افغانستان

طیب اغا: خپل منځي تفاهم، انعطاف او وحدت د ټولو په ګټه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر سید طیب اغا په خپل یوه تازه لیک کې چې طالبانو ته یې لیږلی، ویلي چې د «اسلامي امارت» څخه دباندي د بلي ډلي جوړولو هڅي یې نه دي کړي.

نوموړي ویلي: «مخلتفو ډلو جوړېدل او یا جوړول د علماء كرامو, طالبانو ،امارت ، افغانستان اوټولو په تاوان او بی نتیجی کار او د ټولو د خرابي عامل دي ، او برعکس خپل منځی تفاهم ، انعطاف او وحدت د ټولو په ګټه دی ځکه چی وحدت ، متفقه قيادت او قوی تحريک یا امارت کولای شي چې د تحريک او افغانستان مشکلات حل او د شهیدانو ارمانونه پوره او خپلواک او اسلامی افغانستان جوړ کړی».

نوموړي همداراز ویلي چې وروستی رسنیز شوی لیک یې د مشورو تسلسل دی، خو «ځينو رسنيو او رسنیزو ویب پاڼو د خط له محتوا څخه غلط مطلب اخذ کړی او یائي د ځینو شیانو په اړه شرعی حکم ، فتوی یا فیصله کړی د هغوي مسؤوليت دى او زه يې ردوم »

هغه لیک چې څلور ورځي وړاندي طیب اغا د طالبانو ځینو مشرانو ته په شخصي توګه لیږلی، نن ټکی اسیا یې هم یوه کاپي د «خپلو سرچینو» له لوري ترلاسه کړې، چې د لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره یې کټ مټ نشر ته سپاري:

——-

بسم الله الرحمن الرحیم

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته: روغ او جوړ اوسي.

محترمو ملګرو: لکه څرنګه چې تاسی ته معلومه ده، اسلامي امارت د اشغالګرو او د هغوی د داخلي ملګرو په خلاف د تېرو پنځلسو کلونو راهيسي په جهاد لګیا دی، د مجاهدينو او ملت د بېسارو قربانيو په نتيجه کې امريکا او نورو ملګرو يې تقریبا ماته خوړلې او اوس د همدې جهاد د ثمرې د اخيستلو وخت پيل سوی دی، د دې ثمرې او نتیجی د اخيستلو لپاره چې هغه د اشغال پوره خاتمه او د اسلامي نظام حاکميت ،د هیواد ابادی او دملت سوکالی ده ، ما خپلې مشورې په ډیر وضاحت سره د خپل مسؤوليت پر مهال وخت په وخت د اسلامی امارت مؤسس عاليقدر اميرالمؤمنين مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ته استولي دي.

۱- د اسلامي شريعت د لارښونی په اساس د اسلام له پيل څخه د مسلمانانو د مشکلاتو د حل لپاره مشورې سوي او ورکول سوي دي او هم ښکاره او پټ انتقادونه شوي او اوریدل سوی دي، محترم علماء کرام او مسلمان تاريخ پوهان په دا موضوع ښه خبردی، د مشوري او استشاري د همدی لړۍ په ترڅ کي زما لخوا وروستی اته ماده ييز ليک د امارت یا تحریک مشرانو او ملګرو ته د پخوانيو مشوروتسلسل دي او که ضرور وه په راتلونکي کې به هم د تحريک د ملګرو سره خپل نظر او مشورې شريکوو؛ خو دا چې ځينو رسنيو او رسنیزو ویب پاڼو د خط له محتوا څخه غلط مطلب اخذ کړی او یا ئي د ځینو شیانو په اړه شرعی حکم ، فتوی یا فیصله کړی د هغوي مسؤوليت دى او زه يې ردوم ځکه چی دا کار د دینی علمي مراجعو او علماء كرامو دی او په دي اړه په لیک کی پوره وضاحت موجود دی او بل دا چی مونږ او تاسی ټول پوهیږو چی د رسنيو دغه ډول تصرف کومه نوې خبره نه ده. او هر هغه چا چی د ځینو رسنیو او مغرضو کسانو په خبره اکتفاء کړې ده، د حقيقت د پوهېدو په خاطر دي اصل ليک ته مراجعه وکړي او د اصلاحاتو او امارت وملت ته د ګټی رسولو په نیت سره دي په هغه کی په موجودو مادو باندی خپل منځی بحث او مناقشه وکړی .

۲- د طالبانو اسلامي تحريک یا اسلامی امارت زموږ په شمول د ټولو ګډ کور او پېژندګلوي ده او د هغه د ساتنې لپاره به ټول خپل وس کوو. د طالبانو داسلامی تحريک د ځينو پاليسيو سره اختلاف نظر يا د هغوی د اصلاح په خاطر زموږمستقل سياسي ليدلوری چی په لیک کی موجود دی د نورو سره شریک کول ، د تحريک د اوسنيو او مخکنيو نظامی او غیر نظامی مسؤلو ملګرو يا نورو ذی دخلو طرفو سره ليدل كتل ، تبادل نظر او تماس د بل تحريک او يا ډلې د جوړولو هڅی نه دی او په دي اړه اوازی پوچ تبلیغات دي او دا تبليغات کومه نوی خبره نه ده او نه هم څوك ورڅخه مستثني دى پخوا هم وه او اینده به هم وی د داسی خبرو پسی سر مه ګرځوی او مطمئن اوسي . د مخلتفو ډلو جوړېدل او یا جوړول د علماء كرامو, طالبانو، امارت، افغانستان او ټولو په تاوان او بی نتیجی کار او د ټولو د خرابي عامل دي، او برعکس خپل منځی تفاهم، انعطاف او وحدت د ټولو په ګټه دی ځکه چی وحدت، متفقه قيادت او قوی تحريک یا امارت کولای شي چې د تحريک او افغانستان مشکلات حل او د شهیدانو ارمانونه پوره او خپلواک او اسلامی افغانستان جوړ کړی. والسلام.

