نړۍ

یوسف القرضاوي: که روغ وای، د سوریې په حلب ښار کې به جنګېدلای

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د مسلمانانو د علماو اتحادیې مشر مشهور دیني عالم شیخ یوسف القرضاوي په سوریه کې د روسانو، ایرانیانو، او د سوریې د کمونیست رژیم پر ضد جنګېدونکو پاڅون کوونکو څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا اعلان وکړ.

نوموړي وویل: ” که مې قدرت درلودلای، په حلب کې به مي د جنګیالیو تر څنګ په جګړه کې برخه اخیستې وای”

دا وینا ښاغلي قرضاوي تېره شنبه د ترکیې داستنبول ښار د اسلامي او ثقافتي څیړونو په مرکز کې په هغه لمانځغونډه کې وکړه، چې د ده د ژوند، علومو او خدمتونو په پار دایره شوې وه.
د خپلو خبرو په دوام کې شیخ یوسف القرضاوي دسوريې د اوضاع په اړه وویل:
باید ووایو چی دسوریې ولس د حریت او ازادی په موخه راووتل، هغوی په لومړي سر کې نه ډبره وکارول او نه چاړه، خو د سوریې نظام یې پر ضد د زور څخه کار واخیست او لا هم خالي لاس وژل کېږي په داسې حال کې چې د سوریې نظامي پوځ او عسکر د درنو وسلو تر څنګ کیماوي بمونو کاروي.
هغه زیاته کړه، چې وګورئ موږ ګمان کوی چې حلب نجات او برۍ وموند، خو لا یې اوسېدونکي په بي رحمۍ وژل کېږي.
که مې کولای شوای، نو هلته به تللی وای او د هغه مباررزینو سره چې دطاغوت په وړاندي په یوازي ځان مقابله کوي په صف کې به جنګېدلی وای.
شیخ قرضاوي د عربو پسرلي ( پاڅون) ته اشاره وکړه چې ځيني هیوادونه بري ته ورسېدل او ځیني نورو باندي د نظامونو له لوري پر ولسونو تېرۍ او ظلم روان دی، چې دانظامونه نشي کولای چې په دې ډول ولسونه مات او چوپ کړي.
هغه زیاته کړه دمسلمانانو شمېر یو میلیارد او 700زره میلیونه ته رسېږي او ورځ تر بلي ډېرېږي، خو مهم تعداد او شمېر نه بلکي دمسلمانانو اخلاص، عمل او یو له بله کومک او مرسته ده او مسلمانانو ته په کار ده چې د عرب، عجم، قومونو او نژادونو په نومونو سره بېل نشي بلکي مسلمانان باید یو موټی او متحد شي.

نوموړي وویل چې ځیني خلک داسي ګمان کوي چې اسلام ددې لپاره راغلی تر څو خلک زهد وکړي، خو د زهد اصل مفهوم دادی چې څوک هر څه ولري او بیا هم زهد وکړي، نه داسي چې هیڅ نه لري او زهد کوي. او زیاته یې کړه اسلام د ټولو انسانانو اړتیاوي په نظر کې نیولي.
شیخ یوسف القرضاوي د ژوند ۹۰ کاله پوره شول، نوموړي په دغه موده کې په سلګونو کتابونه، رسالې، څیړني او فتواوي صادري کړي دي.
هغه وویل: ما لومړی کتاب «فقه الزکات» ولیکئ، ځکه چې امت به تر هغو جوړ نه شي تر څو چې غني فقیر ته مال نه وي ورکړی او یا قوي د ضعیف لاسنیوی نه وي کړی. او زیاته یې کړه چې دوهم کتاب یې «فقه الجهاد» لیکلی، تر څو مسلمانان په خپل ایمان، مال او جهاد سره د قوت په حالت کې ژوند وکړي، هیڅ څوک نه شي کولای چې پر مسلمانانو باندي خپله اراده مسلطه کړي.
نوموړي په دغه وینا کې وویل چې هر کله د حق څخه مدافعین وینم، او داسي کسان وینم چې د حق په لار کې ځان قرباني کوي، اطمینان مي زیاتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x