افغانستان

د کابل په سرتیري برید کي ۱۲ امریکایان وژل شوي، مجاهد. ۳ وژل شوي، آیساف

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په یوه لیږل شوي خبرپاڼي کي ویلي چي د طالبانو په یوه سرتیري برید کي چي نن د کابل ښار نهمي حوزې اړوند د سړک نو سیمه کي تر سره شو، لږ تر لږه ۱۲ بهرنیان ووژل شول، او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

نوموړي ویلي چي دغه برید د بهرنیانو د (فنکس) په نامه د یوه میلمستون سره نیژدې د بهرنیانو په کاروان باندي تر سره شو، چي په پایله کي ۴ کروزین ډوله موټر هم ویجاړ شول.

مجاهد وايي چي دغه برید یو کندوزي مجاهد چي حبیب الرحمن نومیدی، له خوا تر سره شو، چي په خپل موټر کي ډیر زیات درانه منفجره مواد ځای پر ځای کړي وه.

بل خوا نن د ایساف له خوا هم د پيښي په تړاو په یوه خبرپاڼه کي وویل شول چي ددوی ۳ تنه بهرني عسکر ووژل شول، او نور یې هیڅ معلومات نه دي ورکړي.

باید وویل شي چي تیره شپه د کابل پلچرخي سیمه کي د امریکايي ځواکونو لپاره د اکمالاتو وړونکو موټرو په تم ځای هم طالبانو برید کړی وو، او د مجاهد په وینا هلته هم د بهرنیانو اته عرادې ټانکر په بشپړه توګه ویجاړ شول.

دا په داسي حال کی چی دوه ورځي وړاندي په کابل کي د امریکا سفارت د غربیانو او امریکایانو د اختر (کریسماس) په ورځ د طالبانو د میزایلو تر برید لاندي راغلی، چي له کبله یې په سفارت کي ایمرجنسي اعلان شوی وه، او ټولو موظفینو او کارکونکو تر ځمکي لاندي محفوظو ځایونو کي د کریسماس لمانځلو ته اړ شول.

د یادوني وړ ده چي په روانه میلادي میاشت کي د امریکا ۶ تنه عسکر په زابل کي هغه وخت ووژل شول، کله چي دهغوی هلیکوپتر الوتکه د طالبانو له خوا په نښه شول، او په ځمکه را وغورځېدل.

د هغه څو ورځي وروسته ایساف اعلان وکړ چي ددوی دوه تنه بهرني عسکر د افغانستان په جنوب او شرق کي د طالبانو سره په جګړه او چاودنه کي ووژل شول. او طالبانو اعلان وکړ چي دوی د بهرنیانو یو روزل شوی سپۍ هم بندي کړی، او وسله یې هم غنیمت کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x