افغانستان

له تور لیست څخه د حکمتیار د نوم ایستلو غوښتنه رسما امنیت شورا ته لیږل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان ګډحکومت د بهرنیو چارو وزارت په واسطه د ملګرو ملتونو د ملي امنیت شورا ته رسمي غوښتنه ور لیږلې تر څو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم له تور لیسته څخه وباسي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د سولي شورا سره تر کامیابه مذاکراتو وروسته د سولي له بهیر سره یو ځای شو او له نظامي مبارزې څخه لاس پر سر شو.

د سولي تړون چې ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې امضا کړ، د حزب اسلامي مشر حکمتیار هم د ویډیو کانفرانس له لاري راغونډ شویو کسانو ته وینا وکړه او بیا یې تړون امضا کړ.
د تړون د توافقاتو سره سم نوموړي وروسته د یوې اعلامیې په صادرولو سره د حکومت او بهرنیانو پر ضد له نظامي عملیاتو او وسلوالي مبارزې څخه براءت اعلان کړ.
همداسي د سولي تړون د عملي کولو لپاره د ټاکل شوې کمیسون څخه د حزب اسلامي له لوري وغوښتل شول چې د حکمتیار په اړه شوي پریکړي ژر عملي کړي او له تور لیست څخه د نوموړي د نوم لیري کولو هڅي ګړندۍ کړي تر څو هغه وکولای شي چې کابل ته سفر وکړي.

په دې وروستیو کې داسي هم ویل شوي چې د تور لیست څخه د نوم لیري کېدو وروسته به نوموړی د تورخم له لاري ننګرهار ته داخل شي او په همدې ولایت کې به مېشت شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ رسنیو ته ویلي چې د افغانستان دولت د بهرنیو چارو وزارت له لاري د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ته د حزب اسلامي د مشر حکمتیار په اړه غوښتنلیک لیږلی تر څو یې نوم له تور لیست څخه وباسي.

نوموړي وویل چې د هغه مکمله دوسیه یې ترتیب کړې، او هم یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي او غیر دایمي غړو هیوادونو سره په دې اړه مجلسونه کړي دي.

باید وویل شي چې د امنیت شورا د بندیزونو کميټې مشران څه موده مخکي افغانستان ته راغلي وه او د ولسمشر اشرف غني سره یې په ارګ کې ولیدل.
د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هغه وه ویل شوي وه چې ولسمشر اشرف غني په دغه ناسته کې د حکمتیار د نوم لیري کولو غوښتنه کړې وه او ورسره یې په تور لیست کې د طالبانو د نوي مشر شیخ هبة الله اخوندزاده د نوم شاملولو غوښتنه کړې وه.

طالبان له څو کلونو راهیسي د امریکا او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوې چې د مرکچیانو نومونه دي له تور لیست څخه وایستل شي تر څو هغوی د سولي په اړه په مذاکراتو کې په خلاص مټ برخه واخلي. طالبان د خپل مشرانو نومونه په تور لیست کې د سولي د مذاکراتو په وړاندي یو عمده خنډ بولي چې له امله یې ددواړو اړخونو تر منځ د سولي هلو ځلو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

حکومتیار صاحب له تورخمه نه ، له باګرامه کابل ته راځی ، ارګ یی له یاده وتلی یوځل به یی بیا ورپه یاد او له هغه وروسته به د داعشی ملیشو په ملتیا د مقاومت د خپلو د پاره ټولو جنګی ولایتو ته تشریف وړی ، د جنګ نوی صفحه به پیلوی یعنی دا جنګ کی به نه د بادارانو او دغلامانو عسکر جنګږی نه به دی جنګ کی به هماغه اربکی ملیشی په داعشی ملیشو بدلیږی ، یعنی اوږدی ږیری به لری تور بیرغ به لری څو احادیثه او څو جهادی ایتونه به یی زده کړی ، د مقاومت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x