چي بیروني وتلی عالم وو، همداسي الله رب العزت په ښه استغنا سره هم نازولی وو، مشهوره ده چي سلطان محمود دفیل په بار یو بار سره زر په تحفه کې ورولیږل، خو بیروني بیرته ور رد کړل.

العلم من أشرف الولايات يأتيه كل الورى ولا ياتي

د 440هـ کال درجب په میاشت کې په غزني (اوسنی افغانستان) کې ومړ، انا لله وانا الیه راجعون، قاضي ابو الحسن علي بن عیسی وايي: ابو ریحان مریض وو، پوښتني ته يې ورغلم، دمرض په دغه حالت کې ده رانه پوښتنه وکړه: تا یو ورځ دجدات فاسده وو په حساب کې څه خبره کوله؟ ما ورته وویل: په دې حال کې هم ته دمسلو پوښتنه کوې!؟ ابو ریحان راته جواب راکړ: ولي دا ښه خبره نده، چي زه له دونیا نه په داسي حال کې رخصت سم، چې په غه مسله هم عالم یم، تر دې چي په ناخبري کې له دنیا نه ولاړ سم. ابو الحسن وايي: زه دکور خوا ته راروان سوم، لا په لاره کې وم، چې دابو ریحان پر مړينه مي ژړا واوريدله.

قاري احسان
2016-12-09