نړۍ

ولې د امریکا نړیوال ځواک مخ په زوال دی؟

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): یوې تازه ټولپوښتنې ښودلې چې په اروپايانو کې دا باور مخ په زیاتېدو دی چې امریکا به د یو نړیوال ځواک په توګه په خپل حال پاتې نه شي.

د سپوتنک خبري اژانس د فرانسې، جرمني او ایټالیا په شمول د نړۍ په ۱۸ هیوادونو کې له څه باندې ۳۰۰۰ کسانو څخه د امریکا د زبرځواک قدرت په اړه پوښتنې کړي. د ټولپوښتنې پر اساس د جرمني ۶۹٪، د فرانسې ۵۵٪ او د ایټالیا ۵۱٪ وګړي په دې باور لري چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته امریکا د نړۍ په واکمنۍ کې ناکامه شوه.

دا چې ولې په نړۍ کې د امریکا زبرځواکي له مینځه تللې او د زوال لړۍ یې پیل شوې، هسپانوي کارپوه (پیري اورتیګا) او ترکي څیرونکی (محمد علي ګولر) یې لاملونه په ګوته کړي دي.

د سولییزو تحقیقاتو لپاره د «ډیلاس» مرکز رئیس (پیري اورتیګا) څرګندوي چې امریکا ته د نړۍ د یوازیني مقتدر ځواک فرصت په لاس ورغی خو د دې پرځای چې د سولې لپاره کار وکړي، په نړۍ کې یې د خپل جیو-پولیټیک اهدافو د ترلاسه کولو لپاره منډې پیل کړې.

نوموړی وايي: «د شوروي اتحاد له ماتې وروسته امریکا د نړۍ په یوازیني زبرځواک بدله شوه، خو د دې پرځای چې د ملګرو ملتونو د اصولو په چوکاټ کې خدمت وکړي، له دې فرصت څخه یې ناوړه استفاده وکړه او په نړۍ کې یې د خپل نفوذ پراخولو ته لاس واچاوه».

د اورتیګا په اند د شوروي اتحاد له سقوط وروسته د واشنګټن لاسونه پرانیستل شول، منځني ختیځ ته یې وروغځول او آن په مسکو یې رایه هم نه وهله. د نوموړي په باور د همدغه خلاص مټ په پایله کې امریکا په افغانستان، عراق او لیبیا کې د اور لمبې بلې کړې.

پیري اورتیګا زیاتوي: «په افغانستان او عراق باندې پوځي تجاوز او د لیبیا حکومت راپرځول د واشنګټن د هغو کړنو ګوت شمېر مثالونه دي چې په سیمه کې يې نا امنۍ ته لاره هواره کړه. د امریکا د ناسمې پالیسې له کبله نن د سیمې وضعیت داسې حد ته رسېدلی چې پخپله د واشنګټن څخه یې هم د حل لار ورکه کړې ده».

د سیاسي چارو ترکي کارپوه (محمد علي ګولر) هم دا نظر تاییدوي او وايي چې د شوروي اتحاد له سقوط سره جوخت امریکا خپلې ټولې هڅې په دې متمرکزې کړې چې څرنګه په نړۍ کې د یوازیني زبرځواک په توګه ظهور وکړي، په داسې حال کې چې د امریکا د زبرځواکۍ لپاره حالات او شرایط مساعد نه وو.

د نوموړي په باور، د امریکا د سوپر پاور نظریه فقط د ۱۹۹۱ – ۲۰۰۴ کلونو ترمینځ د پام وړ وه او په دغې لنډه ۱۳ کلنه موده کې امریکا واقعا ډیر کوښښ وکړ چې د نړۍ واکمني ترلاسه کړي.

ګولر وايي: «خو ډیر ژر نړۍ له دې مرحلې څخه تېره شوه او د ګڼ قطبۍ نوې مرحلې ته داخله شوه او نړیوالتوب یې په سیمه ییز توب بدل شو».

هغه زیاتوي چې په نړۍ کې درې پېښو د امریکا استکبار ته درنه ضربه ورسوله: په ۲۰۰۴ کال په عراق برید، په ۲۰۰۶ کال د اسرائیلو په وړاندې د حزب الله مقاومت او په ۲۰۰۸ کال د جورجیا جګړه. د ګولر په وینا، په یوویشتمه پیړۍ کې د نړیوالې زبرځواکۍ لپاره د امریکا ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې.

