نړۍ

قاهره: په کلیسا کي چاودني ۲۵ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د مصر په پلازمینه قاهره کي د عیسویانو په کلیسا کي چاودني ۲۵ تنه وژلي او تر ۵۰ زیات ژوبل شوي دي.
د مصري رسنیو له قوله چاودنه هغه مهال شوې چي ګڼ شمېر قبطي عیسویانو په کلیسا کي د دعا کولو مراسم تر سره کول .
د پېښي پړه تر دې دمه کومي ډلي په غاړه نه ده اخستې.
د مصر په سیناء ایالت کي له څو کلونو راهسي د داعش ډله فعاله ده، دا ډله وخت ناوخته په مصري پولیسو او حکومتي چارواکو بریدونه کوي؛ څو ورځي وړاندي هم په سیناء ایالت کی د داعش په برید کي ۱۳ مصري فوځيان ووژل شول .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x