دیني، سیرت او تاریخ

پر دې ځمکه باندي د الله د صالحو بنده ګانو د واکمنۍ مهال رانژدې سوی دی  

عبدالمالک همت

لوی څښتن موږ ته په خپل سپېڅلي کلام قرآن مجيد کي فرمايي:

﴿وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ (105) إِنَّ فِي هَذَا لَبَلَاغًا لِقَوْمٍ عَابِدِينَ (106)﴾[الانبياء : ۲۱ : ۱۰۵ – ۱۰۶]

ژباړه: ۱۰۵. او موږ وروسته تر دې چي په لوح محفوظ کي مو وليکل په زبور(پر داود عليه السلام باندي نازل کړي کتاب) کي مو هم وليکل چي دغه ځمکه به چي انسانان باندي اوسي په نهايت کي زموږ صالح او زموږ په طاعت سره عمل کوونکي بنده ګان په ميراث يوسي(او باندي واکمن به سي).

۱۰۶. بې شکه په دغو خبرو کي (چي لوی څښتن کړي دي، چي په نهايت کي بری د صالحو بنده ګانو دی) خپل پالونکي (رب) ته د عبادت کوونکو قوم لره بشپړ او روښانه پيغام دی(، دوی هغه کسان دي چي له دې خبرو او پيغام څخه ګټه اخلي او درکوي يې).

په تفسيرونو کي وايي چي :

(وَهَذَا وَعْدٌ مِنَ اللهِ، وَلَنْ يُخْلِفَ اللهُ وَعْدَهُ أبداً) .

دا د لوی څښتن له لوري سوې ژمنه ده او الله هيڅکله له خپلي ژمني څخه خلاف کار نه کوي.

امام ابو زهره په خپل نامتو تفسير (زهرة التفاسير) کي د لومړني آيت په تفسير کي ليکي:” دا د لوی څښتن ژمنه ده چي په خپلو کتابونو کي يې ثبت کړې ده چي د دې ځمکي راتلونکې د ده په صالحو بنده ګانو اړه لري، د دې سره سره چي د مفسدينو جنايتونه روان دی، همدا اوس دوی واک او ولکه لري او د خدای په ځمکه کي د فساد او ورانۍ لپاره منډي ترړي وهي.

البته ځيني هغه کسان چي د اوسمهال په قيدونو او بندونو تړلي دي او تر دې هاخوا يې سترګي نه پرانيزي پر دې خبرو اعتراض کوي او وايي: په ځمکه کي مفسدينو د علم او پوهي په مټ د ورانۍ او تخريب او د ظلم د ټينګښت وسايل جوړ کړي او ترلاسه کړي دي او د حق خاوندان د دوی مغلوب او مقهور دي او مستضعف او بې وزلي دي.

امام ابوزهره د دغو خبرو په جواب کي وايي: داخو د مهال د يوې دورې کوم چي موږ پکښي اوسو حکم دی (چي اوس مخ پر پاي ته رسېدو دي. ژباړن). خو لوی څښتن خبر ورکړی چي راتلونکې د صالحانو ده او الله تر موږ د مفسدينو په حال او راتلونکې ډېر ښه خبر دی. او په دې کي شک نسته چي د الله خبره رشتياده او راتلونکې موږ ته نه ده څرګنده او له ده پرته بل هيچا ته نه ده معلومه. نو موږ ته په کار ده چي د راتلونکي په اړه د الله او د هغه د کلام قرآن کريم خبره ومنو او وړاند وينه يې رشتيا وګڼو او د اوسمهال دې سطحي، غولوونکي او مخ پر تېرېدو حالت ته ونه ګورو.

په مځکه کي د مومنانو د غښتلتياژمنه:

بل ځای لوى څښتن فرمايي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (55)﴾ [النور: : ٥٥]

ژباړه: له تاسي څخه چي کومو کسانو ايمان راوړى او سم کارونه يې کړي دي، الله وعده ورسره کړې ده چي خامخا به يې په ځمکه کي هماغه شان ځای ناستي وګرځوي، لکه هغه خلک چي تر دوى دمخه يې واکمنان ګرځولي وه او حتماً به يې هغه دين ورته پياوړی کړي چي دوى ته يې خوښ کړى او تر بېري وروسته به يې حالت په امن بدل کړي. يوازي مابه لمانځي، هيڅ شى به نه راسره شريکوي او له هغه وروسته چي کوم کسان کافران سول نو فاسقان به وي.

