ټکنالوژي

داسلامي نړۍ وتلي فلک پوهان (دریمه برخه)

قاري احسان

عمر خیام

دوخت نوموتی او مشهور عالم، ساینسدان، ریاضي، فلک پوه، فلسفي، لغت پوه، فقیه او نامتو تاریخ دان عمر بن ابراهیم دعلم او عرفان په مرکز نیشابور کې، په 408هـ کې نړۍ ته سترګي غړولي، او هلته نیشابور کې په 515هـ او یا 517هـ کې له دغې پاني دنیانه کوچيدلی هم دی، کنیه يې ابو الفتح او لقب يې غیاث الدین دی، په خیام سره شهرت لري، دی دخپلي زماني وتلی او منلی مشهور عالم وو، دډیر غوره او تیز ذهن خاوند وو، په ریاضي، لغت، فقه، تاریخ، علم فلک او شعر شاعرۍ کې زیات شهرت درلود، په فلسفه کې بیا دومره ماهر وو، چې آن دابن سینا په شان شهرت يې وموند.

دفلک په علم کې زیاته پوهه درلوده، دمراغې درصدګاه مشر او مدیر وټاکل سو، په شعرو شاعری کې هم ښه شهرت ته رسېدلی وو، خو ځیني اشعار چي ده ته منسوب دي، ډیر متنازع دي.

دژوند زیاته برخه يې په نیشابور او سمرقند کې تیره کړه، دعلم دزده کړي لپاره بخاری، بلخ او اصبهان ته يې هم سفرونه کړي.

له نه هېرېدونکو کارنامونه يي یوه هم دا وه، چي نړۍ ته يې دریاضي په فن کې ډیر دقیق او باریک نظام وړاندي کړ، داغریق تر هغه په څو چنده زیات غوره او په باریکو حسابو کې ښه دکار وړ وو، د(الجبر والمقابلة) په نامه يې کتاب ولیکی، دا کتاب 1851م کې فرانسوي ژبي ته وژباړل سو، عمر خیام ته دا ویاړ هم ور په برخه دی، چي تر ټولو اول يې دمثلثلاتو او معادلات جبریه اختراع کړه.

دعلم فلک په برخ کې زیات مشهور وو، تر دې پوري چي ملک شاه پاچا په 467هـ کې د فارسي جنتري دتصحیح لپاره خپل دربار ته ور بللی وو، دفارسي جنتري تر 12 میاشتو، 5 ورځي زیاتي وې، خو عمر خیام په ډیر دقت سره دشمسي کال په میاشتو کي دغه زیاتي ورځي داسي ورشاملي کړي، چي ځیني میاشتي 30، او ځیني بیا 31 راغلي، له دې سره دټول کال ورځي 365 سوي. دخیام جنتري دجریجوري تر هغې ډیره دقیقه او باریکه ده.

شمسي کال 365 ورځي او 6 ساعته دی، عمر خیام ددې لپاره یو قانون جوړ کړ، هغه دا چي دڅلورم کال په جنتري کې په یوه میاشت کي، یوه ورځ ور زیاته کړه، په دې سره څلورم کال 366 ورځي سو، دا هغه قانون دی، چي په انګریزي قانون کي ورته دلیپ کال وايي، له دې اصلاح سره دخیام په جنتریانو کې دغلطي احتمال ډیر کم سوو.

پر عمر خیام دملک شاه زیات باور وو، په اصفهان کې دفلکي برج یا رصدګاه دجوړولو چاري هم ده ته سپارلي وې.

په دغه رصدګاه کې عمر خیام دفلکیاتو په اړه ډیر مشاهدات او تجربې تر سره کړي، تر ټولو مهم کار يې دشمسي کال اندازه اوپیمانه کول وو، دزمکي پر کوره چي لمر یو چکر (دوراني حرکت) پوره کړي، دې ته یو شمسي کال ویلکیږي.

تاریخ پوهان وايي: چي له ابو ریحان البیروني نه چې دفلک دعلم متعلق کوم کارونه نیمګړي پاتي وو، هغه عمر خیام په ډیره ښه توګه تر سره کړل، او هغو ته يې دتکمیل جامه ورواغوستله.

قدیم یونانیانو شمسي کال 365 ورځي مقرر کړی وو، خو مسلم ساینس پوه محمد بن جابر البتانی (240هـ 313هـ) بیا دخپلو مشاهداتو او تجربو پر بنا، یو شمسي کال 365 ورځي، 5 ساعته، 46 دقیقي او 24 ثانيې وباله، کله چي دعمر خیام وخت او زمانه سوه، په دې اړه يې تحقیق وکړ، یو شمسي کال یې 365 ورځي، 5 ساعته او 49 دقیقي وباله، دجدیدي ټکنالوژۍ په مټ تحقیق دا ثابته کړي، چې یو شمسي کال 365 ورځي، 5 ساعته، 48 دقیقي 48.7 ثانيي دی، دنوي ټکنالوژۍ او دعمر خیام دتحقیق په منځ کي یوازي 11.3 ثانيي فرق دی.

عمر خیام په شرقي نړۍ کې په حکیم او په غربیان يې دحکمت په پاچا سره پیږني.

قاري احسان
2016-12-10

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close