نظــر

له طالبانو سره مخامخ خبرې – د سولې په اړه د طالبانو دریځ (لومړۍ برخه)

اسد وحیدي – د سرنوشت ورځپاڼي مدیر مسؤول

نږدې شپږ میاشتې وړاندې راته ویل شوي وو چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غواړي ستاسې په ګډون له ځینو ژورنالېستانو او د پوهنتون له استادانو سره وګوري. موږ ته ویل شوي وو چې دا خبرې به مخامخ وي او تاسې په کې هر ډول پوښتنې، نظرونه او نیوکې کولی شی. موږ دا بلنه ومنله، د نومبر میاشتې له ۲۸ مې د ډسمبر تر ۳ مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې مو له طالب استازو سره مخامخ خبرې درلودې.

په دغه سفر کې له کابل څخه د پوهنتون استاد او سیاسي فعال فیض محمد ځلاند، د طلوع نیوز ټلویزیون د سیاسي خپرونو چلوونکی شاپور بختیار، د شمشاد ټلویزیون د سیاسي برخې مشر میرویس ستانکزي، لیکوال او سیاسي شنونکي نظر محمد مطمین او ما (اسد وحیدي) په کې برخه لرله. له موږ سره لومړۍ غونډې ته د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د قطر دفتر ډېری غړي راغلي وو، دوی موږ ته ښه راغلاست ووایه او د دې ډول غونډو پر ارزښت د دواړو اړخونو له لوري خبرې وشوې.

له دې وروسته درې ورځې هره ورځ شاوخوا څلور ساعته ازاد بحث درلود چې په کې سختې پوښتنې، نیوکې او نظرونه وړاندې شول. له دې امله چې د غونډو بهیر د رپوټونو په ډول زموږ د ځینو ملګرو له خوا پخوا خپور شوی، نو زه دلته موضوعي بحث کوم. د طالبانو پر دریځ، غوښتنو او اهدافو بحث کوم. دغه راز زموږ له خوا شوې پوښتنې او د دوی ځوابونه هم یادوم او د دوی پر ځوابونو به خپله تبصره هم ولرم، د لیکنو دا لړۍ په څو ورځې تاسې په سرنوشت کې ولولئ.

د سولې په اړه د طالبانو دریځ:

د لومړنۍ ورځې په غونډه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شېرمحمد عباس ستانکزي د سولې په تړاو خپل دریځ څرګند کړ؛ د نوموړي له خبرو ښکاره شوه چې د سولې په تړاو د وسله والو طالبانو دریځ تر ډېره هماغه پخوانی دریځ دی. دوی لا هم ټینګار کوي چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي، په افغانستان کې باید یو اسلامي نظام وي، له تور لېسته باید د وسله والو طالبانو نومونه و ایستل شي او د دوی بندیان باید ازاد شي.

دوی پر واحد او خپلواک افغانستان هم ټینګار کاوه او ویل به یې چې خپلواک او واحد افغانستان یې د مبارزې له اهدافو څخه دي.

دا هغه شرطونه دي طالبانو له دې وړاندې هم بیان کړي وو، خو دا ځل په کې یو بدلون تر سترګو کېږي؛ دغه بدلون د شرطونو د عملي کولو په څرنګوالي کې دی؛ د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره دا ځل دوی له یو بدلون سره کوله، دوی ویل چې موږ نه غواړو چې بهرني ځواکونه دې یو ځل له افغانستان څخه ووځي، بلکې زموږ غوښتنه دا ده چې بهرني ځواکونه دې د یو مهالوېش له مخې له افغانستان څخه ووځي.

دوی ویل چې کله بهرني ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان کړي او په دې تړاو نړیوال تضمین ورکړي، نو طالبان له ځنډ پرته خبرو ته حاضرېږي، بیا وروسته له امریکا او نورو نړیوالو سره له تور لېسته د خپلو ملګرو د اېستلو او له افغانانو سره د راتلونکي نظام د څرنګوالي په تړاو بحث کوي او خبرې کوي.

د قطر د دفتر غړو ټینګار کاوه چې زموږ اصلي ستونزه له امریکا سره ده، زموږ نظام امریکایانو ړنګ کړ او اوس هم د سولې پر وړاندې اصلي خنډ د امریکايي ځواکونو حضور دی. پر همدې اساس طالبان ټینګار کوي چې له امریکایانو سره خبرې کوي. دوی ویل چې د بهرنیو ځواکونو وتل او له تور لېسته د دوی ایستل د افغان حکومت د وس خبره نه ده، نو ځکه په دې تړاو له امریکا سره خبرې کوي. د قطر د دفتر غړو له دې سره دا خبره هم کوله چې له افغانانو سره خبرې کوي، خو له افغانانو سره د راتلونکې حکومت پر څرنګوالي او داسې نورو مسایلو په تړاو خبرو ته حاضر دي.