په پورتني آيت کي الله تعالى د مسلمانانو سره ژمنه کړې ده چي دوى به په ځمکه کي واکمنان کوي او دين به يې ورته پياوړى کوي. او الله تعالى هغه ذات دى چي د خپلي ژمني مخالفت نه کوي. په دې صورت کي به نو مسلمانو ته د خداى تر وعده بله پورته هيله څه وي؟

همدا راز رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي:

«إِنَّ اللَّهَ زَوَى لِي الْأَرْضَ فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا ، وَإِنَّ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مُلْكُهَا مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا»(صحيح مسلم، کتاب الفتن، باب هلاك هذه الأمة بعضهم ببعض، ۷۱۵۲ / ۲۸۸۹ شمېره حديث).

ژباړه: لوی څښتن ماته ځمکه را غونډه کړه(د هغې ليري ګوښې يې رانژدې کړې)، نو ما د هغې ختيزي او لوېديزي برخي ټولي وليدلې ( یعني ټوله ځمکه مي وليدله)او زما د امت واکمني به تر هغو ځايونو ورسيږي چي ماته را غونډ کړی سوي وه(یعني: زما امت به يې يوه يوه برخه فتح کړي، تر دې چي زما د امت واکمني د هغې تر ټولو برخو رسيږي).

د لوی څښتن د پورتنيو ژمنو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وړاند ويني په اړه همدا اوس د دووخبرو لومړنۍ نخښي څرګندي سوي دي: يوه د نړۍ د مسلمانانو د راويښېدو او بيا رغښت (نشأة ثانيه يا رنسانس) آثار دي. او بله هم د اسلام په وړاندي د جنګېدونکو کفارو د سرغنه هيواد امريکې د سره شوړېدو د پيل نخښي دي.

تاسی فکر وکړئ د نړۍ مسلمانانو د تېرو پنځوسو کالو په پرتله د خپل ژوندانه په بېلو بېلو برخو کي او د نړيوالو سره په ډول ډول اړيکو کي ډېر پرمختګونه کړي دي. له علمي پلوه ډېر وړاندي سوي دي. په سياست کي تر پخوا ډېر پوهېدلي دي. په ژورناليزم او رسنيز ډګر کي هم لاسته راوړني لري. د هر اسلامي هيواد پوهانو او په تېره ځوانانو د خپلو کورنيو او نړيوالو دښمنانو په وړاندي ډول ډول جګړه ييز، سياسي، ټولنيز، ساينسي او فرهنګي سازمانونه جوړ کړي دي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي يو له بل سره ښې اړيکي ساتي، يو د بل له حاله ځانونه خبروي او تر وسه وسه يو د بل ملاتړ او ننګی ته وردانګي. که څه هم دښمنانو د دې حالت په وړاندي ډېر لګښتونه کړي دي او په سختو او بې رحمه جګړه ييزو، تخريبي، جاسوسي او پروپاګنډي او … فعاليتونو يې لاس پوري کړی دی، خو لکه چي پوهانو ته ښکاري له دې امله د خورا زياتو سياسي ــ اقتصادي ــ اجتماعي ستونزو او کړکېچونو سره مخامخ سوي دي. د امريکې او نورو لوېديزو هيوادونو اقتصادي ستونزي ورځ تر بلي زیاتيږي، پر باندي پورونه يې د اند له پاسه سوي دي. د امريکې او نورو ډېرو هيوادونو ودانيزي چاري تقريباً په ټپه درېدلي دي(د امريکې د پلونو، ودانيو او سړکونو د بدي وضعي په باب د ټرمپ وروستۍ څرګندوني پر دې باندي شاهدي ورکوي).

