russion troops afghanistan

د جدی۶ زمونږ د هیواد د تاریخ کرغیړنه ورځ !

نن ټکی آسیا – سرمقاله: له نن نه ۳۴ کاله پخوا په همدې ورځ سرولښکرو زمونږ د هیواد په سپیڅلي حریم یرغل وکړ .

هغه مهال نړۍ د ختيځ او لویدیځ بلاک ترمنځ په دو قطبونو ویشل شوې وه .

په افغانستان د سرو لښکرو تر یرغل وروسته افغانانو  له خپل هیواد څخه د دفاع په غرض له هغوئ سره مقاومت پیل کړ.

داچې د مقاومت انګیزه  له خپل هیواد څخه  دفاع او د یرغلګرو شړل وه ، نوافغان ولس وکړای شول په خالي لاس  پوره لس کاله  د تیري کوونکو مقابله وکړي .

سره له دې چې وحشي شورویانو د افغانانو د دغه برحق مقاومت د ځپلو لپاره له خپل ټول وحشت څخه کار اخیست ، ډیر بي صرفي یې خالي لاسي افغانان وژل ،خو څومره چې به شوریانو  د افغانانو په خلاف وحشت کاراوه په هماغه اندازه به ورسره د مسلمانو افغانانو په زړونوکې د جهاد او مقابلې جذبه زیاتیده ، هماغه وه چې  له  لسو کلونو وروسته  یرغلګر شوریان د مجاهدینو د برحق جهاد په مقابله کې پاتې راغلل او بالاخره  د ۱۳۶۸ کال د دلوې د میاشتې په ۲۶ نیټه له افغانستان څخه و تیښتیدل .

د افغانانو د برحق جهاد له برکته  په سیمه اونړۍ کې  تاریخ جوړوونکي  تغیرات راغلل ، ډیر ولسونه د اشغالګرو شورویانو  دوحشت له ولکې څخه ازاد شول ، جلاسوي ولسونه سره یوشول او په مجموع کې  ټوله نړۍ د سرې امپراتورۍ له شره وژغورل شوه .

غربیان د  ختیځ بلاک له شړیدو وروسته   د نړۍ بلامنازعه  واکداران او د سړې جګړې له پایته رسیدوسره  سم یې په نړۍ کې د خپلو توسعوي پلانونوپه  عملي کولوپیل وکړ.

خپله افغانان  له دغو ټولو امتیازیاتو چې نړۍ ته د دوئ دجهاد له برکته ورپه برخه شول  پوره بي برخې شول .

په میلینو نو شهیدان ، معیوبین او مهاجر شول   او د شورویانو له تیښتې  او کمونیستي نظام له سقوطه وروسته یې  هیواد  د خپل منځي جګړو په ډګر بدل شو .

په دغو زړه  بوږنوونکو پیښوکې  که څه هم  چې  دپردې ترشا د  افغانانو د بهرنیو دښمنانو لاس  وه  خو له بده مرغه  چې  تنفیذي ځواک یې ټول خپله افغانان  او په خپل لاس  یې خپل هیواد په کنډواله بدل کړ ، بیدریغه یې یو دبل وینې وبهولې ، ډیرې  افغانې میندې یې بورې  او ډیر نازولي ماشومان یې یتیمان کړل  ، په دغو داخلي جګړوکې  افغانانو ترهغو یوبل سره ووژل تر څو ټول  په زخمي حالت کې  دامریکایانو په منګولوکې ګیر  او دهیواد  سیاسي حاکمیت  یې  د ا مریکایانو لاسته ولویده .

د افغانستان مسلمان ملت بیاهم په هماغه  زخمي حالت کې  له خپل هیواد څخه  د دفاع  لپاره د امریکایي یرغلګرو په خلاف  په مقاومت لاس پوري کړ  دا ځل یې پوره دولس کاله  د امریکا په مشرۍ له  نړیوالې صلیبي ټل والي سره   حیرانوونکی مقاومت وکړچې دادی اوس امریکایان  هم  دشورویانو په برخلیک  داخته کیدو په حال کې له افغانستان څخه  د وتلو په حال کې دي .

افغانستان او افغان ولس بیا دیوه نامعلوم برخلیک په لور ور روان دی  الله تعالی دي وکړي  چې  له تیرو تجربو څخه  په عبرت اخیستلو سره  دافغان ولس  سیاسي چارواکوته  داسې  بصیرت او  اراده  ورپه برخه کړي چې نور  د خپل ولس دغې اوږدې غمیزې ته دپای ټکي کیږدي  اوخپل هیواد او ولس  ته د دښمنانو د راتلونکو دسیسو له شره نجات ورکړي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د