ریکس ټیلرسن

د امریکا راتلونکی خارجه وزیر، یو تاجر او د روسیې «دوست» دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا مشهور خبري چېنل «ان بي سي» ویلي چې منتخب ولسمشر «ډونلډ ټرمپ» د خپل حکومت په کابینه کې د بهرنیو چارو وزارت چوکۍ د «اکسون موبیل» نفطي شرکت تنفیذي مدیر «ریکس ټیلرسن» (rex tillerson) ته ورکوي.

د ټرمپ د انتقالي ادارې ټیم ته نیژدو سرچینو «ان بي سي» ته ویلي چې د نوموړي پر انتخاب له مخکې لا پریکړه شوې، او تمه کیږي چې ډېر ژر دواړه یو له بل سره مخامخ وویني.

ددې تر مخه «رویټرز خبري اژانس» ته د ټرمپ د انتقالي ټیم یوه جګپوړي چارواکي ویلي وه چې د نیویارک ښار پخواني والي «رودي جولیاني» د عذر غوښتني وروسته تر ټولو غښتلی کاندید همدا «ریکس ټیلرسن» دی.

جولیاني چې ۷۲ کاله عمر لري، د ټرمپ انتقالي ټیم ته په راتلونکي اداره کې د هر راز منصب قبلولو څخه بخښنه غوښتې وه.

د «اکسون موبیل نفطي شرکت» په ۲۰۱۱ کې د روسیه سره په قطب شمالي کې د نفطو را ایستلو تړون امضا کړی وو، خو پر روسیه باندي د اقتصادي بندیزونو له امله دغه تړون عملي نه شو، په کال ۲۰۱۳ کې د روسیې ولسمشر «پوتین» نوموړي ته د «ملګرتیا» مډال ورکړ.

د الجزیره ویب پاڼي د خبر سره سم «ټیلرسن» د عراق په کردستان کې هم د ځايي چارواکو سره د تیلو را ایستلو تړون امضا کړی وو، په داسي حال کې چې د عراق قانون د مرکزي حکومت له اجازې پرته د کردستان ځايي چارواکو ته دداسي یو تړون اجازه نه ورکوي.

ددې تر مخه داسي ګمان کېده چې د بهرنیو چارو وزارت لپاره به د جمهوري ګوند مخکښ مشر «میټ رومني» انتخاب شي، څوک چې په کال ۲۰۱۲ کې د جمهوري ګوند له خوا د ولسمشرۍ لپاره کاندید وو او په تېرو ټاکنو کې د ټرمپ د منتقدینو څخه وو، همداسي په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر «جون پولټن»، سناتور «بوب کورکر»، متقاعد جنرال «ډیوډ پټریاس» او «جیمس ستافریدیس» نومونه هم اخیستل کېده، تر دې چې د افغاني رسنیو له لوري د افغان الاصله امریکايي «خلیلزاد» نوم هم اخیستل کیدی.

د شنوونکو په نظر «ډونلډ ټرمپ» چې سیاسي تجربه نه لري او تر ډېره یې ذهنیت د مال او اقتصاد سره تړلی دی، د خپل حکومت پر مهال به نړیوالو قضایاو او حکومتونو ته په همدې ذهنیت وګوري.

نوموړي په دې وروستیو کې یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان او نړۍ کې پر خپلو ځواکونو او د «ملت رغوني» پر پروسو باندي مالي لګښت باید په خپل هیواد «امریکا» کې دننه پر هوايي ډګرونو او ټولګټو پروژو باندي مصرف شي.

ټرمپ دوه اونۍ وړاندي په یوه غونډه کې وویل چې د هیواد مهم هوايي ډګرونه داسي ښکاري لکه د دریمي نړۍ د وروسته پاته هیوادونو چي وي. نوموړي دغه خبره د هیلاري کلنټن سره د انتخاباتي مناظرې پر مهال هم کړې وه.

باید وویل شي چې د «براون پوهنتون» د احصائیاتو له مخي تر اوسه امریکا په افغانستان کې «۷۸۳» ملیادره (۷۸۳ زره ملیونه) مصرف کړی، چې لا هم دغه مصرف مخ پر زیاتېدو دی.

ددې تر مخه ځینو نورو امریکايي سرچینو د عراق او افغانستان دواړو جګړو مجموعه مصارف د ۴ ټریلیون څخه بیا تر ۶ ټریلیونه پوري اټکل کړی وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د