افغانستان

په هرات کې محکمې یو طالب په اعدام محکوم کړ

نن ټکی آسیا: په هرات کې د ښارې محکمې له لورې یو زنداني طالب د وژنو په تور په اعدام محکوم شوی.
چارواکو ویلي چې د نورو وژنو ترڅنګ یاد طالب په وروستیو کې د پولیسو یو افسر هم وژلی و؛خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې.

 د هرات د استیناف محکمې ریس قضاوتوال سیدعبدالغفار زبیر وویل، چې پر یاد طالب د ملکي خلکو په وژنو کې د لاس لرلو ترڅنګ د هرات په تورغونډۍ کې د پولیسو یو افسر هم وژلی و.
طالبانو تر دې دمه د هرات د محکمې پورتنۍ پریکړې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی؛خو په تېر کې یې په کابل کې د عدلیې وزارت ، د محابسو پرریاست او همداراز د روان کال په لومړیو کې د فراه په محکمې، څارنوالۍ او امنیه قومندانۍ د بریدونو انګېزه یوازې او یوازې له طالب بندیانو سره د دوی غیر انساني او غیر اسلامي چلند په ګوته کړې وه.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د کابل د څرخه پله زندان سربېره د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې پر سیاسي او بندې طالبانو د اعدام حکمونه پلي شوي، چې د خلکو او طالب لوري سخته غوسه یې هم را پارولې. یو شمېر کارپوهان په دې اند چې د طالب زندانیانو اعدام هېڅ قانوني توجیه نلري ، ځکه دوی سیاسي بندیان دي. خو یو شمېر نور بیا د زندانونو او محاکمو په چارواکو کې د شخصي ،عقیدوي او فکري عقدو اختلاف د دې لامل بولي چې طالب اسیرانو تر ټولو سخت تعزیبونه، شکنجې او یا هم په نهایت کې د اعدام حکم ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x