fbpx

د اسلام عدلې نظام ته يوه لنډه كتنه

فريداحمد يوسفزى

د پيغمبر صلي الله عليه و سلم د پيدايښت نه مخكې په ټوله نړۍ كې د وحشت، ظلم، ستم او جهل توره څپه خوره وه، هر چا چې ځواك او زور درلود هغه د خپلې سيمې پاچا و، دوى د مظلومو خلكو په سرونو سودا كوله، څه چې يې زړه غوښتل همغه يې په مظلومانو باندې ترسره كول.

عربو پر نارينه اولادونو باندې فخر كاوه او كله چې به يې چې په كور كې ښځينه ماشومان وزيږيدل دوى ته عار او ننګ ښكارېده، د ځينو خلكو په كورونو كې، چې ښځينه ماشوم پيدا كيده د جامعې سره يې خداى پاماني كوله او ځان به يې د خلكو له سترګو نه پټ ساته. دوى يو بل عادت هم درلود چې خپل ښځينه ماشومان يې ژوندي ښخول، دوى داسې فكر كاوه چې نارينه د جنګ او جګړې له لارې خپله ډوډۍ برابرولاى شي خو ښځې دا كار نشي كولاى، كله چې زموږ دښمنانو پر موږ باندې حمله وكړي كيداى شي چې زموږ ښځې له ځانه سره يوسي او دا كار د دوى په منځ كې عام و او د جګړې د ميدان له ښځو سره بد سلوك كيده او د وينځې په توګه ترې ګته پورته كوله.

كله چې حضرت محمد صلي الله عليه و سلم دې نړۍ ته سترګې وغړولې په عربو كې جهل، بربريت خپل اوج ته رسيدلى و، هغه صلى الله عليه وسلم له موره يتيم پيدا شولا شپږ كلن و، چې د محبت او آرامتيا دا غيږه يې هم له لاسه وركړه. د دې واقعې نه وروسته يې نيكه په پالنه او تربيه كې نه ستړې كيدونكې هلې ځلې و كړې. د نيكه له مرګ نه وروسته يې خواږه تره د هغه ساتنه په غاړه واخيسته او د ژوند تر اخيري سلګۍ پورې يې له خپل وراره څخه دفاع وكړه او د دښمانو په مقابل كې يې ځان سپر جوړ كړ.

پيغمبر صلى الله عليه و سلم د ماشوم توب نه ډير هوښيار او ځيرك و. تره يې د ده په ساتنه او پالنه كې ډير پام كاوه. حضرت محمد صلى الله عليه وسلم چې ترڅو د ځواني مرحلې ته ورسيده ډېر كړاوونه يې ګاللي و. خو خداى پاك د هغه مشكلاتو نه په خپل فضل او كرم سره په امان كې وساته. پيغمبر صلى الله عليه و سلم د خپلې ځوانۍ په مرحله كې ډير امين او صديق و، د خلكو په زړونو كې ځانته، ځاى درلود او غوښتل يې چې د خلكو د اصلاح او تربيې لپاره كار وكړي او د خلكو ترمنځ د كلونو كلونو بدۍ يې له منځه يووړې او په دوستي يې واړولې.

همدغه امينتوب او رښتينولي د دې سبب شو، چې د مكې مكرمې مشهورې سوداګرې (بي بي خدیجې) حضرت پيغمبر صلي الله عليه و سلم ته د واده بلنه وركړه اوهغه دغې بلنې ته لبيك ووايه او واده يې ورسره وكړ. د خپل ژوند يوه نوې پاڼه يې پرانيسته.

دغې رشتې د حضرت محمد صلى الله عليه و سلم شهرت ته نوره كټه هم ورسوله.

پيغمبر صلى الله عليه و سلم دا عادت درلوده، چې د رمضان په مياشت كې به د حراء غار ته تلو، له خداى ج سره به يې راز و نياز كاوه او د الله په وحدانيت او د كائناتو په خقلت باندې يې فكر كاوه. يوه ورځ د همدې مياشې په 17 مه نېټې د الله له طرفه جبرائيل امين ته هدايت وشو، چې د الله پاك پيغام د ده محبوب بنده ته يوسي.