د څو ورځو په بحث کې طالب استازو ته زموږ له اړخه دا خبره وشوه چې له حکومت سره خبرې وکړئ. له هغوی سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش اعلان او خپل نور شرطونه شریک کړئ، که دوی ستاسې شرطونه پوره نه کړل، نو بیا به خلکو ته ښکاره شي چې ستاسې دریځ سم دی. خو طالب استازو ټینګار کاوه چې دا د وخت ضایع کول دي او دوی پوهېږي چې دا د افغان حکومت د وس خبرې نه دي. موږ طالب استازو ته وویل چې ستاسې په اړه هم دا خبره کېږي چې خپلواک نه یاست او د پاکستان له خوښې پرته ګام نه شئ اخیستلای، دوی دا خبرې رد کړې، دلایل یې درلودل، خو دا چې دا دلایل څومره سم وو، په راتلونکو لیکنو کې پرې خبرې کوو.

د قطر دفتر غړي مولوي شهاب الدین دلاور موږ ته وویل چې تر بل هر چا دوی ډېر سولې ته اړتیا لري. نوموړي وویل چې طالبان د جګړې له امله هره ورځ زیان ویني، وژل کېږي، ټپي کېږي، نیول کېږي او په زندانونو کې پراته دي.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ له خپل وطن څخه لرې یو، په تور لېست کې یو، ازاد سفر نه شو کولی، ان له خپلې کورنۍ او خپلوانو لرې یو، نو طبیعي ده چې موږ تر بل هر چا ډېره سوله غواړو او ورته اړتیا لرو. دا چې ځیني کسان وايي چې موږ سوله نه غواړو، دا خبرې سمې نه دي؛ ځکه چې زموږ لومړنۍ غوښتنه سوله ده.))

دوی د سولې پر وړاندې د بهرنیو ځواکونو د حضور تر څنګ ځینو نورو ستونزو ته هم اشاره وکړه؛ شهاب الدین دلاور وویل: ((موږ چې هر کله د سولې غږ پورته کړو، نو حکومتي چارواکي او د سولې مخالفین وايي چې پاکستان تر فشار لاندې دی؛ ځکه طالبان سولې ته حاضرېږي او یا وايي چې داعش را روان دی، سپین بیرغ پر تور بدلېږي. له همدې امله موږ دا پیغام واخلو چې دوی زموږ د سولې غږ ته مثبت ځواب نه وايي.))

د قطر د دفتر بل غړي سهیل شاهین وویل چې حکومت او د سولې مخالفین هڅه کوي چې طالبان ټوټې ټوټې وښيي چې دا خپله د سولې پر وړاندې خنډ دی. نوموړي وویل چې په کابل کې چارواکي سوله نه غواړي؛ ځکه چې په جګړه کې د دوی ګټې دي. طالب استازو دغه راز ویل چې داعش هم له دې امله غټ ښودل کېږي چې سوله ونه شي.

د قطر د دفتر بل غړي مولوي دین محمد حنیف چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د لوړو زده کړو وزیر و، وویل: ((موږ د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال له اشرف غني سره وکتل، هغه راسره ژمنه وکړه چې له امریکا سره به امنیتي تړون نه لاسلیکوي، موږ له همدې امله د ټاکنو پر وړاندې خنډونه پیدا نه کړل؛ خو اشرف غني پر خپله ژمنه عمل ونه کړ او لومړنی کار یې د امنیتي تړون لاسلیکول و. همدا د سولې پر وړاندې ستر خنډ شو او اشرف غني په دې سره زموږ د سولې وړاندیز رد کړ.))

نوموړي دغه راز وویل چې د افغانستان حکومت واحد غږ نه لري، کله چې اشرف غني د سولې غږ وکړي، عبدالله او شمال ټلواله یې مخالفت کوي. همداسې حکومت وېشلی دی او د سولې په تړاو واحد غږ نه لري. ښاغلي حنیف وویل، ټاکل شوې وه چې څه وخت وړاندې د سولې په تړاو په ترکمنستان کې غونډه وشي، خو حکومت یې مخالفت وکړ.

د سولې په تړاو د وسله والو طالبانو خبرې ډېرې او اوږدې وې، خو اساسي ټکي یې همدا وو. خو اوس سوله د بهرنیو ځواکونو په وتلو پورې تړل شوې، بهرني ځواکونه به ووځي، څوک به یې وباسي او دا شرط به عملي شي او که بهرني ځواکونه ونه وځي، جګړه به تر کله دوام کوي؟ دا هغه پوښتنې دي چې په راتلونکو لیکنو کې په پرې بحث وکړو.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close