ډاکټر فیض محمد ځلاند

سوله، طالب او امریکا (په کابل کې د امریکا سفارت چارواکو سره لیدنه)

ډاکټر فيض محمد ځلاند

سوله د عادي افغان د ژوند، پرمختګ او سوکالۍ ضامنه ده. په سوله کې یوازنۍ ګټه هغه د عام، بې‌وسه او مظلوم افغان ده، ځکه خو د سولې په اړه د هلو ځلو مسوولیت هم د عام افغان له هر بل چا ډیر دی. افغان جګړه له تیرو څلورو لسیزو راهیسې په نړیوالو، سیمه‌ییزو او حتی کوردننه د مافیایي کړیو د غوښتنو، ګټو او تاوانونو پورې محدوده شوي ده، عام افغانان د جګړې د ټولو لوریو له خوا له نظره غورځول شوي دي. له بده مرغه، افغان جګړې په وروستیو کې د ځینو مفسدو، غلو او چورواکو د جیبونو د ډکیدا و د سوداګرۍ د پرمختیا مهمه برخه ګرځیدلي ده.

هر کال شاوخوا پنځه میلیارده ډالره له افغان حکومت سره نړۍ مرسته کوي، په دې مرستو کې لویه برخه د ملي اردو او کورنیو چارو د وزارت د چارواکو جیبونو ته لویږي، په لومړۍ لیکه کې جنګیدونکی سرباز درې وخته ډوډۍ نه لري، په دې وروستیو کې، په خواله رسنیو کې، ګڼ داسې تصویرونه خپاره شوي دي چې عسکر له اوبو سره یو ځای وچه ډوډۍ خوري، یا یو خوراک ډوډۍ په لسو یا زیاتو کسانو ویشلی کیږي، خو د دې تر څنګ په جګړه کې د ښکیل لوري لوړپوړي چارواکي د زرې موټرو په اوږده کتار کې، د کابل په لوړ پوړیو، مجللو ودانیو کې د اروپا او امریکا په معیار برابر ژوند تیروي.

د شفافیت نړیوالې اداري وروستۍ څیړنه ښيي چې د ملي وحدت حکومت په تیر یو کال کې درې زره میلیونه ډالره (درې میلیارده) رشوت له مظلوم افغان ولس څخه اخیستی دی، دا درې زره میلیونه رشوت د پنځه زره میلیونو ډالرو چې له نړۍ څخه یې د نظامي مرستو په برخه کې اخلي او دارنګه څلور زره میلیونه ډالره یې چې په ملکي برخه کې اخلي، علاوه دی، په لویه کې، د حکومت لوړ پوړي چارواکي په فساد، چور او تالان کې دومره سپین سترګي شوي چې نه له نړۍ شرمیږي، نه له مظلوم افغان ولسه!

په دومره لوړه کچه فساد، چور او تالان ځکه ممکن دی، چې د هر څه په وړاندې بهانه جګړه ده، له دې امله، دا ډیره مهمه ده چې افغان ولس، د افغان ولس رښتیني استازي، په ولس دردمن ځوانان او د افغانستان اصلي بچیان باید د سولې په برخه کې هڅو او زیار ته اوږه ورکړي.

موږ د همدې مسوولیت له مخې وروستيو هلو ځلو ته کار ویلی دی، په دې برخه کې مو د حکومت له چارواکو سره په تیرو څو میاشتو کې په لسګونه ځلې غونډې لرلي دي، د همدې ناستو په بهیر کې مو له طالب استازو، قطر کې، لیدنه وکړه، او دا دی د پنجشنبې ورځ، د ډسمبر اتمه نېټه د امریکا د سفارت، کابل له استازو سره لیدنه وکړه. د دې لیدنې لومړنۍ برخه بحث مو خپور کړ، په دویمه برخه کې بحث په دې وشو چې د امریکا په وړاندې عامه ذهنیت ورځ تربلي په خرابیدو دی، اسد وحیدي صیب دا پوښتنې له امریکایي دیپلماتانو مطرح کړي، ګڼ هغه کسان چې یو وخت د امریکا نژدي ملاتړي ښکاریدل، اوس د امریکا له نظامي شتون سره په افغانستان کې مخالف دي، جګړه د هیچا په ګټه نه ده، اوباما په جګړه کې د طالبانو د ماتولو په برخه کې ناکامي ومنله، نو بلاخره د حل لار څه ده؟ جګړه تر کله؟

کونر (امریکايي دیپلمات) پخپلو خبرو کې د سولي په اړه په یو بین الافغاني جوړښت او بحث ډیر ټینګار وکړ، خو وحیدي صیب وویل چې اصلا بین الافغاني سوله نه شته، ځکه د جګړې یو لوری امریکا او بل لوری طالب دی. نو سوله باید لومړي سر کې د طالب او امریکا د نظامي ځواکونو تر منځ وشي.

