christmas firing

د اوږدو څوکو بوټونه

1- هغوی کریسمس لمانځي مومنان وایې ځه خیر دکال دپیل په توګه… به یې موږ هم ورسره ولمانځو.

2- هغوی {دمينې ورځ} لمانځي ښاغليو مسلمانانو دخپلمنځي مینې دزياتوالي په استدلال (!) د دوی د مینې په اختر کې ګډون هم ښه کار وباله او کوي یې.

3- د هغوی د مور د ورځي په اختر کې ګډون د (بر الوالدین) په معنا ستر ثواب بولي که څو ځله یې خپله ادې او ابا ډبولي هم وي.

4- دا راز د هغوی ګڼ شمیر نورو اخترونو او ورځ لمانځنو ته د حیلو جوړول او د ګډون له پاره یې پلمې تراشل زموږ وړتیا …. بلل کیږي. آن که هغوی د خپلو بوټونو د څوکو اوږدول پسندیده … کاروبولي زموږ قران وهلي موچیان هم کش ورکړي (حتي لو دخلوا جحرضبٍ لدخلتموه)

او موږ چې په خپل ژوند کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له کوم سنت عمل سره مخامخ شو وایو: ځه پاته دي وي… سنت کار ده څه فرض خونده!!

یعني زموږ ډیری مسلمانان د لویدیځ د ژوند لارې او په اصطلاح د هغوی شریعت پلي کولو ته بهانې او پلمې لټوي… اوپه خپل شریعت کې د بدعتونو د پیدا کولو او له دین نه د ليري کیدلو له پاره حیلې او چلونه جوړوي!!!

دې ته د یوه قوم د تنزل او ټیټوالي انتها وایې، دې ته له خپل تمدن نه منډې او پردي ته ورمنډې وایې، دې ته داسلام له درنښته او درنو لارو بیزاري او د کفر او لویدیځ له سپکو او اخلاق وژونکو تیارو لارو سره نامعقوله مینه وایې.

لنډه دا چې ځیني روڼاندي … مسلمانان دلويديځ ړانده تقلید ته خلک رابولي، که ګټه یې لرله یا نه مهمه نده، په حدیث کې راغلي تاسو به د يهودو پر پلونو سیخ روان شئ، آن که هغوی دسمسارې غار ته ننوځي تاسو هم ورننوځئ. یعني د هغوی د هر ګټور او بې ګټې کار پیروي به کوئ د بیلګې په ډول لکه نن سبا د اوږدو څوکو بوټان خوښول او داسي نور…

نعمان منلی – کالم: نښتر – نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د