نړۍ

اوباما او ميرمن يې میشل اوباما یو بله طلاق اخلي

امريکايي خبري سايټ” “National Enquirer لیکلي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما او میرمن يي میشل اوباما د طلاق اخیستو لپاره تیاري نیسي. یوې بلې امريکايي ورځپاڼې ادعا کړې ده چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او میرمن يې د طلاق اخیستو په خاطر محکمې ته مراجعه هم کړې ده . امريکايي رسنۍ وايي چې بارک اوباما د خپلې میرمن میشل اوباما سره د خوب ګوټه هم جلا کړې ده . ځينې رسنۍ وايي چې ولسمشر اوباما د مندیلا د جنازې له مراسمو هیواد ته له راستنیدو وروسته د

خپلې میرمنې سره د خوب کوټه هم جلا کړې او د دواړو تر منځ لفظي شخړه هم شوې ده. ويل کيږي چې اوباما خپلې مېرمن مشیل ته ګوتڅنډنه کړې، چې له دې وروسته يې بې ځایه څرګندونې نشي زغملی. سپینې ماڼۍ تر اوسه د یادو شوو ادعاګانو په اړه څه ندي ویلي .

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x