د دې پوښتنې په ځواب کې ډیوډسن د سفارت تر ټولو سپین ږیري او مشر دیپلمات وویل چې د سولې پروسه ډیره نازکه او باریکه پروسه ده، اصلا موږ په دې پروسه او تصمیم کې نه یو شریک. موږ دیپلماتان یو، هغه و وې چې د د ده لومړې دنده د ډونلد ریګن تر ولسمشرۍ لاندې وه، له هغه وروسته يې له بوش سره دنده وکړه، د بوش له زوی جورج بوش سره يې همد دنده په مخ یوړه، بیا د کلنټن په اداره کې دیپلمات و، د اوباما په دوو دورو کې دیپلمات پاتې شو او دا دی اوس له ټرمپ سره کار ته تیاری نیسي.

ډیوډسن وویل چې له دې امله ویلی شم، زموږ دنده یوازې ستاسو د وړاندیزونه، او طرحې لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې کول دي، موږ پالیسۍ نه جوړوو، وار دمخه د ټرمپ اړونده کسانو د پالیسۍ د جوړولو مسوولیت ته اوږه ورکړي ده، زموږ څخه یې د مرستې غوښتنه کړي ده، موږ ورسره مرسته کوو، ستاسو وړاندیزونه به هم ورته ورسوو.

ډیوډسن وویل چې د ایشا فاونډیشن وروستۍ څیړنه ښيي چې څه د پاسه اویا سلنه افغانان طالبان نه غواړي، دوی نه غواړي چې طالب واکمني دې تکرار شي، نو ښه ده چې په دې اړه ونه غږیږو.

کونر پوښتنه وکړه چې طالبان د ملي وحدت حکومت د مشروع حکومت په توګه مني او کنه؟

ما (ځلاند) ورغبرګه کړه چې د ملي وحدت حکومت په اړه بحث موږ له طالبانو سره نه دی کړی، خو موږ چې د میز شا وخوا ناست یو یو هم دا حکومت مشروع نه ګڼو، ځکه دا حکومت د اساسي قانون پر بنسټ، د ولس په رایو نه دی راغلی، بلکې د جان کیري په واسطه، د یوې معاملې په پایله کې رامنځته شوی دی. په دې کې به تاسو هم له موږ سره موافق یاست چې د ملي وحدت مشرانو د ولسواکۍ ټول ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي او په دې کې د جان کیري کردار ستر و.

کونر وویل چې جان کیري نور لاړ، دا پیښه به بیا تکرار نه شي. کونر پوښتنه وکړه چې که طالبان د ملي وحدت حکومت نه مني نو بیا ولي له اتمر او معصوم ستانکزي سره یې لیدنه وکړه؟ او بل دا چې حزب اسلامي ولي سوله له همدې ستاسو په وینا (نا مشروع) حکومت سره وکړه؟

موږ ورته په ځواب کې وویل چې طالبانو سره په دې وروستیو کې له افغانستانه ګڼو چارواکو، د سیاسي ګوندونو استازو، مذهبي او د مدني ټولنو فعالینو لیدني کړي دي، طالبانو ویل چې دوی له افغانانو سره په ګڼو لیدونو کې بوخت دي، خو دا لیدني ټولې غیر رسمي دي، له هیچا (اتمر او ستانکزي) سره یې هم د حکومت د استازو په توګه لیدنه نه ده کړي، بلکې دا لیدني یې د افغان لوریو په توګه غیر رسمي غونډې دي چې په سوله کې به مرسته وکړي، خو د طالبانو د سولې د بحث اصلي او مهم لوری امریکا ده. تر څو چې امریکا له طالبانو سره د خپلو نظامي ځواکونو د مهالویش په اړه خبرې ونه کړي، دوی حاضر نه دي چې له افغانانو سره د رسمي، حکومتي لوري په توګه خبرې وکړي.

