ادبي لیکني

د کرکټ بورډ مشر باید دوستم شي!؟

طنز: محمدرحیم سکندر

دا باتفاقه، پیاوړې او خوښۍ بښونکې اداره نوره د زغملو وړ نه ده.
ټولې ادارې په فساد کې اخته دي، یوازې کرکټ بورډ دی چې د نیسم الله دانش په مشرۍ کې یې پرمختګونو ته مټ ورکړی.

دا نو څه معنا لري!؟ باید د افغانستان په ورانولو کې هر افغان برخه واخلي.

نسیم الله دانش هیڅ په ګېم نه پوهېږي، د نورو ادارو له رئیسانو باید فساد ، زور واکي او چور زده کړي، دا نو څه شی شول!؟

د کرکټ بورډ چارواکي هیڅ مخالف ته هم څه نشي ویلی؛ هسې مړې مېږې دي.

اجرایه رئیس یې باید عطاء محمد نور وي، چې څوک معمولي سپڼ کوي، زندان ته یې اچوي او په خوار ولس راج وچلوي.

غوراوي کمېټه یې باید قومي مشران وي، چې هره پرېکړه د بدو رواجونو او نرخونو له لارې حلوي.

امنیتي ځواکونه یې باید ملیشه او کمپاین وي ( که چا مخالفت کاوه نو د شپې لخوا به کورونو ته وراوړي او په خوب ویده به یې وژني).

د کرکټ بورډ اوسنیو پلویانو ته باید زندان هم جوړ کړای شي، ځکه سوله او پرمختګ ستایل څه معنا!؟

هرې کورنۍ او نړیوالې سیالۍ ته باید دوه سوه ۲۰۰ کسیزه لوبډله اعلان شي، چې د هر قوم او سمت لوبغاړي په کې ولوبیږي، ځکه نندارچیان به هم دوی پخپله وي( چک چکې به وهي) او که امپایر زمونږ په خوښه فیصله نه کوله نو په هغه ځای کې به یې توت ته خېږوي.

د کرکټ بورډ مشر رشید دوستم ځکه ښه دی چې ای سي سي ته به هم اخطار ورکوي، چې په هر څه کې مونږ ته باید لومړيتوب راکړي، که ونشي اول به مظاهرې کوو او کنه نو د نړۍ پر مخ به د ای سي سي اداره له منځه یوسو.

په کرکټ بورډ کې دوهم اجرایه رئیس هم په کار دی چې هغه باید عبدالله عبدالله شي، که کومه لانجه راتله نو ولس به خوند ترې اخلي، که دا لانجه پای ته رسیدلی، نو جان کیري به یې د منځګړی په توګه راتلی چې لانجه بیا تازه کړي او له رش او پش خوند واخلو.

په کرکټ بورډ کې باید مینوالو ته میلمستون جوړ کړای شي، چې هر څوک کابل ته ځي، ټوله ورځ دې په جینکیو پسې چکرې وهي، د غرمنۍ او شپې لپاره به کرکټ بورد ته ځي، پاتې دې نه وي چې د لارې مسافر هم باید راوګرځوي.

یوه بله ضروري غوښتنه ده چې د ځوانانو او ولس په ګټه ده، که څوک معمولي مخالفت کوي، هغه که په حقه هم نه وي، نو کرکټ بورډ باید معاش ورته ولګوي، ځکه ټولو وزګارخېلو ته باید کار پیدا شي.

د کرکټ لوبډله باید سر چپه شي، اوپنېنک ته باید فاسټ بالران راشي، کپټان باید ونه لري چې هر څوک پخپله خوښه ولوبیږي، ځکه هر انسان د ازادي حق لري.

خبریالان یې باید هغه څوک وي چې ټوله ورځ په فسبوک کې لیکي:

په لایکونو مې ونازوئ.

سهار په خیر، ماښام په خیر…

دا یو عکس در سره شریکوم.

دښمن ته لایک او دوست ته کمېنټ،چې لایکونه زیات شي او کمېنټونه کم.

او که چا نصیحتونه ورته کول سمدستي یې باید بلاک کړي.

هر قوم باید په میاشت کې یوه، یوه مظاهره (لاریون) راوباسي، ځکه یو خو به له دې سره هر قوم شهرت پیدا کړي او بله دا چې باید یو نیم بم هم په کې والوځي او لږ تر لږه هره چاودنه باید دېرش کسان ووژني، ځکه په بم هم خرچه شوې وي او یوه دوه بم چادونکي کسان ورته روزل شوي وي، نو خپل سر باید پوره کړي.

د کندز، هلمند او روزګان زیانمنو کورنیو سره چې کرکټ بورډ مرسته وکړه، باید پوښتنه ترې وشي ولې مو د بهرنیانو لوبه بدنامه او شڼده کړه، تاسې ته یې څه غم درغلی خیرنو!

هر لوبغاړی باید بدمعاش وي تمانچه او چاقو ولري، که بل هیواد ته تلل او لوبه یې بایلله هغه ټول لوبغاړي باید ووژني چې نړۍ ته ریکارډ جوړ شي، ځکه افغانان په جنګ کې نوم لري او دا نوم باید په هر ډګر کې روښان وساتي.

مونږ باید د لوبغاړو له بد اخلاقیو خوند واخلو، په ښه اخلاقو کې چا شل کړېده!؟ دا ټول کار د نسیم الله دانش دی چې د بد اخلاقیو مخه یې نېولې ده، پرېږده چې هر لوبغاړي مو لوچک، نشه یې او پوډري وي.

چې چېرته ښکلی ځوان ( ښه باډي)وي باید لوبډلې ته راشي، مونږ یې استعداد څه کوو، خالي چې رش جوړ وي.

د کرکټ بورډ پخواني مسوولین او اوسني مخالفین چې له پاکستانه حمایه کیږي، زه یې ستایم او همدوی د هیواد رښتیني بچیان دي، دوی باید د وسلو کاروبار ته همداسې دوام ورکړي او هر لوبغاړي ته د بال پر ځای بم ، د بېټ پر ځای ټوپک او د لباس پر ځای زغرې ورکړي، چې اوسنی کرکټ بورډ لکه ځینې ولسوالۍ سقوط کړي!
پرېږده چې مقصد سات تېر وي، دوه ورځې دنیا ده، هسې هم افغانستان نه جوړیږي.

دا هغه غوښتنې وې چې ولسمشر یې باید ومني، ګني مونږ کرکټ بورډ نه غواړو او دریمه نړیواله جګړه به رامنځته کړو.
که دا ډول نورې ښې مشورې وي در سره مه یې سپوموئ!

وسلام ، وسلام او بیا هم وسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x