كله چې جبرايل امين د حراء غار ته ورغى، ګوري چې محمد (ص) د الله پاك ذكر باندې بوخت دى، كله چې پيغمبر صلى الله عليه و سلم خپل سر راپورته كړ ډير حيران شو، چې دا څوك دى؟

جبرائيل امين، پيغمبر صلى الله عليه و سلم په غيږ كې ونيو او ورته ويې ويل: ووايه (اقراء باسم ربك الذي….) پيغمبر صلى الله عليه و سلم وويل، چې زه لوستونكى نه يم او دا حالت درې ځلې تكرار شو په څلورم ځل پيغمبر صلى الله عليه و سلم وويل (اقراء باسم ربك الذي خلق… آلايه) په همدې وخت كې پر پيغمبر صلى الله عليه و سلم باندې د سورت علق پنځه آيتونه نازل شول.

د دې واقعې نه وروسته پيغمبر صلى الله عليه و سلم ډار شوى و، زر تر زره يې ځان كورته ورساوه، ټوله كيسه يې خپلې بي بي ته وكړه، خديجة الكبرى (رض) پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته وويل، چې په تا باندې د خداى پاك له طرفه وحې نازله شوې، ته د الله تعالى له خوا د ځمكې پر مخ پيغمبر ټاكل شوى يې د الله تعالى د وحدانت لپاره، او په دنيا كې د هغه د اوامرو او احكامو د خپرولو استازې يې. دواړو په دې توافق وكړ، چې د خديجې (رض) ورقه بن نوفل ته ولاړشي او هغه ته دا كيسه وكړې ځكه چې ورقه بن نوفل د انجيل عالم و، په دې وخت كې ورقه بن نوفل ړوند او ډير ضعيف و، انجيل يې د عبري ژبې نه عربي ته ژباړل.

خديجة الكبرى چې د ورقه بن نوفل د تره لور وه، نوموړي ته يې ټوله كېسه وكړه. ورقه بن نوفل د كېسې د اوريدلو نه وروسته خپل مخ پيغمبر صلى الله عليه و سلم ته واړولو، ورته ويې ويل، چې د الله له طرفه پيغمبر ټاكل شوى يې تاته ډير لوى مسووليت در په غاړه شوى هغه دا چې د الله پاك احكام ټولو خلكو ته رسوي او د دغه احكامو د خپرولو په وخت كې په تا باندې ډير مشكلات راځى. كاش چې زه تر هغه وخته ژوندى واى چې له تا مې دفاع كړې واى او د الله د احكامو د خپرولو په وخت كې مې له تا سره مرسته كړاى واى.

پيغمبر صلى الله عليه سلم د دې خبرې د اوريدو نه وروسته مطمئن شو، چې د الله پاك له طرفه د ځمكې پر مخ نبي ټاكل شوې دى.

پيغمبر صلى الله عليه و سلم تر درېیو كالو پورې په پټه د اسلام لپاره په دار ارقم كې خپلو نږدې دوستانو او خلكو ته د اسلام لپاره دعوت وركاوه. د درېيم كال نه وروسته پيغمبر صلى الله عليه و سلم دعوت ښكاره كړ او ټولو خلكو ته يې د اسلام بلنه وركړه چې په دې كار سره رسول اكرم صلى الله عليه و سلم نږدې دوستان ترې لاړل او د ده سره يې دښمني اعلان كړه. په مكه كې پر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم باندې خپلو نږدې ملګرو د كوډګر او ليوني تورونه ولګول. حتى تر دې حده ورسيده، چې د مسلمانانو لپاره په مكه مكرمه كې د اوسيدو لپاره ځاى نه و، د هرې خوا نه كفار په مسلمانانو ظلمونه شروع كړل، له مسلمانانو سره يې پر راكړې وركړې بنديز ولګولو.
رسول اكرم صلى الله عليه و سلم مسلمانانو ته د مهاجرت امر وكړ چې د نجاشي پاچا قلمرو ته لاړشي مسلمانانو دا كار وكړ له څه مودې وروسته مسلمانان بيرته مكې مكرمې ته راستانه شول، كفارو بيا خپلو ظلمونو ته ورځ تر بلې ورځ زور وركاوه، مسلمانان يې دې ته اړ ويستل چې مدينې منورې ته هجرت وكړي.

