افغانستان

بېړنی خبر: په کابل ښار کې پر بهرنیو ځواکونو سرتېری برید شوی

نن ټکی آسیا: نن (مبارکه جمعه) له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د کابل-جلال آباد پر سړک پر بهرنیو ځواکونو سرتېری برید شوی.
د لومړنیو ورکول شویو معلوماتو له مخې، برید چې د یوه موټر په مټ د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ترسره شوی، بهرنیو عسکرو ته یې درنه مرګ-ژوبله اړولې.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي د برید پخلی کوي او وايي چاودنه د نهمې ناحیې اړوند د سرک نو په سېمه کې شوې.د ښاغلي ستانکزي په خبره په چاودنه کې ملکي وګړو ته هېڅ مرګ-ژوبله نه ده اوښتې، خو د بهرنیو عسکرو د تلفاتو په اړه اوسمهال نور معلومات په لاس کې نلري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښي پړه پر غاړه واخیسته.نوموړي هم د بهرنیو ځواکونو د مرګ-ژوبلې په باب تر دم ګړۍ پورې نور څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x