شعـــــرونه

څلورمه انلاين په طرحه مشاعره

بيګا دجمعې مبارکې په شپه د۲۰۱۳ ميلادي کال ددسمبر په ۲۶مه نيټه دښاغلي احسان الله الهام دفیسبوک په پاڼه دانلاين مشاعرې دلړۍ څلورمه مشاعره هم وشوه  چې دمشاعرې مطلع دښاغلي احمدګل ريان دغه بيت وو.

مسافري ده دوطن مازديګری جوړوو

نن دي ريانه ۱=۲=۳ بيته غزل غواړمه


چې ملګرو پرې ډیر خوندور بيتونه وليکل چې دادی ستاسو درانه حضور ته يې ځيني بيتونه وړاندې کوو هېله ده چې دپاملرنې او خوښۍ وړ مو وګرځي.مننه
احسان الله الهام

سيداحسان الله الهام

اې دشنکي مزارجانانه زړه مي نه صبريږي

تاته در تلل غواړمه بس تاته درتلل غواړمه

پختون زلمي

نن د شهيد جانان مزار ته مي د تلو اراده

باغوانه تاته ځکه راغلمه يو ګل غواړمه

مشفق حريتمل

مرګ خو راځي ورنه خلاصی نشته ده رادې شي خو

چې رنګ په وينو يمه دا رنګه اجل غواړمه

هلال غزنوي

مسافري ده د  وطن غرو او درو کې ګرځو

زه مجاهد يم د وطن ازادول غواړمه

اسدالله غالب

فه كومه لاره سي دوخت سفاه سالار تللی دی

زه فه هغه لاره له تا سره مزل غوارمه.

  پختون زلمي 

خپې دي تڼاکي وي سینه باندي درزمه ضرور

ازادۍ تاپوري په دې لارو مزل غواړمه

اسدالله غالب 

غازي جانانه دنظر دماتيدو لفاره

شبنمي څاڅكي دي فه سنو كي منحل غوارمه

سيداحسان الله الهام

نه مي په ژوند کي يوه ګړۍ هم بې لتا خوښېږي

نه درنه مرګ کي مي زړګيه بېلېدل غواړمه

Farooq Azam Farooq Azam

د دين په مينه او په ننګ له ملا بارود تړمه

زه خو بس ژوند غواړمه نه چې ځان وژل غواړم

پختون زلمی

پښتنو ګورئ چې بچي غلامان ونه روزئ

پښتنو مندو ستاسو غېږده کې اتل غواړمه

Lakarwal Shinwari

د شین سترګو مقابله چی مخامخ وکړمه

داسی میدان داسی ټوپک داسی مورچل غواړمه

اسدالله غالب

فه دي ولس له شنه آسمانه نازل شوي حالت

د دي غميزي فه توليزه معنا حل غوارمه

پختون زلمي

د شيش محل نه يم، محدوده شيش محل نه غواړم

غريز زلمی یمه ګردونه د مورچل غواړمه

سمیع الله وحدت

که مي له سترګو نه داوښکو په ځای ویني درومي

پروايي نکړم په غلیم سر ماتول غواړم

مستقیم یم

په سر او مال باندي سودا ده تر جنته پوري

تاسو شاهد اوسئ ! زه دا سودا کول غواړمه

پختون زلمی

غليمه تانه به ګټمه فلسطين او کشمير

دا فکر مه کړه چې خالي درنه کابل غواړمه

Raz Muhammad Agha

څراغان دير دي په هر ځاي كى ١-٢-٣-لكَيږي 

چې ټول وطن پرې روڼا كيږي ها مشعل غواړمه

اسدالله غالب

داسي هم نه ده چې له غم سخه دي زان ساتمه

ستا دغمونو قافله راسره مل غوارمه

  سيداحسان الله الهام 

په آخرت کي مي ژغورل غواړم له توره مخه

چي فاني ژوند کي درسره ژوند تيرول غواړمه

پختون زلمي 

موږ شريعت غواړو او غواړو د قرآن فيصلې

چا درته ويل چې پارلمان غوندي غوجل غواړمه

پختون زلمی

غازي اشنا لږ را کرار شه تمنا لرمه

زه په ليمو ستا د پټکي ول ښکلول غواړمه

اسدالله غالب

نن مي د ذهن فه ورشو زاړه يادونه ناڅي

د زلفوتاركي دالفت نغمي اوبدل غوارمه 

Nazir Qurishi 

مونږ د احساس په هره لاره برابر يو واړه

خو دخپل ملك لپاره داسې يو اتل غواړمه

جواد ناصري

چې امن راوړي قرآن راوړي او فتنه ختمه شي

له پاک الله، صلاح الدين غوندي اتل غواړمه
سيداحسان الله الهام

خداى دي را خلاص کړه اسير ګرانه له زندانه ځيني

درته په مينه ږغيدل غواړم کتل غواړمه

Nazir Qurishi 

زمونږ په كلي كې د جنګ خبره نوې نده

خو دغه جنګ لپاره زه لاره د حل غواړمه

خاكسار فاريابی

چې افغانان سره راټول شي تر يو چتر لاندي

د دې وطن د مشکلاتو داسي حل غواړمه

Nazir Qurishi

راځئ چې واړه په دنيا د مينې شمعې كېږدو

زه دې تيارو تيارو شېبو ته څراغ بل غواړمه

پختون زلمي

زه د حسين په پله روان د سر پروا نه لرم

تل د ظالم خلاف اواز پورته کول غواړمه

جواد ناصري

چې مومنانو ته جذبه او حوصله غوندي شي

د امارت سپينه جنډه بيا په کابل غواړمه

اسدالله غالب

ددې هيواد فضا په سپينو جامو ښه ښكاريږي

سپين بيرغونه په هيرات اوپه كابل غواړمه

Abu Ali

که دې شهيد وطن ته راغلې اوباما ظالمه

كه نور څه نه وي سم فه بوټ خو دي ويشتل غواړمه

سيداحسان الله الهام

زما اوستا دا يا رانه دژوند تر حده نه ده

سپينه ايمانه په لحد کي دي هم مل غواړمه

پختون زلمي

دا مي پيرزو نه ده په ځان چې ګمنام پاتي شمه

د فدايي غوندي اسمان کې ځلېدل غواړمه

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x