دیني، سیرت او تاریخ

اسلام دضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (۲۴)

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

پنځه ویشتمه برخه: (په تېر پسې)

د اسلامي حکومتونو مسؤلیت

اسلام چې څومره سپک شو او د مسلمانان چې څومره ذلیل او خوار شول د دې خورا غټ مسؤلیت د اسلامي حکومتونو په غاړه دی.

دا ځکه چې اسلامي حکومتونو په حیاتي چارو کې اسلام له منځه وېووړ او مسلمانانو ته یې هغه لاره غوره کړه،چې الله تعالی ورباندې حرامه کړې وه او د الهي حکم پرخلاف یې احکام صادر کړل. اسلامي حکومتونو مسلمانان اروپایي ضلالت ته ټېل وهلي او د رباني هدایت څخه یې لرې باسي. په دوی کې د وضعي قوانینو سره سم حکم جاري کوي او د الهي شریعت حکم معطل پریږدي.

اسلامي حکومتونه په سیاسي،اداري او حکومتي چارو کې له اسلام څخه بهر شول او د اسلامي مبادیو پرضد یې قیام وکړ. نو نه حریت شته او نه مساوات او عدالت،دوی هغه اسلامي فرایض چې اجتماعي تضامن یې را وستل،پرېښودل او خلک یې د فسق او فجور،ظلم او تیري،شوکې او شخړې خواته ولمسول نو ګورو چې نه تعاون پاتې شو او نه د مسلمانانو ترمنځ مینه او محبت او نه اسلامي ورورولي پاتې شوه.

اسلامي حکومتونه اوس هم مسلمانان نه پریږدي،چې خپل اسلامي تعلیمات وکړي،خپل خدای وپیژني او خپل دیني وظایف سرته ورسوي.

اسلامي حکومتونه د اسلام له دښمنانو سره د دوستۍ لاس ورکوي او حال دا چې اسلام ور باندې حرام کړپ دي او مسلمانانو د چار چلند په هکله د اسلام د دښمنانو اطاعت کوي او حال دا چې دغه اطاعت ورته جواز نه لري.

لنډه دا چې اسلامي حکومتونه دي،چې مسلمانان یې کمزوري کړل. د فقر او بېوزلۍ دروازې یې ورته پرانیستلې او د فساد او تیري ریښې یې پکې وځغلولې.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x