سید محمد طيب اغا
06-12-2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

رښتیا هم ستاسو له لیک څخه غلط اخذ کړل شوی وو

تاسو د جوماتونو د ابادولو او مرمت وړاندیز کړی وو خو مکارو رسنیو بیا تاسو ته له خپلو عینکو کتلي وو او داسې یې درپسې لیکلي وو چې ګواکي تاسو د امارت له مشرتابه غوښتنه کړې وه چې په جوماتونو کې چاودنې مکوی.

غوربندی

تاسو د امارت مشرتابه ته د بشبړ اطاعت ډاډ ورکړی وو خو مکارو رسنیو درپسې لیکلي وو چې ګواکي تاسو د سیاسي دفتر په راس کې د خپلواکی، واک او صلاحیت غوښتنه کړې وه

غوربندی

تاسو په مالي برخه کې په مزید شفافیت ترکیز کړی وو خو بیکاره رسنیو خبره داسې پوچې افترا ته ایستلې وه چې ګواکي طالبان د پیسو لپاره اختطافونه کوي

غوربندی

خدای ج دې دا ړانده لوستونکي او مغرضه رسنیو ته هدایت وکړي چې ستاسو پر محتوی لیک یې تحریف یعنې غلط تعبیر کړی وو.

د اصلاحي نیوکو دا اوت او بوت تسلسل مو همداسې جاری ساتی مسیر تصحیح کوونکی صاحب!

الجاج استاذ بیانزی

طیب اغا او ټولو مسلمانو افغانانو السلام علیکم ! د طیب اغا اول جلا والی چه دی یی هر څه بولی (  د وعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرقو مبارک ایت سره یی  په مخالف اړخ کی قرار درلود او لری) زه یی ورته ثابتولی شم د مشر ملا صاحب سره دوستی د هغه د شرعی ارمانو سره دوستی وه هغه مړ مګر ارمانونه یی ژوندی او قربانی غواړی . که له اغایونو خطا شوی دری کاله یی د خطاګانو جبرانولو د پاره بس دی. برخلاف طیب اغا د توبی ویستلو په ځای د شکایتو دا سی زهراګینه اعلامیه لکه د اسلام دشمنانو چه ورته لیکلی وی، خپره کړه، که د طیب صاحب په غیب کی چا لیکلی او… نور لوستل »

احمد

غوربندی صاحب کور دی ودان هره نیمګړتیا او خطا دی یی ورپه ګوته کړی الله دی ده ته هدایت وکړی داسی کول نه وو پکار چی ده وکړل او الحاج استاد بیانزی صاحب ده او نورو ټولو ته ښه نصیحت کړی اختلاف دمسلمانانو منځ کی جوړول غټه فتنه ده خو د وکول نور څه پکی ځکه نه وایم چی کوم مجاهد ورور په خفه نشی

احمد

طیب اغا غوښتل چی په دی کړنی سره یوه نوی لوبه تر سره کړی او ځان یی ډیر غټ احساسوی خو کله یی چی وکتل چی هیڅوک یی انډیوالی نه کوی او وخت هم داسی راغلی چی غربیان ځان سره ټولوی او مناسب موقع دخپل شوم عمل لپار پلاس ورنغله نو یی ځکه پښی را ټولی کړی

حسان بلال

غوربندي صاحب اوس به يې تاسو له لاري څخه په بشپړه توګه واړوی. ښه دی هر چا ته د خټو پوزه ور پريښودل شي، که دوی غلطي درک کړي وي الله دي اجر ورکړي صف چي د مرتدانو پر مخ خلاصه غیږه نیولي ده د دوی پر مخ خو يې همیشه دروازي خلاصي دي. مونږ د طیب اغا په څير خلګو ته اړتیا لرو، خو دوی باید درک کړي چي اړتیا يې سطحی ده مونږ کولای شو پخپلو غوښو ګوزاره وکړو د پسه غوښي مهمي نه دي. په هر حال د دې پر ځای چي خپل تیر کره عمل توجیه… نور لوستل »

غوربندی

بلال صاحب ما خو بښلی او که له مخالفت او د موازي فعالیت له خیالاتو څخه لاس واخلي دوعاوې به هم ورته کوم.

Shuaib

که د طیب آغا په مخکني لیک کې ناسم ټکي وو خو په وروستي هغه کې یې بیا سم ټکي شته . نو آیا زموږ او ستاسو لپاره به دا ښه وي چې مخکنۍ خبري یو په یو را اخلو او د پیغور په ډول یې ذکر کوو او دښمنان نور هم په ځان خوشحاله کوو ، او که به دا ښه وي چې له مخکني نه چشم پوشي وکړو او اوسني لیک لا ښه هایلایټ کړو ، نور هم د اصلاح کوشش وکړو او د درزونو د ختمولو هڅي وکړو . نو دي ته څه اړتیا ده چې د… نور لوستل »

غوربندی

شعیب صاحب

مګر طیب اغا په دې نوي لیک کې له پخواني هغه څخه چشم پوشي کړې، چې مونږ یې وکړو، ایا ده د هغه لیک محتویات ناسم بللي چې مونږ یې قدر وکړو،،،

د تاسو له استدلال سره مې هغه ټوکه رایاد شوه چې وایي یو سړي بل ته ویل چې خرک…ماما،، ، هغه ورسره په جګړه شو، دې یو ورته ویل چې دې ماما ته دې ولې پام نه دی. هاهاها

pattang

که په صداقت او پښېماني بيرته راشي زمونږ وروردی !

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx