نړۍ

پاکستان: د افغانستان او هندوستان نیژدې اړیکي د سیمي په تاوان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معین اعزاز چودري په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د هندوستان او افغانستان تر منځ نیژدې اړیکي او د پاکستان پر ضد یوه خوله کېدل په سیمه کې د امنیت په تاوان دي.

نوموړي وویل د دواړه هیوادونو د منفي تبلیغاتو له امله به په سیمه کې د امنیت راوستل لا سخت شي.

د «دي نیوز» ورځپاڼي د خبر سره سم نوموړي د پاکستان رسمي تلویزون ته په وینا کې وویل چې پاکستان په کشمیر کې د خپل پالیسي سره سم د کشمیریانو معنوي او سیاسي ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي وویل چې د امریکا سره د پاکستان اړیکي یو جانبه نه دي، بلکي دواړه اړخونه له دغو اړیکو څخه استفاده کوي، چې کله پورته کښته هم په کښي راځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان او هندوستان تر منځ پر نیژدو اړیکو انتقادونه په داسي وخت کي کیږي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د «اسیا زړه» په کانفرانس کې د پاکستان مالي مرستي رد کړې او د هندوستان سره یې په یوه خوله پاکستان د تروریزم په ملاتړ تورن کړ.

نوموړي د افغانستان او هندوستان په تړاو وویل، دوی چې کومو کارونو ته ملا تړلې، دا دواړو هیوادونو په تاوان دي، پاکستان له دواړو هیوادونو څخه غوښتي چې د پاکستان پر ضد دي د دښمنانه چلند څخه صرف نظر شي، او په سیمه کې دي بدلېدونکي حالات په نظر کې ونیسي.

نوموړي د افغانستان او امریکا هغه تورونه رد کړه چې ګواکي په پاکستان کې د حقاني نیټورک غړي استوګن دي، خو وې منله چې یو شمېر غړي يې په پاکستان کې هم شته ، چې په اړه یې امریکا او هندوستان ته ویل شوي چې د پاکستان خاوره به د هیڅ چا پر ضد نه کاریږي.

او زیاته یې کړه: چې د حقاني نیټورک او طالبانو مسؤولینو ته یې په واضحه توګه ویلي چې دوی به په افغانستان کې په هیڅ تروریستي اعمالو کې ونډه نه اخلي، کنه دوی به له پاکستانه وشړل شي.

چودري ویلي چې د پاکستان د فشار له وجي اکثریت طالبان له پاکستانه وتلي او د افغانستان په هغو سیمو کې ځای پر ځای شوي کومي چې د دوی په لاس کې دي.

نوموړي وویل چې پاکستان په تدریجي ډول پر طالبانو او حقاني نیټورک فشار وارد کړی تر څو د افغانستان د حکومت سره مذاکراتو ته حاضر شي، خو دا یې په واضحو ټکو د افغانستان حکومت ته ویلي چې دوی د طالبانو پر ضد د قوت استخدام نه غواړي، ځکه چې طالبان به خپل د وسلو مخ پر پاکستان را واړوي او د افغانستان جګړه به پاکستان ته انتقال شي.

هغه وویل چې د افغانستان حکومت باید د طالبانو سره د مذاکراتو له لاري لانجه حل کړي، ځکه چې د افغانستان لانجه هیڅکله په جګړه نه شي حل کېدای.

چودري په خپلو خبرو کې ویلي، افغانستان ته نه ده په کار چې د پاکستان پر ضد د هندوستان له کارته کار واخلي، «دا یو منفي سیاست دی».

نوموړي ویلي چې د امریکا د نوي ادارې څخه به وغواړي چې د افغانستان د سولي په اړه مثبت رول ولوبوي.

بايد وویل شي چې د افغانستان حکومت او جګپوړو چارواکو په افغانستان کې د ناامني مسؤولیت تل پر پاکستان اچولی دی او غوښتنه یې کړې چې په پاکستان کې دننه د طالبانو پر ضد پوځي عملیات وکړي.

ولسمشر اشرف غني د اسیا زړه په کانفرانس کې وویل چې طالبان به تر هغو له منځه ولاړ نه شي تر څو یې چې پاکستان ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x