
تایلنډ کې د یوه بس چپه کېدا ۲۹ مسافر ووژل
نن ټکی آسیا: په تایلنډ کې نهه ویشتو مسافرو هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د سورلۍ بس موټر یې له یوه پلُه څخه لاندې یوه ژور ځای ته ولوېد.
د تایلنډي چارواکو په وینا ، پېښه د شپې د هېواد په شمال کې رامنځته شوې او د دغه ژور ځای او پله ترمنځ ۵۰ متره واټن و.
دوی زیاتوي چې د سړې او تاوجنې هوا له کبله د تایلنډ په څو ښارونو کې ورته ترافیکي پېښي رامنځته شوې.
ویل کېږي،په دې پېښه کې پر ۲۹ مړو سربېره ۳۳ نور ژوبل شوي دي.