
يو دېر شمه آنلاين في البديهه مشاعر
ترتيب: مستور مجاهد
د تېرې جمعې د شپې آنلاين في البديهه مشاعره چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پر دېوال تر سره شوه غور چاڼ يې په لاندې ترتيب کتلی شئ.
د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي محترم ( سيد احسان الله الهام ) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په همدې قافيه راپيل کړئ.
بې اختياره مې له خولې اوځي آهونه
پر زړګي مې د شهيد جانان يادونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رنګ په وينو شوې ول ول سپينې پګړۍ مو
شول مو خاورې اېرې واړه ارمانونه
دانش ملنګ
دا نا چار او دا مظلوم ملت چې وينم
بې اختياره کړم نعرې او فريادونه
مظهر احرار
دا ارمان مو دی چې خدای وطن آزاد کړي
بيابه وکړو له خوښۍ نه آتڼونه
لياقت الله حيدري
زه عاجز نه يم له خپله کړي هوډه
د غرب ځويه بېرښوم به غاښونه
محمدي
نور د غم دا سلسل له مونږ کړه لرې
را په برخه کړه سَحر نه ماښامونه
حمزه حسيني
لېونی شمه چې کله مې راياد شي
تور چشمان د يار او زلفې ولونه ولونه
اسلام
خدايه تاته مې زارۍ دي ته مې معاف کړې
ګنهګار يم په ما وکړې رحمتونه
مسلم يار
انقلاب دی تاندې هېلې مو رژېږي
جنازې دي خزان شوي ګلابونه
عبدالباقي مهاجر
چې به کله زما په ژوند هغه ورځ راشي
چې کومه په حرم کې طوافونه
رحمت الله منيب
تاسې ټول په جمعه وکړئ دعا ګانې
ان شاءالله چې رب وکړي بارانونه
عزت الله احمدي
د اسلام په سر يې ځان ټوټې ټوټې کړ
په محشر به يې ګويان وي ټول زخمونه
احمدي
د څرخي او د بګرام قندهار ياره
ته دعا وې رالېږه زه سلامونه
حميد اشنا
شازلمو د جنګ ډګر ته رادانګلي
ماتوي به د شنو سترګو کتارونه
ابراهيم حنفي
آخ يادګار چې د شهيد جانان را ياد کړم
بې اختياره مې په زړه راشي دردونه
بدرالدين عمري
انتقام دې ضرور اخلم له کفارو
په دښمن به دې همېش کوم برېدونه
ثاقب ملنګ
غليمان به واړه تښتي له دې خاورې
چې وليد د طالب ځوان ګزارونه
ذاهد
چې د بڼ ښايسته ګلان سيلۍ خزان کړل
د بورا په زړه کې خښ شول خنجرونه
عصمت الله بشام
چې دښمن مو اعتراف په ماته وکړ
مبارک مو شه زلمو دغه وياړونه
تسل منيب
يو به زه وم يو جانا مازديګري کې
اوس همېش د هغه وخت راځي يادونه
ذاهد افغان
کرۍ شپه په ژړا سر يم سر ګردانه
چې دې ګورمه د لاسو يادګارونه
ارماني جانان
د کابل په جنتي پتمنه خاوره
ربه بيا غواړو پګړۍ او تور پاجونه
سيف الرحمن عزام
سر خوړلي انقلاب سره جدا کړو
په زړګي مو شولو پاتې ارمانونه
وهاج مسافر
رانه هېر به نه شې زما شهيد جانانه
چې راياد شي کړي زړګی مې سخت دردونه
اتل افغان
پوره کوو به د لوی مولا به مرسته
ستا نيمګړي او دا ښکلي ارمانونه
حمزه مجاهد
دا د حق کاروان په حقه لار روان دی
بريمن دی خدای ورکړي نصرتونه
حامد مستشهد
تويومه پسې اوښکې ملغلرې
زړه مې سوځي ځکه وايمه شعرونه
محمد عزيزالله حنفي
په هره لاره او کوڅوکې چې تېرېږم
دي پراته راته درانه درانه غمونه
حقمل نيازمند
د افغان سنګر ساتونکي طالب جان ته
سلامونه سلامونه سلامونه
جلالي ملنګ
پاک الله ته کړم مدام دغه سوالونه
چې کامياب کړي د غازيانو لښکرونه
مجاهد حقيار
آخ مظلوم او لسه آه دې قبول شوئ
نن مې واورېدل د تور شيطان آهونه
وړوکی شاعر
دښمنان دې زېر زبر کړل طالب جانه
راشه راشه چې دې ښکل کړمه لاسونه
حامد متوکل
د ګلاب نه ښايسته د لالي لاس کې
دې پراته درانده ولچک او زنځيرونه
مهاجر
دغه ستاسو کار نامې دي شهيدانو
موږ چې مات کړل د باطل مغرور سرونه
پرهري افغان
د شملې هيبت دې پروت پر ټول جهان دی
مجاهده ستا پګړۍ ده ولونه ولونه
بلال عمر افغان
د ګودر پرغاړه مات منګي پراته دي
ړنګ او بنګ پرې را پراته دي چنارونه
عرفاني
ستا په لار کې مو هر څه پر ځان منلي
که زندان وي که ولچک که زنځيرونه
جاويد فدايي
دښمنان يې ته تبا کړې پاکه ربه
د معصوم طالب په زړه دي ارمانونه
