fbpx

دافغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک:تيمورشاه

لیکوال : شهید بشیراحمد ریان

له احمدشاه بابا وروسته دهغه زوى تيمورشاه واکمن شو.
تيمور شاه داحمدشاه بابا دوهم زوى و، په ١٧٤٦زيږدېز کال په مشهد کې داحمدشاه بابا تر پاچا کېدلو يو کال وړاندي وزېږېد. له احمدشاه بابا سره به تل په جنګې يونونو کې مل و، په تنکۍ ځوانې کې دپنجاب دوالي په حيث وټاکل شو. له هغه وروسته هغه وخت چي احمدشاه بابا دشاهرخ ميرزا او دهغه دزوى نصرالله بغاوت وځاپو، نو دى يې په هرات کې دوالي په حيث وټاکه. (١١٧٤سپوږميز)
احمدشاه بابا دخپلې مړېني په وخت کې تيمورشاه دخپل ځاى ناستي په توګه وټاکه، ځينو اميرانو او داحمدشاه بابا مشرزوى شاهزي سليمان داښه ونه ګڼله ، خو احمدشاه بابا خپلو اميرانو ته ډاډ ګېرنه ورکړه ، هغه اميرانو ته وويل : ” زما مطلب او هدف له دې كار نه يوازي او يوازې د ولس او خلكو خير دى دا،ځكه ،چې تيمور زما په ژوندانه كې ډېره پوهه،لياقت او كفايت له ځانه څرګند كړى او دښې ارادې خاوند دى شهزاده سليمان يو سست طبيعته او بې رحمه كراړ زړه لري،چې د بلوا او فتنو د كرارولو په چل او تدبير باندي نه پوهېږي.دده د ظلم او ستم نمونه د سردار ذال بيګ خان افغان مرګ دى،چې دا زما د پاره ښه په زړه پورى مثال دى نو ځكه دى د وليعهدۍ وړ نه دى”.
اميرانو هم ورسره ومنله.
کله چي احمدشاه بابا وفات شو ، خواجه سرا ياقوت خان مخکې تر دى چي داحمدشاه بابا دوفات خبر چاته ورکړي، په بېړه استازى دتيمورشاه په لور چي په هرات کې والي و، واستاوو؛ ترڅو راشي او دواک پر ګدۍ کښېني.
کله چي په کندهار کې سليمان او اميران دنوميالي اتل (احمدشاه بابا) له وفات څخه خبر شول، له تدفين او جنازې وروسته يې سليمان چي دشاه وليخان پوپلزي زوم و،په تخت کښېناوو،خو ځينو اميرانو مخالفت وکړ او تيمورشاه ته يې چي داحمدشاه رښتېنى ځاي ناستى و،دراتلو احوال ورکړ. تيمور شاه هم په بېړه دکندهار په لور روان شو،په لاره کي يې دنورو سردارانو په لمسون شاه ولي خان پوپلزى وواژه.
تيمورشاه په ١١٨٦ هـ (١٧٧٣ز) کال واک په لاس کي واخست.
دشاه وليخان پوپلزي په وژلو يې په کندهار کې رسوخ له لاسه ورکړ، درانو ورباندي باور کم کړ، ده هم دکابل په لور پلاز ولېږداوو،هلته يي قزلباشان او اسحق زي دخپلو ساتوونکو په توګه وټاکل، ويې غوښتل تر څو ددراني اميرانو نفوذ راکم کړي،دهمدي لپاره يې هغوى کابل ته را وغوښتل او له قومونو څخه يې لېري ورته دندې مقرري کړې.
تيمورشاه که له يوې خوا دپښتنو باور له لاسه ورکړ او ځيني اميران يې ووژل،خو له بل لوري يي په ډېره ميړانه سره دخپل پلار (ستر احمدشاه بابا) څخه ورپاتې هيواد په ښه توګه وساتو،له آمو تر سنده، له کشمير څخه تر مشهد پوري يې دهغه سرحدونه خوندي کړل، هغه بغاوتونه چي په ضد يې شوي وو، وځپل .
دمثال په توګه دعبدالخالق سدوزي پاڅون (١٧٧٤ز)،په مشهداو نيشاپوركي بغاوت،په ملتان كي دسكانو (١٧٨١ز)،په سندكي دفتح عليخان (١٧٨٦ز) اوپه كشمير كي دازاد خان بغاوت (١٧٨٦ز) ، په مروه كي دمراد معصوم تيرى (١٧٨٩ز) همدارنګه نورپاڅونونه اوتيري يې مات كړل.
په دې برسيره په پېښور کې يې په وړاندي جوړه شوې دسيسه هم په ښه توګه شنډه کړه.(١٧٧٩ز)
