نړۍ

د آی ایس آی مشر بدل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال رضوان اختر له خپل منصبه لیري شوی او پر ځای یې جنرال نوید مختار ټاکل شوی دی.

د ډان نیوز د خبر سره سم دغه بدلون د پاکستان د پوځ د مشر د بدلون دوه اونۍ وروسته را منځته شو.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې جنرال نوید مختار د آی ایس آی ادارې د مشر په توګه وټاکل شو او پخوانی مشر جنرال رضوان اختر د ملي دفاع پوهنتون مشر وټاکل شو.

ددې ترڅنګ یو شمېر نور جنرالانو هم په نویو دندو ګمارل شوي دي.

د ډان نیوز د خبر سره سم جنرال نوید مختار پوځي زده کړي د پاکستان په کویټه ښار کې کړي، همداسي په اسلام اباد کې د ملي دفاع پوهنتون او بیا په امریکه کې نوري زده کړي تر سره کړي دي.
نوموړي د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچي کې د قول اردو مسؤول پاته سوی او په اسلام اباد کې د آی ایس آی د تروریزم سره د مبارزې د څانګي مسؤول پاته شوی دی.

آی ایس آی استخباراتي اداره چې اداره یې د پوځ له خوا کیږي، د پاکستان دننه او دباندي تل د سختو نیوکو او انتقادونو سره مخ کیږي ځکه چې تور باندي لګول کیږي چې د پاکستان په سیاست کې او همداسي د بهرنیو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

په پاکستان ، بنګله دیش او هند کی د افغانستان په شان مقری او برطرفی د انګریزانو له خوا ترسره کیږی ، حتی جمهور ریس هم د انګریزانو له خوا ټاکل کیږی ، کله چه انګریزانو او امریکایانو د افغانستان د اشغال تصمیم نیولی وو په ډیره اسانه نواز شریف سعودی ته او مشرف چه یو نظامی جنرال او د دغه وخت د جنګ د پاره مناسب شخص وو د یو کودتا په نامه جمهور ریس جوړ کړو ، کله چه حالات عادی شو نواز شریف یی واپس جمهور ریس کړو دا چه پرون راحیل او نن اختر بدل او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x