دا او داسي نوري ډېري خبري څرګندوي چي په دې وروستيو کلونو کي د مسلمانانو د ويښتابه او بيارغښت
Renaissance)) دوره را پيل سوې ده او د مسلمانانو د ژوندانه په ډېرو برخو کي به نور ډول ډول تحولات او بدلونونه هم په ډېره چټکي سره رامنځ ته سي او بالاخره به ان شاء الله په اسلامي جوامعو کي مثبت بدلونونه راسي، د پردو ګوډاکي مشران او واکمنان او د هغو نسلونه به د تاريخونو کيسې وګرځي او دا جنګ جګړې او بې اتفاقۍ او وروسته پاته والي به له منځه ولاړ سي.

دا د دې خاوريني نړۍ طبيعت دي چي په دې نړۍ کي هر فرعون لره موسی پیدا کيږي او هري پېښي ته علت او انګېزه وي. د مستقيم ښکېلاک عصر ډېر پخوا تېر سوی دی، بيا د غير مستقيم ښکېلاک دور سو. اوس داسي ښکاري چي د دې ښکېلاک دور هم مخ پر پای ته رسېدو دی. په دې وروستيو کي د شوروي سره خونړۍ امپراتوري راوپرځېده او اوس د امريکې د توري امپراتورۍ د دړي وړي کېدو وار دی. د شوروي د له منځه تلو څه دلايل او اسباب چي وه ، هغه اوس ټول د امريکې د له منځه تلو په باب سره راغونډ سوي او چمتو سوي دي. د شوري په بدو حالاتو کي ګرباچوف رامنځ ته سو، اوس دادی د امريکې په تر هغو لا ناوړو حالاتو کي ټرمپ غوندي سم دم لېونی واکمن سو. د شورويانو يوازي په افغانستان کي پښه په پايڅه کي بنده وه، خو د امريکايانو پښې څو ځايه بندي دي. شوروي او امريکا دواړه د نړيوال کفر سرغندويان دي. د اوس مهال د دغو سترو فرعوني واکمنيو د کمزوري کولو او راپرځولو لپاره لوی څښتن د افغانستان اتل خلک د موسی غوندي کړه. شوروي خو يې په راوپرځاوه او اوس داسي ښکاري چي پتېيلې يې ده چي امريکا هم په دغو افغانانو له پارکاله واچوي.

ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه ::: زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ يم

څو ورځي دمخه بارک اوباما چې د ولسمشر په توګه یې په وروستي ځل د امریکا د ملی امنیت په تړاو د کلفورنیا ایالت په یوه پوځي مرکز کي خبري کولې په تېرو شپاړسو کلونو کي د دې دغومرو بې خرته لګښتونو، زموږ د هيواد د ورانولو او د لسګونو زرو افغانانو او د خپلو زرګونو پوځيانو تر مرګ ژوبلي وروسته په ډاګه اعتراف وکړ چي : د طالبانو سره یې په جګړه کي ماته خوړلې او نه سي کولای طالبان مات کړي.

په ورته مهال کي د اوباما ځایناستی، ډونالډ ټرمپ هم د خپل حکومت د بهرنۍ تګلاري او امنیتي پالیسۍ په تړاو په لومړنیو څرګندونو کي ویلي دي چې د ده حکومت به د بهرنیو هیوادونو په کورنیو مسایلو کې د امریکا مداخلې ته د پای ټکی کیږدۍ او له دلیل پرته به په نړۍ کې د نظامونو د راپرځولو په برخه کي د امریکا سیاستونه پای ته ورسوي.

نو له دې څخه په ډاګه ښکاري چي د لوی څښتن د دې وعدې پلي کېده را نژدې سوي چي :﴿ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ).

هو، اوس نو په دې حساسو احوالو کي مسلمانانو ته صبر، ټينګار، هوښياري، درايت، يو د بل سره پيوستون، د خدای د دين ملاتړ او له اسلامي اورشوګانو څخه دفاع په کار ده. څوک چي خدای لري او د خدای د دين لپاره هلي ځلي وکړي حتماً کاميابه کيږي.

چي غوټې پسي وهې په لاس به در سي
چاويل دا چي په درياب کي ګوهر نسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x