الفت جان
شهادت هم په سړيو کې چاڼ وکړي
ها د سر سړي مو وړي شهادتونه
صياد افغان
مينې څومره يې په مينه ځان درځار کړو
لا ځاريږي فدايان لکه ګلونه
رضوان طالب
نن يې وکړ اعتراف چې درته مات يو
طالب جانه وي پر تا دې سلامونه
عبدالله خالقي
شپه او ورځ ورپسې ژاړمه خفه يم
رانه تللي څه ښايسته ښايسته ګلونه
مظهري طالب
ستا لپاره يې ځوانۍ ستي ستي کړې
څه غوټۍ تنکۍ تنکۍ دي څه ګلونه
عبدالمجيد جواد
د سنګر ښکلې هوا څومره مزه کړي
طالبان درته ولاړ لکه ګلونه
ابومنصور حقاني
پېش ګويي دې رښتيا وخته جانانه
خدای دې درکړي جنتونه جنتونه
لاروی
مړه ډيوه ده ورته لاس تر زنې ناست يم
د شهيد يار يادګارونه تصويرونه
انعام نعيمي
دا ستا غم زغملي نه شي دا دنګ غرونه
د ثالث عمر را پاته دي غمونه
اتل نورزی
په و الله دا دنيا ګۍ د غمو کور دی
يا بندي شي يا په تن ويسي زخمونه
الهام خان
چې مې بند د خوږ اشنا شول ديدنونه
هغه دم مې ورک له سترګو شول خوبونه
کندزی
بې اختياره مې د اوښکو سلګۍ څاڅي
پر زړګي مې د شهيد جانان يادونه
طالب خطر
طالب جانه د دې عصر قهرمان شوې
تاووه دې عمري تک تور برېتونه
ذاهدي سهاک
ټول جهان يې له هيبته په لړزان دي
ورک دې مه شه د سپين فاج د ا کاږه ولونه
هلال مهاجر
راته راشي زه يې اوښکو باندې لمانځم
ستا يادونه مې پر زړه کړي طوافونه
عبيده مجاهد
د يتيم نه د هجران سلګۍ نه اورم
چې د پلار نه يې شول پاته کتابونه
جليل احمد جاويد
له زلمو ځار شم چې اخلي قدمونه
پر ګونډو يې د نړۍ کړل طاقتونه
احمد خالد خالص
د ستا غم زمونږه غم دی عرفاني
رب دې درکړي د فراق يې ثوابونه
بلال امارتي
ناوکۍ د آزادۍ يې کړله خپله
زلمو ورکړلو په مهر کې سرونه
خالد احمد صميم
عرفاني اشنا مې بيا مشاعره کړي
تښتولي يې له ټولو دي خوبونه
محمد ايوب محمدي
خدايه کومه هديره کې يې مزار دی
لټومه پسې هر خوا زيارتونه
سجاد جرس
مجاهده کفر هم ماتې اعلان کړه
مبارک دې شه د فتحو پړاوونه
غزنوي
ځواني مرګ څه په تنکۍ ځوانۍ شهيد شو
شول راپاته يې نيم لوستي کتابونه
علا محمد درخان خېل
مجاهد جانان په سې ډېر ناقرار يم
ځان ته غواړمه د صبر تعويذونه
کامران خپلواک
نن مې ستا پر سر له دوی سره لانجه وه
ښکلي بيا غماز ته جګ کړلو لاسونه
رحيم الله فرهېز
که خدای وکړي بيا به سپين بيرغ رپاند وي
اوباما د ناکامۍ کړي اعلانونه
زرخان احمدزی
زا زمونږ د کلک ايمان زور وو جهانه
اوباما نه کړي د ماتې اعلانونه
منير احمد نوري
له ايمان دې صدقه شم طالب جانه
ګوډ او مات دې کړل مغرور غربي ځواکونه
منصور افغان
شهيدان زمونږ به څومره ښه ښکارېږي
په محشر يې چې ولاړ وي کتارونه
ستومان لاروی
دا د ظلم توره شپه خدايه سبا کړې
د مظلوم ولس پوره کړي ارمانونه
احمد خان شاهين
د شهيد قبر جنډې يې ماتې کړي
پرې راغلي د خزان سپېره بادونه
حضرت الله صديقي
زړه مې نه لري نور توان بس دومره وايم
په شهيد يار به ښايسته وه سنګرونه
قاري محمد شفيع
د طالب جانان مېړانې ته سلام دی
په هر حال کې يې ساتلي سنګرونه
احمد مختار
د زړګي له خزانې نه يې درواخله
نذرانه ده چې مات کړي دې لفظونه
خالق يار احمدزی
سپينې اوښکې مې له سترګو راتوی شوې
چې راياد شي ځواني مرګ اشنا يادونه
بنديوان
مونږ يې پرېښودو په دې سپيره دنيا کې
خدايه ځي د فدايانو کتارونه
محمد عمر هاشي
د غلامو بې غورۍ ته چې و ګورم
د زړګي په آه بلېږي مې اورونه
کندهاری ملنګ
په ايمان يې ګواهي کړي تاريخونه
په نړۍ کې يې اوس پېژني ځواکونه
صهيب ذاکر
په شعرو کې ډې ډېر خوند په ما ګرانه
عرفاني جانانه واخله زموږ لايکونه
مدثر
يا الله ته يې ناصر او مددګار شي
په وطن قربانوي چې څوک سرونه
الله نظر رحماني
ربه ته شي مدد ګار د هغو خلکو
په سنګر کې تېروي چې تل وختونه
هجران ګل
درهم ،دينار م پکارنه دي
ماته نصىب کړي دخپل دين ښکلي دردونه
په زړه م درد دخلي م آه شى
چې د مخلوط نظام حصه م شى انجونه