سي آی اې: روسيې د ټرمپ په ټاکلو کي لاس درلود

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د يورو نيوز د خبر سره سم د امريکې د سي آی اې سازمان وايي چي روسيې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ په ټاکلو کي لاس درلود.

د سي آی اې د پټو څېړنو له مخي چي د تيري جمعې په ورځ يې رپوټ د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼه کي خپور سو ماسکو د ځينو واسطو له لاري په دغو انتخاباتو کي دخالت درلود، څو د جمهوري غوښتونکو د نوماند په برياليتوب کي مرسته وکړي.

د سي آی اې سازمان د داسي کسانو پر پېژندنه موفق سوی دی چي د روسيې د دولت سره په اړيکه کي وه او د امريکې د دموکرات ګوند د ملي کمېټې او نورو سازمانونو د زرګونو ايمېلونو پر هک کولو سربېره يې د دغه هيواد په ولسمشريزو ټاکنو کي هم دخالت کاوه.

هيکرانو په ځانګړې توګه د دموکرات ګوند پر فعاليت تمرکز درلود او هغه ټول ايمېلونه يې هيک کړي او خپاره کړي دي چي په انتخاباتو کي د هيلري کلينټن په ضرر ول.

مهمه پوښتنه داده چي که د روسيې په دولت پوري د تړلو هيکرانو موخه د امريکې د سياسي نظام بې اعتباره کول وای، نو ولي يې يوازي د يوه ګوند په تخريبولو ګوټي پوري کولې.

د امريکې اوسني ولسمشر بارک اوباما د دې خبرونو په اړه په خپل غبرګون کي ټينګار وکړ چي اړينه ده د دې موضوع د روښانه کېدو لپاره ټولي هلي ځلي په کار ولوېږي.

پر دې بنسټ د سپيني ماڼۍ وياند اریک شولتز وويل: ”د دې اونۍ په پيل کي ولسمشر له اطلاعاتي ټولني وغوښتل چي د انتخاباتو د بهير اړوند د سايبيريا د مخربو فعاليتونو په اړه دي يوه بشپړه پلټنه وسي. اوباما غوښتنه وکړه چي د دې پلټني پايلي دي د ده د ولسمشرۍ تر پای ته رسېدو دمخه بشپړي او په ډاګه سي“.

د ټرمپ ټيم دغه تورونه رد کړل او ويې ويل: دغه تورونه د هغو کسانو له لوري مطرح کيږي چي تر دې دمخه يې صدام حسين د ډله ييزو وژنو د وسلو په درلودلو تورن کړی وو.

عبدالمالک همت

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

همت صاحب سلامونه می ومنه ! زما سیاسی ارزونه بیا داده چه د اوسنی نړی ټول لوړ پوړی چارواکی په ځانګړی ډول جمهور ریسان او نور باوری کسان ټول د یوی چینی اوبه چښی یوه خدای ته سجده کوی چه هغه نړیوال یهودی استعمار ( دجال ) دی له سوړ جنګ وروسته په روسیه کی دیره سرمایه ګذاری وشوه او ددغه سرمایه ګذاری عمده برخ ګربچوف ، ولیتسن ، پوتین او ملکری یی وو ځکه تر اوسه کله ریس او کله معاون جوړیږی پوتین تریلونر دی په کمونستی حکومت کی د یو چا میلونر جوړیدل هم محال خبره وه دا… نور لوستل »