که ټرمپ د «متحد چین سیاست» څخه تیر شي، چین به د امریکا دښمنان اکمال کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د چین رسنۍ د ټرمپ هغه څرګندوني په کلکه غندلي چې ویلي وه امریکا ته ضرور نه ده چې د «متحد چین سیاست» دي پر مخ بوزي.

د بهرنیو چارو په سیاست کې یوه کارپوه دولتي رسنۍ ته ویلي چې «ټرمپ» په دیپلوماتیکه توګه تراوسه په «عقل پوخ» نه دی، ځکه د تایوان، چین او د امریکا علاقاتو ته په ډېره سطحي نظر ګوري.

د چین د بهرنیو چارو په پوهنتون کې استاد «لي های دونګ» د «ګلوبل ټایمز» په نامه دولتي ورځپاڼي ته ویلي « مونږ باید هغه ته د ستونزي حساسیت تشریح کړو، او فشار باندي وارد کړو».

او زیاته یې کړه: « کیدای شي ټرمپ به د دیپلوماتیکو قضایاو په اړه عمیق فکر نه کوي، مونږ باید هغه د امریکا او چین د علاقاتو په پیچلتیا پوهه کړو، او پرې نه ږدو چې محافظه کاران یې استخدام کړي».

ورځپاڼي ویلي چې «د متحد چین سیاست ګنجایش نه لري او نه هم هیڅ راکړه ورکړه باندي کیدای شي» که له دې سیاست څخه امریکا مخ واړوي، کیدای شي چین د امریکا له دښمنانو سره کومک وکړي.

د چین دولتي ورځپاڼي ګواښ کړی که چیري امریکا د «متحد چین سیاست» پریږدي او د تایوان پر جزیرې باندي وسله وپلوري، نو چین کیدای شي د امریکا دښمنان ورته تقویه کړي.

ټرمپ د تیري یکشنبې په ورځ ویلي وه چې امریکا نه شي کولای د «متحد چین سیاست» پر مخ بوزي، که چیري چین په تجارتي او نورو چارو کې امریکا ته تنازل ور نه کړي.

ټرمپ د فوکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د «متحد چین سیاست» په اړه تر اوسه دی نه پوهیږي چې ولي امریکا خپل ځان باندي مقید کړی دی، البته که چین په تجارتي او نورو قضایاو کې زمونږ سره تړونونه وکړي نو بیا د منلو وړ دی.

نوموړي دغه خبري د هغه پوښتني په جواب کې کړي وې چې ولي د امریکا د «متحد چین سیاست» تقلید مات کړ او د تایوان د ولسمشري سره یې تلیفوني اړیکي ونیولې.

تایوان چین ته نیژدې یوه جزیره ده چې ځان مستقل بولي خو چین یې د هیواد یوه برخه بولي.

امریکا د تایوان سره په ۱۹۷۹ کې دیپلوماتیکي اړیکي شکولي او له هغه راهیسي هیڅ کوم ولسمشر ددغه جزیري د چارواکو سره په رسمي ډول اړیکي نه دي نیولې.

ټرمپ وویل چې چین نه یوازي په تجارتي بڼه امریکا ته ضربه رسوی، بلکي د شمالي کوریا د لانجې په حل کې هم ورسره مرسته نه کوي او د خپل پیسو قیمت یې په بازار کې کم کړی چې له امله یې امریکا ته ضرر رسیږي، او همداسي یې د امریکا څخه پر وارداتو زیات ټیکسونه لګولي دي.

د شنونکو په نظر چین، روسیه او د افغانستان ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون پر امریکا د فشار د آلې په توګه کاروي او د طالبانو په مسلح کولو یې تهدیدوي. د کوم په وجه چې امکان شته امریکا په افغانستان کې خپل ټوله پانګونه له لاسه ورکړي او د روسانو په څېر له افغانستان ناکامه ووزي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

نن صبا د ټولی نړی او په ځانګړی ډول د امریکا او اروپا واک او ځواک ټول د یو نالیدلی یهودی نړیوال ګوند به واک کی دی امریکا یی نظامی ، اروبا یی سیاسی او نوره نړی یی نظامی بیسونه او اسراییل یی پایتخت دی . هغه نړیوال ګوند هڅه کړی چه د ټولی نړی سیاسی قدرت یا حکومتی چارواکی به هغه یهودی نړیوال ګوند ( ماسونیزم ) کی ننباسی او د هغوی سره استعماری ګټی شریکی او د نړیوال حکومت به تاسیسولو کی ورسره ګډون ولری هغه لوی هیوادونه د امنیت شوری غړی هیوادونه دی ډا چه هغه ورخ… نور لوستل »