fbpx

د طالب مشرتابه پر وخت او مؤثر نوښتونه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د طالبانو نوی مشر شیخ هبة الله چې د هغوي د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کیدو وروسته د طالبانو مشر وټاکل شو اټکل کیده چې د خپلې پوځي او سیاسي تجربې د کمښت له وجې به و نه توانیږي په بریالیتوب سره د طالبانو غورځنګ رهبري کړي.

خو د وخت په تیریدو سره نه یواځې دا چې نوموړی د طالبانو په قیادت کې ښه وځلیده ؛ بلکې په سیاسي ، پوځي او تبلیغاتي لحاظ یې یو ډول داسې نوښتونه را منځته کړل چې هم د طالبانو او هم په مجموع کې د هیواد د لانجې په هواري کې مؤثر رول لوبولی شي.

د بیلګې په توګه نوموړی وکړای شول ټول هغه طالب چارواکې چې د ځینو ملحوظاتو پر اساس د طالبانو له لیکو نه جلا کړل شوي وو په خپل ځان راټول کړي چې له امله یې اوس مهال د طالبانو د صف هیڅ مطرح کس د هغوی له صف نه بهر نه دی پاتې ، حتی د طالبانو د سیاسي کمیسیون پخوانی مشر ښاغلی طیب اغا چې په تیر اکتوبر کې یې د مشورتې لیک د رسنیز کیدو له امله لویه مطبوعاتي هنګامه جوړه شوه تیره ورځ د یوه بل ځوابي لیک له خپرولو څخه داسې تمایل ښکاره کړی لکه نوموړی چې هم غواړي د خپلو ټولو ملاحظاتو له شتون سره سره بیرته په رسمي ډول له طالبانو (اسلامي امارت ) سره کار وکړي.

د طالبانو د سیاسي بریالیتوب په اړه د ښاغلي شبخ هبة الله بل ابتکار له بهرنۍ نړۍ په تیره روسیې فدارسون سره سیاسي روابط جوړول دي ، کوم چې نوموړی په دې سره وکړای شول هغه نړیواله اجماع له منځه یوسې چې د امریکایانو لخوا د تروریستانو په نوم د طالبانو د له منځه وړلو په غرض رامنځته شوې وه.

د طالبانو د مشر په توګه د شیخ هبة الله دا ابتکار له سیاسي او پوځي اړخه خورا مهم او اوس کم ترکمه د ملګرو ملتونو د امنیت شوری له پنځو دائمي غړيو څخه یو یې د طالبانو په پلوي د یادې شورا هر ډول پریکړه ویټو (نقض) كولای شي.

د سولې په اړه د طالب مشرتابه یو بل تر ټولو غوره ابتکار په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر لخوا کابل میشتو افغان ژورنالیستانو او خپلواکو سیاسي فعالینو ته زمینه مساعدول دي تر څو هغوی وکړای شي له هرډول فشار او همداراز غموض پرته د سولې او افغان لانجې په اړه هر ډول پوښتنې مخامخ له طالب چارواکو سره مطرح کړي.

په پوځي ، سیاسي او مطبوعاتي لحاظ د طالب قیادت پورتني ابتکارات له شکه پرته موثر نوښتونه دي او دا هیله مندي تري جوتیږي چې د دغسي نوښتګرانه کړنو په سرته رسولو سره به طالبان د سولې د ټینګښت او جګړې د خاتمې لپاره داسې ګامونه واخلي چې له امله یې افغانستان د روان بحران په ځای د سولې او ثبات لوري ته مخه کړي. ان شاء الله

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

الله په خپل کلام کی فرمایی:هرڅوک چه پرالله ایمان راوړی او پر اوامرو یی عمل وکړی الله د ده زړه ته هدایت کوی ،له دی داسی معلومیږی چه شیخ هبت الله دالله عابد بنده دۍ الله لاره ورښیی دالله لارښود څوک نسی ګمراه کولای