د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې په اړه بحث کیدی شي د حزب اسلامي استازي روښانه کړي، خو تر څو چې موږ پوهیږي حزب اسلامي هم له ملي وحدت حکومت سره خبرې نه دي کړي، د خبرو اصلي لوری یې لا هم امریکا ده، هغوی کوښښ کوي چې امریکا سره د نظامي ځواکونو د وتلو د مهالویش خبره حتمي کړي. د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ ګڼ نور توپیرونه هم شته، له دې امله په دې اړه بحث کیدی شي موږ کوم لورې ته رهبري نه کړي.

طالب استازي د خبریالانو او د سولي فعالانو سره په ناسته کې

وحیدي صیب او مطمین صیب تاکید وکړ چې زموږ خبرې له ټاکلي وخته اوږدې شوي، د اوس د پاره همدومره کفایت کوي، د بیا ځلې د پاره به خبرې وکړو. کونر پوښتنه وکړه چې ایا تاسو بیا قطر ته روان یاست؟ راتلونکي پلانونه مو څه دي؟

موږ د هو ځواب ورکړ، موږ ورته وویل چې که اړتیا وه ډېر ژر به بیا قطر ته لاړ شو، موږ غواړو د سولې په بهیر کې مهم کردار ولوبوو، غواړو د جګړې ټولې خواوې سولې ته اړ کړو، موږ د افغان وژني خلاف غږ پورته کړی او دې هڅو ته به ادامه ورکوو. دارنګه په نژدې راتلونکې کې به مطبوعاتي کانفرانس ورکړو، تر څو ګڼې نورې پوښتنې چې د سولې په اړه موجودې دي، هغه ځواب کړو او د خپلو کارونو په اړه ګران وطنوال خبر کړو.

کونر د بیا بیا لیدو تاکید وکړ او د سولې په بهیر کې زموږ د هلو ځلو ملاتړ وکړ او دا یې مهمي وګڼلي.

د سوکاله، بسیا، لوی افغانستان په هیله!

یا رب توفیق!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

مطمن صاحب، ځلاند صاحب او نورو درنو ورونو سلامونه می ومنۍ! ستاسی د قطر په لیدنه می هم یوه تبصره لیکلی وه ستاسی رښتینی هلی ځلی می ستایلی او مننه می ځکه کړی وه ، چه تاسی د دی لوی او سپیڅلی دندی ، پوهه او سپیڅلتیا لری. د دی ځل هلو ځلو سره مو هم توافق لرم دا مهمه نه ده چه امریکایی دیپلومات څه وویل او د څو جمهوریت غوښتونکو او دموکراتو جمهور ریسانو سره یی د یو بلواکه مامور په حیثت کار کړی او د نوی جمهوریت غوښتونکی جمهور ریس ( ټرمپ ) سره به هم کوم… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

ډیوډسن لا هم په فرمایشي احصایو اتکا کوی، مګر هغه ټولې احصایې دروغ ثابت نشول چې دوی له اشغال وړاندې کړې وې.

دوهم دا چې که فرضا افغانان طالبان نه غواړي نو ددې معنی خو دا نه ده چې اشغالګران به د بدیل په توګه ناولی حضور ته ادامه ورکوي

د ډیوسن دا ډول خبرې د دوی د کبر او تجاهل عارفانه برخه ده.

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته! جناب محترم بیانزی صاحب اگر بخاطر داشته باشند که بتاریخ ۱۶ سپتامبر۲۰۱۲ که با سفیر امریکا در کابل ملاقات نمودیم برایما هم گفت که تصمیم گران پالیسی را درست میکنند و هم معاون وزارت خارجه هم همین حرف رابرایم گفت من از نزدش سوال کردم که اوباما گفت نخیر تصمیمگران ؟؟ اگر جناب بیانزی صاحب جریان ملاقات ما را نوشته نمایند چون اکثریت ژورنالست های افغان برای استخبارات خارجی کار میکنند جرأت کرده نمی توانند که با من مصاحبه نمایند ومخصوصاً آن حرف های که رد بدل شد بین من و سفیر اگر بیانزی… نور لوستل »