نظــر

د قطر دفتر او د سولې ستړی کاروان

ډاکتر م ، عثمان تره کی

څو موده مخکې په دوحه کې د وسله وال مقاومت سیاسي دفتر په یوه بېساري هیله بښونکي اقدام لاس پورې کړ : پدې مانا چې د یو شمېر پېږندل شویو ژورنالیستانو او شنونکو سره یې په ناسته کې هلې ځلې وکړې چې هغه پاټکونه چې د سولې کورنيو او بهرنیو دښمنانو د بین الافغاني تفاهم په لاره کې ایښي وو لرې کړي . د افغانستان د جګړې د واقعیتونو په بنا دغه اقدام د لاندنیو لاملونو په بنسټ د پام وړ دي :

ـ د افغانستان په اوږد مهاله جګړه کې د دښمن تبلیغاتي ماشین د مدرسې او مکتب تر منځ د پولادي دیوال د جوړولو په برخه کي متمرکز وو: د دیني او مدني ټولنې تر منځ بې باوري ته لمن وهل. روڼ انده له طالب نه راړول تر څو د وېرې په فضا کې د بهرنیانو غیږ ته پناه وېسي دا د بهرنیو ځواکونو د جنګي اجنډا یوه برخه وه.

ـ د شنونکو او ژورنالیستانو سره تبادل نظر وسله وال مقاومت ته دا امکان ور په برخه کړ چې د یو ملي پراخ مرکزیت چې په کې د افغاني ټولنې ټول مرکبات ځای ولري د جوړېدو په لور ګام پورته کړي.

ـ په هره اندازه چې طالبان د مدني ټولنو د مختلفو کړیو سره د متقابل پوهاوي لمن پراخه کړي په همهغه پیمانه د افغانستان په د ننه ، په سیمه او نړۍ کې د مقاومت د سیاسي باور کچه لوړیږي.

ـ که د مختلفو قشرونو سره د تماسونو لړۍ دوام وکړي د سولې او جګړې په اړه د یوه واحده ملي دریځ د رامنځته کېدو پیاوړی احتمال شته. پدغه حالت کې بین الافغاني جګړه پای ته رسیږي او افغانان دا وړتیا تر لاسه کوي چې د یو ملي مرکز په محور باندې د بهرنیانو سره په سیاسي تعاملاتو کې ورګډ شي.
هره جګړه او سوله پلویان او دښمنان لري.

دجګړې پلویان هغه کسان دي چې د قانون او عدالت د واکمني نه وېره لري . د غه کته ګوري د بهرنیانو په ملاتړ زیاتره په واکمني کې ده یا د ګټو د وېشلو په موخه له واکمنې ډلې سره په شراکت کې دي. دوی د جګړې د ګډوډیو د ختمېدو په حالت کې خپل امتیازات چې د بهرني یرغل په حساب یې لاس ته راوړي ، له لاسه ورکوي. بنأ د بهرنیو قوتونو له حضور اوجګړې له دوام نه ملاتړ کوي.

یوازې بهرنیان کولای شي په دې ډلې سوله دمجبوریت په ډول ومني.

د سولې پلویان له واکمني نه د باندې له عام ولس څخه د جګړې د اړخونو په لیکو کې جذبیږي . ولس که له یوې خوا د جګړې د یو اړخ په توګه قرباني ورکوي له بلې خوا د ملکي وګړو په حساب د نښتې په بهیر کې د جګړې درانه پېټي پنه اوږو وړي.

عام ولس نا مشروع امتیازات نلري چې د قانون او عدالت په نافذیدو کې یې له لاسه ورکړي.
پدغه کته ګوري کې د سولې رښتیني فعالین له یوې خوا او په منځ لاره کي بند پاتې شوي شکاک کسان له بلې خوا شاملیږي. شک والا د جګړه مارو هیوادونو د تبلیغاتو تر اغیز لاندې جګړه زموږ د برخه لیک ابدي دود او دستور بولي او د وسله وال مقاومت په بریالیتوب باور نلري. مذبذب کسان د دغه واقعیت په وړاندې سر نه ټیټوي چې د نړۍ په سیاسي تاریخ کې شبه استعماري جګړې تل د آزادي غوښتونکو په ګته پاي ته رسیدلې.

کله چې د جګړې په ډګر کې د قواوو انډول رامنځ ته شي جګړه بن بست ته رسیږي. دا د افغانستان د اوسني وضعیت څرګندونه ده . د دغه بن بست د ماتېدو په تمه طالبان د قطر دفتر له مورچله دسولې یرغل ته مخه کړه. خو د دغه یرغل بریالیتوب هغه وخت تضمینېدای شي چې له جګړې نه د تاواني شویو کسانو له هرکلي سره مخ شي. بنأ د سولې یوازنۍ لاره دا ده چې سیاسي فعالینو ، مدني ټولنو ، مذهبي علماوو ، قومي مشرانو او په ځانګړې توګه مذبذب کسان د وسله وال مقاومت د سولې له کاروان سره یو ځای شي. پدې توګه د سولې جبهه پیاوړې او د وسله وال مقاومت په دریځ کې سیاسي او مذهبي اعتدال رامنځ ته کیږي. افغانان پدې توانیږي چې د یوې ملي – مذهبي واحدې جبهې له دریځ نه د نړیوال نظامي ائتلاف سره خبرو ته کیني.

خو د سولې په استقامت د طالبانو هلې ځلې هغه وخت اغیزمنې ثابتېدای شي چې هغه حقوقي محدودیتونه چې د قطر دفتر او د طالب مشرانو د فعالیتونو په برخه کې موجود دي لرې شي.

د سولې جدي او رښتنې پروسه باید له لاندې پړاونو تیره شي:

ـ له امریکائیانو سره مستقیمې خبرې.

ـ د قطر دفتر رسمیت او قانونیت. ( تر هغه وخته پورې چې د قطر دفتر د یرغلګرو له خوا د طالبانو د تحریک د سیاسي فعالیت د مرکز په توګه رسمیت نه وي موندلی ، پریکړې یې د سولې په اړه اجرایي ضمانت نشي لرلي).

ـ تر اوسه پورې د سولې هلې ځلې د یو غیر دولتي اونجيو ( بګواش ) له طرفه پرمخ بیول کېدې . اړینه ده چې د طالبانو د دفتر له رسمي کیدو نه وروسته د سولې په کاروان کې ملګري ملتونه مخکښه ونډه ولري.
ـ وسله وال مقاومت باید د سولې د یو « پروګرام » په چوکاټ کې د سیاسې دفتر له مراجعینو سره خبرې وکړې.

د افغانستان په چارو کې د روسانو لاسوهنې په سیمه کې ستراتژیکه لوبه یو حساس پړاو ته ورداخله کړې. که افغانان له تعقل او واقعبیني نه کار واخلي دا احتمال لرې نده چې د قطر دفتر د سیمې د حالاتو د بنسټیز بدلون په مرکز بدل شي. « پاي»
فرانسه
د ډسمبر ۹
۲۰۱۶ م کال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x