افغانستان

«حکومت د طالبانو ملکیان وژني خو هیڅ څوک یې په وړاندي عکس العمل نه ښيي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): دوه شپي وړاندي د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د معارف مدیر سید محمود د سپیشل فورس په شپنیو عملیاتو کې ووژل شو چې له امله یې پر ټولنیزو پاڼو د سخت غم او غوصې اظهار وشو.
په ټولنیزو پاڼو کې دغه پيښه په پراخه کچه وغندل شوه او د فیسبوک فعالانو د معارفو پر ضد دغه پېښه یو ستر جنایت وباله.

د طالبانو له خوا دخوګیاڼو ولسوالۍ د مدیر سید محمود په اړه ویل کیږي چې خپله هم د پوهنتون څخه فارغه وو او په دغه سیمه کې د طالبانو، بشري خیریه موسسو او حکومت تر منځ د یو رابط په توګه کار کوی تر څو د ټولو اړخونو په همغږۍ په ولسوالي کې مکتبونه خلاص او درسونه په کښي شروع وي.

د پيښي وروسته د سیمي اوسیدونکو هم په احتجاج لاس پوري کړ او دغه پيښه یې په ولسوالۍ کې د معارفو سره ستره جفا وبلله.

د سیمي یو تن اوسیدونکي عبدالسلام رسنیو ته ویلي چې سید محمود د دوی د ولسوالي د بچیانو او تعلیم و تربیې لپاره زیات خدمتونه او کار کاوه او دوی د افغان ځواکونو لخوا د معارف د یوه خدمتګار وژنه په سختو ټکو غندي.

د بااحساسه محصلینو په نامه ټولني هم دغه پيښه غندلې او په خپله خبري ویب پاڼه کې باندي خبر ورکړی وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د هیواد دښمنانو په ننګرهار کې د اسلامي امارت د معارف مسؤول وواژه.
نوموړي ویلي چې د کابل حکومت تل پر طالبانو تور پوري کوي چې د معارف سره مخالفت لري، او د معارف کارکوونکي ځوروي خو دوی خپله د طالبانو سره د تړاو په تور یو ملکي وګړی په خپل کور کې په شپني عملیاتو کې وژني.
نوموړي ویلي چې سید محمود د عبدالباقي زوی او د ننګرهار پوهنتون څخه فارغ شوی وو او ستر ارمان یې دا وو چې په خپل سیمه کې د تعلیم لپاره کار وکړي.

مجاهد زیاته کړه چې سید محمود په خپل سیمه کې د مکتبونو، لیسو او مدرسو کارونه ډېر منظم کړي وه، هغه په هیڅ نوعه نظامي تحرکاتو کې ونډه نه لرله.

د طالبانو د نظامي کمیسون یوه چارواکي نن ټکی اسیا ته وویل، په داسي وخت کې چې د کابل حکومت طالبان د ملکيانو په وژنو تورنوي ، خپله د طالبانو په نامه د هر کس وژنه ځانته روا بولي. نوموړي وویل چې نړیواله ټولنه او بشري موسسې دا ټول ویني او جواز ورکوي.

نوموړي وویل چې څو ځله یې د طالبانو په سیمو کې د طالبانو په هڅو جوړ شوي کلینکونه بمبار کړي، پر مدرسو یې چاپې اچولي او د طالبانو په سیمه کې یې ملکي خدمات وړاندي کوونکي وژلي دي.

او زیاته یې کړه چې د کابل حکومت او رسنۍ تل ددوی په سیمه کې فردي جرمونه پر طالبانو تاوانوي او د طالبانو په خلاف کمپاین باندي کوي، خو کله چې همدا مجرمین طالبان ونیسي او په خپل بندي خانه کې یې واچوي، دوی پر هغه بندي خانو چاپې اچوي او په ډېر افتخار مجرمین خوشي کوي.

خو په مقابل کې که طالبان د ملي امنیت منسوبین د شواهدو سره په خپلو سیمو کې ونیسي او سزا ورکړي، د حکومت په ګډون د ملګرو ملتونو سازمان او ورسره غربي نړۍ ټول چیغي کړي چې طالبان د ملکي او غیر ملکي تر منځ توپير نه کوي.

نوموړي وویل چې دا لومړی ځل نه دی چې حکومتي چارواکي د طالبانو په سیمه کې یو ملکي بې ګناه وګړی په «شهادت» رسوي، بلکې ددې تر مخه یې ډاکټران، نرسان، دیني عالمان او استادان د طالبانو سره د تړاو په تور په «شهادت» رسولي دي.

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د ژورنالیستانو او د سولي فعالانو سره په قطر کې د لیدنو پر مهال ویلي دي چې دوی د خپل پالیسي له مخي د حکومت ملکي کارکوونکو ته په خپلو سیمو کې مصؤونیت ورکوي او هیڅ غرض نه ورسره لري، او غوښتنه یې کړې وه چې مهم ملکي وزارتونه لکه معارف او صحت باید غیر سیاسي او بې پری شي، تر څو یې کارکوونکي لا مصؤون او په ټول افغانستان کې فعالیت وکولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x