دتيمورشاه دشخصيت په هکله مؤرخين بېلا،بېل اندونه لري،ځيني هغه يو مدبر او هېواد ساتوونکى پاچا ګڼې ،خو ځيني ورته عياش، پست او دپردې کلتور تر اغېزي لاندي وايي.
الفنسټن وائي :”تيمور په داسي چاپيريال کې لوى شوي و،چي دخپلو خلکو (پښتنو) له دود او دستور څخه خبر نه و او معلومېږي چي هغه په خپله مورنۍ ژبه (پښتو) خبري هم نشواى کولاى”.
داچي تيمورشاه په پښتو خبري نه شواى کولاى، دمنلو وړ نه ده ،ځکه هغه نه يوازي دا چي پښتو ويله بلکې په پښتو يي ځېني شعرونه هم ويلي، چي په پاى کي به راوړل شي.
فريرز وايې:تيمورشاه په عدل او انصاف نامتو و.هغه زړه سواندى او دپاسته طبيعت خاوند و.
خو په دې خبره ټول متفق دي چي په ښه توګه يې افغاني سرحدونه وساتل او هيواديي له انارشيزم څخه وساتو.
دتيمورشاه ١٠ مېرمني وې، چي يوه يې دهندي مغولي دربار شهزادګۍ ګوهر افروزبانو دعالمګيرثاني لور وه،هغه وخت چي احمدشاه بابا دهند مرهټه ځواک تارمار کړ، نو له هندي امپراتوردويم عالمګير سره يي دښو اړېکو دټېنګولو لپاره افروز بانو خپل زوى شاهزي تيمور ته وکړه.
تيمور ٢٤ زامن درلودل، په هغوى کې يي په تاريخ کې شاه زمان، همايون، شاه محمود،شاه شجاع او فيروزالدين ډېر مشهور دي.
دتيمور مشر زوى همايون او کشر يې شجاع الدوله و.
تيمور په خپل ژوند کې خپل زامن دمهمو ولايتونو په واکمنۍ وټاکل چي وروسته دمنځني بېلتون او فساد لامل وګرځېدل.
دتيمور شاه سپه سالار دلاور خان و، دا دلاور خان هغه تن دى چي عبدالخالق داحمدشاه بابا وراره يې دده (احمدشاه) په وړاندي پارولى و، خو کله چي بغاوت ناکام شو، نو ده دځان له وېري تيمور ته پناه وروړه او هغه هم په پناه کې واخېست.احمدشاه هم له دې امله چي پناه ته يي ارزښت ورکاوو، په ده کار ونه درلود.
فيض الله دولتشاهي يې مشاور مقرر کړ.التفات خان يي خزانچي او عبدالطيف خان جامي هروي يي وزير او دمحصولاتو مسؤل و.
تيمورشاه به اته مياشتي په کابل کې او دژمي څلور مياشتي په پېښور کې اوسيده.
تيمورشاه په 1207هـ كال دشوال په اووه مه چي د ١٧٩٣ز کال دمي له ٢٠ مي نېټي سره سمون خوري، تر22 كاله پاچهي وروسته مړ اوپه کابل کې خښ شو.
دمړينه لامل يې مؤرخين دحرم دښځو له خوا مسموم کيدل ګڼې.
تيمورشاه هم دخپل پلار په شان شاعر و،دهغه دپښتو شعر نمونه داده :
نن مي بيا له توروسترګو سره جنګ دى
پر لــــبــــــانو ئي دزړه دويــــــنو رنـــګ دى
که پرې کړى سر په لاس ورله ورشـــــــــــم
لا په دائي باور نه سي زړه ئي سنګ دى
ستا دحسن لښکر راغى ځان مي بائېلو
دعــــاشق دزړه ميدان هر ګوره تنګ دى
عــشق او مشک پټول نه سي تيمورشاه
چي په خپله ځان رسوا کا هغه رنګ دى

د لیکوال په اړه

د افغان پاچهانو لنډ ژوند لیک د شهید بشیراحمد ریان شهکار اثر دی، دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې چاپ شو چي د لوستونکو له درانه استقبال سره مخ شو او په ډېره کمه موده کې د مينوالو له غوښتنو سره سم اوه ځله له چاپه راووت. تر دي دمه د یاد کتاب تر شل زره زیاتې نسخې د لوستونکو تر لاسونو رسېدلې.
د نن ټکی اسیا ویب پاڼې اداري وپتیله چي له دې کتاب څخه د یوه یوه واکمن ژوند ليک په قسط واره توګه د خپلو لوستونکو لپاره نشر کړي.
د نن ټکی اسیا اداره
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د