شعـــــرونه

غزل/ بهار مستغفر

بهار مستغفر

نن خو مي بیا پر زړګي ورک غوندي جانان ورېږي

اوس به یې کوم غره کې پر تور اور بل باران وریږي

د باران څاڅکي دي راځي د لېـمو بر لندوي

خو له لېمو نه مي بیا اوښکې پر ګرېوان ورېږي

نور به یې څنګه کړم تشریح خو درته دومره وایم

بس لکه چاته چي پر ځان باندي خپل ځان ورېږي

سختې یخنۍ دي خدایه روح مي داسي خوښ وساته

لکه لمبو کې چي خلیل باندي ګلان ورېږي

دټول امت د روح بهار دی دا یو ستړی زلمی

دا نو د ډېرو پر ارواؤ په ایمان را اوري

د هجرت دیار : نېټه. / شنبه / ۱۰ / ۳ / ۱۴۳۸ هـــ ق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x