هسپانوي کارپوه (پیري اورتیګا) د ترکي کارپوه (محمد علي ګولر) نظر تاییدوي او وايي:

«نن ورځ مونږ امریکا د نړۍ سوپر پاور نه شو بللی. نن ورځ روسیه د ۹۰یمو کلونو په څېر کمزورې نه ده. دغه راز چین هم ورځ تر بلې ځواکمنیږي او ډیر ژر به یې اقتصاد په نړۍ کې اول مقام خپل کړي».

کارپوهان ټینګار کوي چې دا یو حقیقت دی چې نړۍ د ګڼ قطبي کیدو په لور روانه ده او په اروپا، اسیا او لاتیني امریکا کې نوي قوتونه د تبارز په حال کې دي.

د کارپوهانو په باور د امریکا د نړیوال استکبار د راپرځیدو نور اسباب هم شتون لري. د کولمبیا پوهنتون د ایرت انسټیټوټ رئیس او امریکايي اقتصاد پوه (جیفري ساکس) وايي چې امریکا ته خپلو «استعماري خواهشاتو» ډیر زیان واړاوه. هغه زیاتوي:

«په ۱۹۹۱م کال د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته امریکا ته بهترین چانس په لاس ورغلی و چې په خپلو پالیسو کې بیاکتنه وکړي، خو له بده مرغه امریکا ته خپلو استعماري خیالاتو دا اجازه ورنکړه چې په یوې سولییزې نړۍ کې ژوند وکړي. هماغه و چې له سړې جګړې وروسته یې په یوې بلې جګړې لاس پورې کړ».

نوموړی امریکايي اقتصاد پوه وايي چې امریکا په تېرو ۲۵ کلونو کې د خپل ولس د ټیکسونو بې کچې پیسې ضایع کړې او خپل امنیت یې لا پسې کمزوری کړ.

د هغه په باور، امریکا کولی شي چې د نړۍ د یو قطبي ساتلو لپاره خپلو بې ځایه پروژو ته دوام ورکړي، خو د دې معنی به دا وي چې د تعلیمي بنسټونو، کاري وړتیاوو، زبربناوو، ساینس او ټکنالوژۍ او د چاپیریال ساتنې په برخو کې د امریکايي ولس ټولې هیلې او امیدونه په اوبو لاهو شي.

امریکايي اقتصاد پوه (جیفري ساکس) خبرداری ورکوي چې امریکا د شوروي اتحاد په قدم روانه ده او د هغوی په قدم پل ږدي. نوموړی وايي:

«شوروي اتحاد د بهرنیو مداخلو له امله په لوی لاس خپل ځان د پولۍ ټک ته کښیناوه، د مثال په ډول په ۱۹۷۹م کال یې په افغانستان تجاوز وکړ او په نظامي چارو یې بې دریغه لګښتونه وکړل».

هسپانوي کارپوه (پیري اورتیګا) هیله من دی چې ښايي د امریکا راتلونکی ولسمشر دغې خطرناکې تګلارې ته د پای ټکی کیږدي ځکه چې د نوموړي په اند، ډونالډ ټرمپ د امریکا نړیوال تسلط نه غواړي او په ناټو سازمان باندې د مالي لګښتونو طرفدار نه دی. پیري اورتیګا زیاتوي:

«لنډه دا چې امریکا د یو زبرځواک په توګه نړۍ ته سوله او امنیت راونه وړل او همدا وجه ده چې نړۍ د امریکا له تسلط څخه اوزي او د ګڼ قطبي کیدو پر لور روانه ده».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

زمانظرداسلام له رویه دۍ که کفاردی که مسلمانان په دنیاکی دعدالت او انصاف په صورت کی پرقدرت پاته کیدای سی دانسان دډیرو کوښښو په مقابل کی الله هغه مقام ته رسوی چه دۍ یی غواړی بیاکه تیرۍ ځنی ونه سی پر هغه مقام په دنیاکی پاته کیږی اوکه یی ظلم او تجاوز شروع کۍ الله هغه مقام بیرته ځنی اخلی اوظلیله کوی یی هم مثال یی دافغانستان مارکسستی حکومتونه دی ویل یی یوڅه چه قدرت ته ورسیدل هغه ظلمونه یی وکړل چه دانسان فکریی باور نه کوی که تاسو غور پر وکۍ هغه چه ډیرظالم خلکۍ یاپرچمۍ به وو الله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x