د مدينې منورې ښار كې څو تنه مسلمان چې د عقبې لومړي او دوهم تړون كې يې ايمان راوړى و، د مكې مكرمې مهاجرو ته تود هر كلى وكړ. د څه وخت نه وروسته پيغمبر صلى الله عليه و سلم هم دې ته اړ شو، چې مدينې منورې ته د خپل يار حضرت ابوبكر صديق (رض) سره يو ځاى هجرت وكړي، د مدينې ښار ميشتو له خوا يې تود هر كلى شو.

پيغمبر صلى الله عليه و سلم په مدينه كې د مسلمانو او كفارو ترمنځ معاهدې او ميثاقونه لاسليك كړل او د مسلمانانو ترمنځ يې د اخوت او ورورګلوۍ بنسټ يې كېښود.

پيغمبر صلى الله عليه و سلم په مدينه ښار كې د يو داسې نظام تهداب كېښود، چې د هر سړي حقوق، مسووليت، مكلفيت او وجيبه معلومه وه. په دې نظام كې درې ګونې قواوې (اجرائيه، مققنه او قضايه)، مالي سيسټم، منظم اردو موجودې و، د هر چا مسووليت معلوم و، چا په اجرائيه برخه كې دنده لرله، څوك د مققنې په برخه كې كمارل شوي و او څوك په قضايي برخو كې مصروف و. د دې ټولو قواوو په سر كې خپله حضرت محمد صلى الله عليه و سلم و.

رسول اكرم صلى الله عليه و سلم مسلمانانو ته امر وكړ، چې تجارت، زراعت او بيارغونه كې ځانونه مصروف كړي او د همدې لارې نه خپل ضرورتونه پوره كړي. بيت المال (ماليې وزارت) ته دې هم يو څه د ماليي او زكات په نوم وركړي، ځكه چې دولت د رعيت امنيت ساتي د دوى د خاروې نه دفاع كوي او د اسلام د خپرولو لپاره هلې ځلې كوي. همدغه زراعت، تجارت او بيارغونه د دې باعث شو، چې ډيرې كفار د دې ښار د ليدلو لپاره د مختلفو سيمو نه راتلل، كله چې د خلكو صداقت، ورورولي او مېلمه پالنه ليده نو حتماً د بيرته راستنېدو په وخت كې به مسلمانېدل او له ايمان سره بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېدل. رسول اكرم صلى الله عليه وسلم د مدينې ښار كې د يو داسې اسلامي نظام بنسټ كېښوده، چې د همدې نظام پر اساس د نړۍ زياتو برخو ته د اسلام مبارك دين ورسېد. په اوسنۍ نړې كې اكثره معمول نظامونه د پورتنې نظام نه الهام اخلي.

د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په لاس جوړ شوى نظام د عدالت او نظم يوه بې ساره نمونه وه. موږ مسلمانان دا مسووليت لرو، چې د عدالت او نظم په راوستو كې هلې ځلې وكړو. د اسلام تر چتر لاندې جابرو او طاغوتي ځواكونو او ډلو ته اجازه ورنكړو چې د اسلامي نظام چيغې وهي خو په اصل كې د اسلامي نظام پښې وهي.

تر څو اوسنۍ نړې د جابرو او ظالمو نظامونو لاروي و نه اوسي ځكه چې زموږ محبوب پيغمبرصلى الله عليه و سلم د يو داسې نظام بنیاد كېښود، چې په هر ځاى او سيمه كې د عملي كولو وړ دى، په اسلامي نظام كې هم د جامعې ګټه سنجول شوى او هم د افرادو ګټه يعنى د دواړو، هم د دولت او هم د رعيت ګټه په كې نغښتې ده يو بل طرد كولاى نشي بلكې يو بل په غيږ كې نيسي.

د ځوانانو مكلفيت دى چې زده كړه وكړي او د اسلامي نظام په تحقق او بيا را ژوندى كولو كې خپل هڅه او هاند تر اخره جارې وساتي ترڅو داسې يو ورځ راشي، چې اسلامي نظام په ټوله نړۍ كې حكومت وكړي. (آمين)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د