افغانستان

د جوزجان پخوانی والي د جنرال دوستم له زندانه را خوشي شو

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): د جوزجان پخوانی والي او د جنبش ګوند مرستیال انجینر احمد ایشجي چې دوه اونۍ وړاندي دجنرال دوستم له لوري بندي شوی وو، نن را خوشي کړل شو.

د احمد ایشجي مشر زوی باتور ایشجي چې د جوزجان د ولایتي شورا غړی هم دی، نن ورځ رسنیو ته وویل چې پلار یې د جنرال دوستم په زندان کې ۱۶ ورځي تیري کړي، نن غرمه د قومي مشرانو او سپين ږیرو په منځګړیتوب له زندانه خوشي شو.
نوموړي ددې تر مخه ویلي وه چي جنرال دوستم دده پلار د زرګونو خلکو په مخ کې وډبوی او بیا یې له ځانه سره خپل کور ته بوتلی او هلته یې بندي کړ.
نوموړي ویلي وه چې څو ځله یې د نوموړي کور ته سپين ږیري ور لیږلي وه تر څو دده پلار را خوشي کړي خو هیڅ نتیجه یې ور نه کړه.

بل خوا د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ویاند رسنیو ته هغه وخت ویلي وه چې اینجینر احمد ایشجي د وسلوالو مخالفینو سره د لاس لرلو په تور د ملي امنیت له لوري بندي شوی دی.

ددې تر مخه ځینو سرچینو ویلي وه چې جنرال دوستم د نوموړي په اړه دا ګمان کوي چې په فاریاب ولایت کې یې د ده پر کاروان په برید کې لاس درلود، چې له امله یې د دوستم نیژدې ملګري او باډی ګارډان ووژل شول او خپله د نوموړي په اړه وویل شول چې سرسري ټپي شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x